لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په چین کې د کرونا واېرس دلاسه د مړو شمېره 1367 ته ورسېدله


په چين کې د کرونا واېرس د لاسه د مړو شوو کسانو شميره 1367 او اغېزمن شوو شمېره 60000 ته رسېدلې ده

د چين په اوهان ښار کې يواځې د زيارت په ورځ د کرونا واېرس د لاسه 242 کسان مړه شوي چې په يوه ورځ کې په دغه واېرس د مړو شوو کسانو ترټولو زياته شمېره ده. د دې ترڅنګ په ننۍ ورځ په هوبۍ صوبه کې د 14840 نورو کسانو په دغه واېرس د اخته کېدو تصديق هم شوی. په کرونا واېرس د مړو شوو او اخته شوو کسانو دغه شمېرې د چين لخوا د شمېرلو د نوې نظام سره مخې ته راغلي دي.

دا په داسې حال چې د چين صدر شي جن پېنګ دعوه کړې حکومت يې د دغې واېرس په قابو کولو کې تر ډېره حده بريالی شوی دی. خو د صحت نړيوالې ادارې WHO خبرداری ورکړی دا لا ډېره مېنه ده چې چين د دغې واېرس د قابوکولو دعوه کوي. د WHO د بېړني حالت د پروګرام مشر ماېکل ريان ويلي، دا به ډېره وختي ويي چې د کرونا واېرس د قابو کولو پېش ګوي وشي،

د صحت نړيوالې ادارې WHO د چين ستاينه کړې چې د کرونا واېرس په اړه يې خپلې شمېرې ډېره کره ښودلي دي په چين تورونه دي چې په کال 2002/03 کې يې د سارس واېرس په اړه داسې کره شمېرې نړۍ ته نه وې ښکاره کړې.

په هوبۍ صوبه کې څيړونکي وايي د کرونا واېرس د شمېرلو نوې طريقه د چين د کره شمېرو ښکاره کولو يوه غوره هڅه ده خو زياتوي دې سره د دغې واېرس په اړه خطرې نورې زياتيږي،

د امريکې په مېسي چيوسېټس رياست کې د ويليمز کالج پروفېسر سېم کرېن ويلي نن سبا د ريښتياؤ او کره شمېرو وخت دی خو دا لا په ډاګه نه ده چې د دغې واېرس د خورېدو علت په شمېرو کې دی او که د علاج په لارو کې خنډان دي.

په اسټرېليا کې د چين پلټونکی ين جيانګ وايې د کرونا واېرس د شمېرو دغه نوي نظام سره به د دغې واېرس کره شمېرې مخې ته راشي، ځکه چې په هوبۍ صوبه کې د کرونا واېرس د معلومولو د لېبارټرو کمې هم دی.

نوموړي زياته کړې ده چې د کرونا واېرس د لاسه د مړو شوو او ځپل شوو کسانو په شمېرو کې کمی بېشې کول د ده په خيال د سياسي ګټو لپاره نه دي شوي.

په داسې حال چې په چين کې د کرونا واېرس د لاسه د مړو شوو کسانو شمېره بره تللې ده، د چين حکومت په هوبۍ او اوهان کې دوه لوي افسران د خپلې څوکيو نه لرې کړې دي، او د دوي په ځاېې د شنګايې ناظم اينګ يانګ د هوبۍ صوبې مشر ټاکل شوی او د شېنډانګ صوبې يو بل چارواکي ته د اوهان ښار د صحت چارې ورکړل شوي دي.

د نړۍ اکثرو لوي هوايې شرکتونو د چين سره خپل پروازونه ځنډولي دي چې ورسره د چين په اقتصاد هم ډېرې بدې اغېزې پريوتي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG