لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د چین او طالبانو ترمنځ عدم اطمینان او مایوسي


ځینو مبصرینو توقع کوله چې افغانستان نه د امریکې د وتلو په نیتجه کې پېدا شوي خلاف به چین پوره کړي او په افغانستان کې به خپله موجودګي ژوره کړي. خو داسې ونشول
ځینو مبصرینو توقع کوله چې افغانستان نه د امریکې د وتلو په نیتجه کې پېدا شوي خلاف به چین پوره کړي او په افغانستان کې به خپله موجودګي ژوره کړي. خو داسې ونشول

د سږ کال د جولای په ۲۸ نېټه د چین خارجه وزیر وانګ يي د افغانستان د طالبانو موقتي خارجه وزیر امیر خان متقي سره ولیدل او څېړونکي وايي په دغه ملاقات کې هغه موضوعات رامخې ته شول چې په تېر یو کال کې پې د دواړو فريقېنو ترمنځ مایوسي او د اطمینان نشتوالی موجود و.

په افغانستان د طالبان د بیا واکمنېدو یو کال پوره کېدو په مناسبت د وي او ای خبریال عاضم کاشغریان طالبانو سره د چین تعلقاتو ته کتنه کړې او په دغه رپورټ کې وايي په تېرو ۱۲ میاشتو کې چین د خپل مغربي ګاونډي افغانستان سره د اقتصاي مرستې لوظونه کړې او د طالبان نه غوښتلي چې د ویغور وسله والو خلاف دې ګامونه واخلي چې ډول طالبان په نړیواله کچه ومنل هم شي.

خو رپورټ وايي یو فریق هم خپل لوظ نه دی پوره کړی.

په تاشقند کې د سیمه ايزو ملکونو د خارجه وزیرانو د یوې غونډې په څنګ کې د وانګ او متقي د ملاقات په موقع چین وویل چین ته برامد کېدونکو په ۹۸ فیصد افغان مصنوعاتو به محصول ختم کړي، د اګست د میاشت لومړۍ نېټې نه به افغانانو ته د چین ویزې ورکول شروع کړی شي او افغانستان د پاکستاني بندرونو سره تړلو دپاره به چين په افغانستان کې د بنیادي سهولتونو منصوبې شروع کړي.

د دې مرستو د اعلانلو مقصد دا دی چې افغانستان د چین د ملګري په څېر وساتل شي او طالبان په دې پوهه شي چې د چین په لاس کې تر ټولو طاقت وز اوزار اقتصادي دي. دا خبره د پېټسبرګ یونیورسټۍ کې د حکومت دارۍ او مارکېټونو کارپوه جنېفربرېک مرتضا شوېلي کوي. دا حقیقت پسندانه نه ده خو چین دپاره دا خبره کول اسانه ده
ځینو مبصرینو توقع کوله چې افغانستان نه د امریکې د وتلو په نیتجه کې پېدا شوي خلاف به چین پوره کړي او په افغانستان کې به خپله موجودګي ژوره کړي. خو داسې ونشول.

د امنیت په اړه د چین تشویش

د افغانستان په اړه د چین تشویش په بنیادي توګه هم هغه دی چې د طالبانو د واکمنېدو نه وړاندې یې هم د افغانستان په باره کې لرلو، چې افغانستان سره دې په محتاط ډول روابط وساتل شي. دا خبره په واشنګټن کې د وېلسن سېنټر نومې څېړنې ادارې د جنوبي اېشیا د چارو کارپوهه مایکل کوګلمېن کوي.

کوګلمېن وايي بيجنګ په بنیادي توګه د امنیت او په خصوصي توګه د ترهګرۍ د خطر په باره کې تشویش لري.

د وي او ای رپورټ افغانستان نه ورستي رپورټونه د ممکنه بې امنۍ امکان څرګندوي، چې پکې د القاعده مشر اېمن الظواهري وژل کېدل، د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن دا بیان چې طالبانو د القاعده مشر ته پناه ورکړې وه او دا چې ملګرو ملتونو په یو تازه رپورټ کې ویلي چې طالبانو د واکمنېدو نه پس القاعده نسبتاً ازادي ترلاسه کړې ده.

خو چین دپاره د هر څه نه زیات د تشویش وړ هغه رپورټ دی چې د جولای په میاشت کې د اقوام متحده امنیتي شورا یا سېکیورټي کاونسل ته وړاندې کړی شوی او پکې وېل شوي چې د چین د ویغور مسلمانانو تنظیم ترکستان اسلامک پارټي یا ټي ايي پي، چې ویغور وسله والو په جلاوطنۍ کې جوړه کړي ده، د افغانستان په شمالي بغلان ولایت کې خپل لوی مرکز بیا قایموي.

د رپورټ ترمخه، ویغور ډلي د افغانستان په بدخشان ولایت کې مرکزونه جوړ کړي ، فعالیتونه يې پراخ کړي او وسله یې اخیستې په دې مقصد چې د ترهګرو فعالیتونو دپاره خپل صلاحیت زیات کړي.

چین ټي ايي پي د اېسټ ترکستان اسلامک مومنټ، ايي ټي اېم، په نامه هم یادوي.

د متحده قومونو په رپورټ کې وېل شوي چې ايي ټي ایم په افغانستان کې په سلګونو غړي لري. امریکې اي ټي اېم د ۲۰۲۰ د نومبر په میاشت کې د ترهګر تنظیم د فهرست نه لېرې کړو او د اقوام متحده د ترهګرو په فهرست کې اوس هم نوم شته.
په واشنګټن کې د بروکنګز انسټېټوشن فېل باب براون وايي په افغانستان کې د ویغورو په موجودګۍ چین مایوسي څرګنده کړې او په وار وار یې کابل سره رابطې کړي چې طالبان دې ویغور بېجینګ ته وسپاري.

فېل باب بروان وايي افغانستان ته د شام نه هم د ویغور وسله والو د تګ لړۍ شروع شوې ده، چې شمېره یې په زرګونو کې نا بلکې په لسګونو سلګونو کې ده.

فېل باب براون وايي د ویغورو په اړه د طالبانو تګلاره هم لکه د نورو خارجي وسله والو په څېر ده، چې طالبان په افغانستان کې د ویغورو د موجودګۍ خبره ردوي او دا خبره هم ردوي چې نوي ویغور افغانستان ته ورغلي دي او څنګه چې امریکایانو ته وېل کېږي چین ته هم طالبان دا خبره کوي چې د افغانستان خاوره به د چین خلاف نه استعمالېږي.

د وانګ او د متقي د ملاقات په اړه د چین خارجه وزارت په خپل بیان کې وویل چین توقع کوي چې افغانستان به پراخ بنسټه او ټول شموله حکومت جوړ کړي، د متعدله حکومت دارۍ لاره به خپله کړي ، د ملک دننه به ثبات او په قامي کچه به هم اهنګي قایمه کړي او د ايسټ ترکستان اسلامک مومنټ په شمول به د ټولو ترهګرو قوتونو خلاف سخت ګامونه واخلي.

مایوسي او عدم اطمینان

کوګلمېن وايي که چېرې طالبان دا څرګندولی شي چې د داعش ترڅنګ د هغو ډلو خلاف سخت اقدامات کولی شي چې چین ترې خطر محسوسوي چې پکې د ویغورو مسلح ډلې هم دي، نو دا به د چین او د طالبانو په تعلقاتو کې تر ټولو لوی بدلون وکړي. خو کوګلمېن وايي په دې پړاو طالبانو داسې نه دي کړي چې معنا دا ده چې چین به په افغانستان کې په محدوده کچه موجودګي ولري.

څېړونکي فېل باب براون طالبانو د بیا واکمنېدو راهسې چین او طالبانو د یو بل نه مایوسه او بې اطمینانه دي. هغه وویل که څه هم طالبان په دې خبر دي چې چین په افغانستان کې د امریکې ځای نشي نیولی خو بیا هم افغانستان سره د چین اقتصادي مرسته طالبانو د توقع نه کمه ده.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال عاضم کاشغریان د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG