لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په قرضونو کې د ښکیل کېدو له ویرې پاکستان د چین سره اقتصادي منصوبو ته بیا کتنه کوي


ناقدین وايي د پخواني وزیراعظم نوازشریف حکومت د سي پېک منصوبه کې د وړو صوبو د مفادات په پام کې نه وو نیولي
ناقدین وايي د پخواني وزیراعظم نوازشریف حکومت د سي پېک منصوبه کې د وړو صوبو د مفادات په پام کې نه وو نیولي

په قرضونو کې د ښکیل کېدو د ویرې له کبله د وزیراعظم عمران خان حکومت د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي راهدارۍ منصوبو ته بیا کتنه کول غواړي.

رویټرز خبري ادارې د پاکستان او چین ترمنځ د اقتصادي راهدارۍ منصوبې د "رېښمو د سړک" په نام یاد کړې دي او خپل رپورټ کې د پاکستاني مامورینو له قوله وايي چې ددغو منصوبو په اړه یا خو مذاکرات سم نه وو شوي، یا د دغو منصوبو لگښت ډیر زیات دی او یا دغه منصوبې به د پاکستان پرځای زیاته گټه چین ته رسوي.

رویټرز وايي د پاکستان دپاره د مایوسۍ خبره دا ده چې چین یوازې د هغو منصوبو بیا کتنې ته راضي شوی چې لا پرې کار نه دی شروع شوی.

د چین خارجه وزارت ویلي دواړه هېوادونه د "بلټ اینډ روډ انیشیټیو" یا د قمربند او د سړک د تگلارې د لاندې منصوبې په واړندې بوتللو ته ژمن دي، دا خبره یقني کول غواړي چې په کومو منصوبو کار شروع شوی په هغو د معمول سره سم کار سر ته ورسول شي او کومې منصوبې به چې لا جوړیږي هغه په هواره ډول وړاندې بوتللی شي.

د سي پېک دلاندې منصوبو ته د بیا کتنې اراده د وزیراعظم عمران خان د حکومت ددې خواهش سره هم سمون خوري چې قرضونو ته د هېواد ضرورت کم کړي.

د منصوبه سازۍ دپاره د پاکستان وزیر خسرو بختیار په تېرو ورځو کې د سي پېک منصوبو په اړه خبریالانو ته وویل "مونږ گورو چې داسې چوکاټ پرځای کړو چې ټول خطر د پاکستان دپاره نه وي." یعني که د چین سره اقتصادي منصوبې ناکامه کیږي نو ټول تاوان دې د پاکستان په برخه نه وي.

د سي پېک مخالفین وايي د سي پیک زیاته گټه به د چین صندوق ته ځي او د قرضو پېټی به د پاکستان په اوږو پروت وي.

پاکستان د چین سره اقتصادي منصوبو ته د بیا کتنې اراده په داسې حال کې کړې ده چې د سري لنکا، ملیشیا او مالدیپ هم د چین سره د خپلو تېرو حکومتونو اقتصادي معاهدې د بیا پرانیستلو خبرې کړې دي او په دغو معاهدو یې ناخوښي څرگنده کړې ده.

چین د سي پیک دپاره په پاکستان کې د ٦٠ ارب ډالرو سرمایه کارۍ ژمنه کړې ده چې د سړکونو، ریل گاډو، کارخانو او د بنیادي اسانتیاو په منصوبو به لگول کیږي. پاکستاني مامورین وايي د چین د سرماکارۍ هرکلی کوي خو دا چې ددغو منصوبو بیعې دې ډیرې نه وي او په سي پېک کې دي اصلاحات وشي.

په اسلام آباد کې د چین سفیر یاو جېنگ رویټرز خبري ادارې ته ویلي چین په سي پېک کې تبدیلیو او د پاکستان د نوي حکومت په ایجنډه کار کوولو ته تیار دی چې دا رنگ دواړه هېوادونه په مشوره د سي پېک منصوبو دپاره تگلاره پرځای کړي. چینايي سفیر زیاته کړه چې چین به یوازې هغه منصوبې سر ته رسوي چې پاکستان یې غواړي ځکه چې دا د پاکستان اقتصاد او د پاکستان د ټولنې سره تړون لري.

د اقتصادي ملاتړ دپاره په چین د پاکستان اړتیا ځکه هم زیاته شوي چې د واشنگټن سره د اسلام آباد تعلقات د تاوتریخوالي ښکار دي، واشنگټن د پاکستان پوځي امداد بند کړی او امکان نشته چې امریکا به پاکستان سره د اقتصاد په مد کې زر څه مرسته وکړی.

یو پاکستاني وزیر چې نوم یې نه دی څرگند کړی رویټرز ته وویل "مونږ د (سي پیک په اړه) تحفظات لرو خو بل کوم ملک په پاکستان کې سرمایه کاري نه کوي نو مونږ څه وکړو؟"

د پېښور او کراچۍ ترمنځ د ریلوی لار بهتر کول او په دې کې جدت راوستل د سي پېک ترجیجي منصوبه وه. په دې د اته اشاریه دوه ارب ډالرو د مصرف اټکل شوی و. رویټرز وايي که څه هم د سي پېک ځینې منصوبې سره ته رسول شوي دي د ریل دغه منصوبه د ځنډ ښکار ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG