لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په چینايي استاذانو د بي اېل ای په ځانمرګي حمله کې مرکزي مشکوک تن پاکستان د چین په مرسته نیولی


د سږ کال د اپرېل په ۲۶ نېټه په کراچۍ یونېورسټۍ کې د چینايي ژبې د دزکړې مزکر کنفیوشس سېنټر د استاذانو په موټر د بي اېل ای ښځینه حمله کونکي په برید کې درې چینايي استاذان او د دوی ډرایور وژل شوي دي
د سږ کال د اپرېل په ۲۶ نېټه په کراچۍ یونېورسټۍ کې د چینايي ژبې د دزکړې مزکر کنفیوشس سېنټر د استاذانو په موټر د بي اېل ای ښځینه حمله کونکي په برید کې درې چینايي استاذان او د دوی ډرایور وژل شوي دي

په کراچۍ یونېورسټۍ کې په چینايي استاذانو د بلوچستان لېبرېشن ارمي وسله والي ډلې په ځانمرګي حمله کې مرکزي مشکوک تن پاکستان د چین تحقیق کونکو په مرسته نیولی دی. دا خبره روېټرز خبري ادارې په یو رپورټ کې کړې ده.

د سږ کال د اپرېل په ۲۶ نېټه په کراچۍ یونېورسټۍ کې د چینايي ژبې د دزکړې مزکر کنفیوشس سېنټر د استاذانو په موټر د بي اېل ای ښځینه حمله کونکي په برید کې درې چینايي استاذان او ډرایور يې وژل شوي دي.

بي اېل ای چې پاکستان غیر قانوني تنظیم بللی او نوم يې د امریکې د بندیزنو سره مخامخ د ترهګرو ډلو په فهرست کې هم شامل دی، په کنفیوشس سېنټر د حملې ذمه واري وملنه.

بي اېل ای وویل دغه حمله ښځینه حمله کونکي شاري حیات بلوچ وکړه.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه، بي اېل ای د حملې په اړه یو وډیو جاري کړې وه چې پکې یو تن په انګریزۍ ژبه کې د چین صدر مخاطب کوي او ورته وايي چې اوس هم ورسره وخت شته چې د بلوچستان نه ووځي او که داسې نه کوي "نو په داسې طریقه به وویستل شي چې تاسو به يې هېڅ کله هم هېر نه کړئ."

د دې نه پس په وډیو کې درېش کلنه شاري حیات بلوچ ښودل شوي چې د خپلو دوو ماشومانو ترڅنګ په يو پارک کې ګرځي، د جنګ درېشي يې اغوستي وي.

روېټرز په خپل رپورټ کې وايي بلوچ کېمره مخاطب کوي او په پرسکون انداز کې د خپلو بلوچ وسله والو ملګرو شکریه ادا کوي چې هغې ته یې دا موقع ورکړه چې د ډلې لومړۍ ځانمرګي حمله کونکي جوړه شي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت روېټرز خبري ادارې ته وویل چې د چینايي تحقیق کونکو یوه ډله په کنفیوشس سېنټر د حملې په اړه تحقیقاتو کې د مرستې دپاره پاکستان ته راغلې وه. روېټرز وايي د چینايي مامورینو پاکستان ته د سفر په اړه د دې نه مخکې څه خبر مخې ته نه دی راغلی او څرګندوي چې په دې اړه چین څومره سنجیده دی.

وزارت وویل چینايي مامورینو د پاکستان د ترهګرۍ ضد ځواکونو د سي سي ټي وي وډیوز او د موبایل ټېلې فونونو نه د اخیستل شویو معلوماتو ته په کتنه کې مرسته وکړه.

د حملې په اړه بي اېل ای یوه وډیو خپره کړې وه چې پکې شارې بلوچ کېمره مخاطب کوي او په پرسکون انداز کې د خپلو بلوچ وسله والو ملګرو شکریه ادا کوي چې هغې ته یې دا موقع ورکړه چې د ډلې لومړۍ ځانمرګي حمله کونکي جوړه شي
د حملې په اړه بي اېل ای یوه وډیو خپره کړې وه چې پکې شارې بلوچ کېمره مخاطب کوي او په پرسکون انداز کې د خپلو بلوچ وسله والو ملګرو شکریه ادا کوي چې هغې ته یې دا موقع ورکړه چې د ډلې لومړۍ ځانمرګي حمله کونکي جوړه شي

روېټرز وايي څلورو سرچینو ورته وویل چینايي مامورینو د زرګونو په شمېره کې د معلوماتو فایلونه وکتل او معلومات يې پاکستاني چارواکو سره شریک کړل او هم د دغو معلوماتو په بنیاد پاکستاني چارواکي په کراچۍ یونېورسټۍ حمله کې ککړ مرکزي مشکوک تن ته ورسېدل او هغه يې د جولای په میاشت کې ګرفتار کړو.

پاکستاني سرچینو روېټرز ته وویل په پاکستان کې دوه میاشتې تېرولو وروسته چینايي مامورین د اګست په میاشت کې ستانه شول.

د چین خارجه وزارت په دې اړه تبصرې دپاره د روېټرز غوښتنې ته جواب و نه وېلو خو د دې نه مخکې يې د حملې غندنه کړې او د پاکستان نه غوښتلي وو چې په پاکستان کې دې د چینیايي شهریانو تحفظ یقیني کړي چې داسې ډول حملې بیا ونشي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د نهې، سه شنبې، په ورځ په دوه ورځني سفر چين ته ورځي او روېټرز وايي هغه به د چینايي مامورینو سره په امن او امان یا سېکیورټي هم خبري کوي او هغه به په لومړو خارجي مشرانو کې شامل وي چې د چین صدر شي جېنپېنګ سره د هغه په دریم ځل د منتخب کېدو نه پس ملاقات کوي.

په چینايي استاذانو حمل کې مرکزي مشکوک تن پاکستاني مامورینو د داد بخش په نامه یاد کړي چې په مبینه توګه ۲۶ کلن بلوچ وسله وال دی او د دې نه مخکې هم په چینايي شهریانو د حملو په لړ کې پاکستان ته مطلوب و. هغه په ۲۰۲۰ کې د کراچۍ نه کندهار ته تللو.

د پاکستاني چارواکو په وېنا په کندهار کې داد بخش د بم جوړولو او د جنګ تربیت ترلاسه کړو او د هلته مېشته د نورو بلوڅ وسله والو سره يې وليدل.

روېټرز وویل طالبانو د داد بخش د هلوځلو په اړه د څه وېلو نه ډډه وکړه او د ادارې دپاره ممکنه نه وه چې په ازاده توګه د کنفیوشس سېنټر په استاذانو حمله کې د هغه د مبینه ککړتیا تصدیق وکړي.

روېټرز د سرچینو له قوله وویل چې داد بخش په ۲۰۲۱ کې کراچۍ ته بېرته لاړو او هلته يې د کېېپ نومې اېټمي بجلي ګر څارنه شروع کړه چې د چین په مرسته پکې توسېع کدله او وسله والو غوښتل چې حمله پې وکړي.

د پاکستان داخله وزارت په کېنپ د حملې د سازش په اړه څه نه دي ویلي.

روېټرز وايي کله چې داد بخش ته معلومه شوه چې اېټمي بجلي ګر ته یې لاس رسی نشي کېدلی نو بیا ورته د بي اېل ای و غړي وویل چې د شاري حیات بلوچ خاوند حېبتان بلوچ سره دې وويني.

په تحقیقاتو کې ښکیل سرچینو روېټرز ته وویل چې حېبتان داد بخش ته وویل چې د اېټمي بجلي ګر په ځای به نوی هدف په کراچۍ یونېورسټۍ کې چینايي استاذان وي.

د سند حکومت مشیر مرتضا وهاب وویل د ترهګرۍ ضد او د استخباراتي ادارو په مشترکه اپرېشن کې په کراچۍ کې ونیول شو.

د حکومت وکیل ذوالفقار علي مهر روېټرز ته وویل چې په داد بخش د ترهګرۍ ضد عدالت کې مقدمه درج شوي، په بند کې دی او لا يې د وکیل نشته. روېټرز وویل داد بخش ته لاس رسی و نشو.

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG