لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان او چین په بحیره عرب کې سمندري مشقونه شروع کړي


د سږ کال د فېپرورۍ د میاشت په دې تصویر کې یوه چینايي سمندري بېړۍ لیدل کېږي چې پاکستان سره سمندري مشق کې برخه اخلي.
د سږ کال د فېپرورۍ د میاشت په دې تصویر کې یوه چینايي سمندري بېړۍ لیدل کېږي چې پاکستان سره سمندري مشق کې برخه اخلي.

د پاکستان او چین سمندري پوځونو په بحیره عرب کې مشقونه شروع کړي چې چارواکي وايي په سمندر کې امنیت ته د خطر په مخنیوي او د امن په تحفظ کې به د دواړو ملکونو مشترکه صلاحیتونه زیات کړي.

پاکستان د مشقونو کوربتوب کوي چې تر یوې هفتې به دوام لري. د دواړو ملکونو مشقونه د خالي، شنبې، په کراچۍ کې د سمندري پوځ په یو مرکز کې شروع شول چې عسکر به په کې په فضا او اوبو کې مشقونه کوي.

د چین د دفاع وزارت د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د دواړو ملکونو سمندري پوځونه به د ابدوزونو خلاف په مشترکه ډول د جنګ په مشقونو او په سمندر کې په مشترکه ګزمه کې شرکت کوي. وزارت وویل دا به وړمبی ځل وي چې دواړه ملکونه به مشترکه ګزمه کوي.

د چین د دفاع وزارت وویل سي کارډین تري نومې سمندري مشقونو کې د چین ګڼ شمېر جنګۍ کېښتۍ، ګڼ شمېر ابدوزونه، زیبو نومې مزایل بردار بېړۍ، ګایډېډ مزایل بردار جینګ زو او لېن يي او د پيپلز لېبرېشن ارمي مېرېن کور شرکت کوي. ټاکل شوې چې مشقونه به د نومبر په ۱۷ ختمېږي.

مشقونو د شروع کېدو د دستورې وروسته د پاکستان سمندري پوځ وویل د مشقونو ګډون وال به په جدیدو ازمايښتونو کې برخه اخلي.

د پاکستان سمندري پوځ په خپل بیان کې وویل د مشقونو مقصد په بحیره هند کې د عصري روایتي او غیر روایتي خطرونو په اړه پېشه ورانه مهارت شریکول او د دواړو سمندري پوځونو همکاري زیاتول دي.

په داسې حال کې چې چین او پاکستان او روس او میانمار همکارۍ د زیاتولو کوښښونه کوي، د امریکې خارجه اېنټني بلېنکن او د دفاع وزیر لواېډ اسټن تېره هفته په نوي دلي کې هندي چارواکو سره د دفاع په موضوع مذاکرات وکړل
په داسې حال کې چې چین او پاکستان او روس او میانمار همکارۍ د زیاتولو کوښښونه کوي، د امریکې خارجه اېنټني بلېنکن او د دفاع وزیر لواېډ اسټن تېره هفته په نوي دلي کې هندي چارواکو سره د دفاع په موضوع مذاکرات وکړل

د چین سرکاري مطبوعاتو ترمخه، د پي اېل ای د نېوي بېس او د مشقونو عمومي مشر لي یانګ یینګ مشقونو د شروع کېدو دستورې ته وویل د مشقونو مقصد پاکستان سره سټرېټيجېک او دفاع همکاري زیاتول دي.

چین په وروستیو ورځو کې د څلورو فريګېټ سمندري بېړیو ترڅنګ ابدوزونه پاکستان ته ورکړي چې په دواړو ملکونو کې پې کار دوام لري.

د چین او پاکستان سمندري پوځونه په داسې حال کې مشقونه کوي چې روس او میانمار د نومبر د اوومې نېټې څخه د نهم نومبر پورې په اېنډامان سمندر کې مشترکه مشقونه وکړل. ماسکو وویل په جدید تاریخ کې د میانمار او روس دغه وړمبي مشقونه وو. په اېنډامان سمندر کې مشقونه روس دپاره یو سنګ میل ګڼل کېږي. امریکا دغه سیمه د خپل امینت د مفاد دپاره اهمه ګڼي.

په داسې حال کې چې چین او پاکستان او روس او میانمار همکارۍ د زیاتولو کوښښونه کوي، د امریکې خارجه اېنټني بلېنکن او د دفاع وزیر لواېډ اسټن تېره هفته په نوي دلي کې هندي چارواکو سره د دفاع په موضوع مذاکرات وکړل.

د نومبر په ۱۰ نېټه د دوه جمعه دوه مذاکراتو وروسته امریکې او هندوستان په یو بیان کې ژمنه وکړه چې د هند او بحرالکاحل سیمه به ازاده، خلاصه او ټول شموله ساتي. په بیان کې د چین نوم نه دی اخیستل شوی. د روس نوم د اخیستلو بغیر دواړو ملکونو په اوکراین کې په جنګ او د دې په بشري اثراتو تشویش څرګند کړو.

په داسې حال کې چې هندوستان روس سره زاړه تعلقات لري چې په کې د دفاع په برخه کې همکاري هم شامله ده، د نوي دلي او واشنګټن تعلقات هم په مستقل ډول زیات شوي دي.

بيجينګ د اسلام اباد سره نږدې دفاعي تعلقات برقرار ساتلي دي. د دې ترڅنګ دواړو ملکونو د چين د بېلټ اېنډ روډ اېنېشیېټیو یا بي ار ايي د لاندې د سي پېک د منصوبې دلارې اقتصادي تعلقات هم ژور کړي دي.

په تېره یوه لسیزه کې د سي پېک د منصوبې دلاندې چین په پاکستان کې د ۲۵ بېلین ډالرو سرمایه کاري کړې چې په کې د سړکونو، بجلي ګرو او سمندري بندرونو جوړول شامل دي. د سي پېک د منصوبي دلاندې په ګوادر کې جوړ شوي بندر کار شروع کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG