لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټایوان ته نږدې د چین د جنګي جهازونو پروازونه او د امریکا خبرداری


د چین پوځ د اتوار/یکشنبې په ورځ د ټایوان جنوب پلو ته د اوبو په سر هوا کې شپاړس جنګي طیارې وچلولې چې امریکا یې په اړه فکرمندي ښودلې او هغه یې ټایوان ته نږدې د چین له اړخه «اشتعال انگیزه پوځي کاروایي» بللې ده. ټایوان یوه وړه جزیره ده چې ځان ته خودارادیت لري، مګر چین هغه د خپلې خاورې برخه ګڼي.

چین د دې نه مخکې هم، د جمعې په ورځ اته دېرش (۳۸) او د خالي/شنبې په ورځ یې نهه دېرش (۳۹) هوایي جهازونه په هغې سیمه باندې الوزولي و. ټایوان د ۲۰۲۰ کال د سټمبر میاشتې راهیسي د داسې پروازونو په اړه رپوټونه خواره کول پیل کړي، خو په یوه ورځ کې د چینایي پوځ دومره شمېره کې جنګي طیارې تر اوسه په هغې سیمې کې نه وې لیدل شوې. دا طیاره جوپه جوپه، د ورځې او دشپې لخوا ټایوان خوا کې لیدلی شوي دي.

د امریکا د خارجه وزارت ویاند نېډ پرایس په یو بیان کې خبرداری ورکړی چې ټایوان ته څېرمه د چین پوځي کاروایانې، د غلط حساب خطره د ځانه سره درلودلی شي او د خطې امن و استحکام ته نقصان رسوي.

د امریکا خارجه وزارت د ترجمان په بیان کې راغلي دي: «مونږ د بجینګ نه په کلکه غواړو چې د ټایوان خلاف خپل پوځي، سفارتکاري، او اقتصادي فشار او زور استعمالول، ودروي.»

په بیان کې ویل شوي، امریکا چې ټایوان ته د وسلو تر ټولو ستر مهیا کوونکی دی، د ټایوان د حکومت سره به دا امداد جاري وساتي چې د ځان د دفاع کافي صلاحیت ولري.

چین او ټایون د ۱۹۴۹ کال په خانه جنګیو کې سره بېل شول، په کوم کې چې کمونېسټانو د چین د اصلي برخې واک اختیار واخیست او رقیب نېشنلیسټان یې په ټایوان کې د یو جدا حکومت بنیاد کېښود. ټایوان د چین نه ۱۶۰ کلومټره لېرې یوه جزیره ده چې څلرویشت (۲۴) میلینه خلک آباتي لري.

د یو کال نه زیات وخت وشو چې چین وخت ناوخت د ټایوان جنوبي سیمې ته پوځي طیارې لېږي. د ټایوان دفاع وزارت ویلي چې د همدې اتوار/یکشنبې په ورځ هم د چین دوولس (۱۲) جنګي جټ جهازونه او څلور نورې پوځي طیارې د ټایوان د فضایي دفاع د شناخت سیمې ته ننوتلې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG