لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالتي چارو کې د استخباراتو "لاسوهنه": چيف جسټس ويلي د عدليې په آزادۍ به جوړجاړی ونه کړي


د پاکستان سپريم کورټ چې دوه ورځې وړاندې د شپږو ججانو په خط او عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارې آی اېس آی په "لاسوهنه" ازخود ‏نوټس اخستی، نن په اورېدنه کې چيف جسټس قاضي فايز عيسا وويل، د عدلیې په آزادۍ به هیڅ ډول جوړ جاړی ونه کړل شي.‏

د اسلام اباد هايکورټ شپږو ججانو په ‏‎26‎م مارچ جوډيشل کونسل ته په ليکلي خط کې غوښتنه کړې وه، په عدالتي چارو کې د استخباراتي ادارو د ‏لاسوهنې په سر دې جوډيشل کنونشن راوبلل شي.‏

په لومړي اپرېل چيف جسټس په دغه معامله ازخود نوټس اخستی او د قضيې د اورېدنې دپاره یې د اووه کسيزه ججانو لارجر بنچ يا ډلې جوړولو پرېکړه کړې وه ‏او نن پرې اورېدنه وشوه.

په ياده معامله وزيراعظم او چيف جسټس هم ليدلي او وروسته د يو کمېشن جوړولو ويل شوي، جسټس (ر) تصدق حسېن جېلاني ‏د کمېشن مشر جوړ کړل شوی خو هغه ترې معذرت کړی وو.‏

د رپورټونو ترمخه چيف جسټس نن په اورېدنه کې وویل، په کومه ورځ چې د هايکورټ ججانو ته خط ترلاسه شوی دوی په هغه ورځ د ججانو سره ليدلي ‏او دغه مسلې ته یې اهمیت ورکړی ځکه یې فل کورټ غونډه رابللې وه.‏

هغه زياته، په عدالتي چارو کې په هیڅ ډول لاس وهنه نه شي زغملی او که د چا کومه ايجنډا وي چيف جسټس دې جوړ شي يا دې د سپريم کورټ بار مشر ‏جوړ شي.‏

د نوموړي په خبره، د وزيراعظم، د قانون وزير او اټارني جنرل سره یې په ښکاره ليدلي دي.‏

په اورېدنه کې د خط د پلټنو دپاره د کمېشن جوړولو سره په حکومتي او عدالتي اقداماتو هم تفصيلي بحث وشو.‏

چيف جسټس په اورېدنه کې دا هم وويل، ښيې په راتلونکې اورېدنه فُل کورټ جوړ کړل شي.‏

او جسټس اطهر امن الله په اورېدنه کې ویلي، ډېر څه کيږي خو څوک هم پرې خبره نه کوي، سياسي د خوښې جوړ جاړي شوي او ښيې عدالت هم پکې ککړ ‏وو او د ججانو دا خط څرګندونه کوي چې دا لړۍ لا هم روانه ده ‏

چيف جسټس قاضي فايز عيسا ویلي، په خط کې زما د دور (چې زه چيف جسټس شوی یم) په کومه قضيه د لاسوهنې يادګېرنه نه ده شوې که زما په وخت ‏کې لاسوهنه وشوه بيا ګوره چې څه کيږي.‏

چيف جسټس اورېدنه د ‏‎29‎م اپرېل پورې ځنډولې او ويلي يې دي چې بيا اورېدنه پيل شي په روزانه بنیاد به یې اورېدنه کوي او د ختمولو هڅه به یې کوي.‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG