لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 په يروشلم کې د تشدد په تازه پېښو کې 31 کسان زخمیان شوي دي


د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د سره صلیب فلسطیني امدادي ادارې ویلي په زخمیانو کې 14 کسان هسپتال ته وړل شوي دي
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د سره صلیب فلسطیني امدادي ادارې ویلي په زخمیانو کې 14 کسان هسپتال ته وړل شوي دي

په یروشلم کې د اسرايلي پوليسو او د احتجاج کونکو فلسطينيانو تر منځ د جمعې په ورځ په تازه نښتو کې لږ تر لږه 31 کسان ژوبل شوي دي.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د سره صلیب فلسطیني امدادي ادارې ویلي په زخمیانو کې 14 کسان هسپتال ته وړل شوي دي.

د ای پي د اسرایلي پولیس او فلسطینیانو ورستۍ جګړه د يروشلم په هغه انګڼ کې شوي چېرته چې د مسلمانانو او پهوديانو مقدس مذهبي مقامات دي.

اسرایلي چارواکو خبري ايجنسۍ ته ويلي اسرايلي پوليس هله مداخلت وکړو کله چې فلسطينيانو په مسجد اقصا کې کاڼي ورول پيل کړل او پوليس پرې د ربړ ګولۍ او سټن ګرېنيډز استعمال کړل.

ياد ځای يهوديان د ټېمپل ماونټ په نوم يادوي او مسلمانان يې مسجد اقصا بولي. د جمعې په ورځ يهوديانو ته دغه مقدس ځای ته د تللو اجازت نه و او دا د روژې په اخرو لس ورځو کې يوه عامه خبره ده.

يهوديان په ياد عبادت خانه کې د عبادت نه منع کړل شوي خو په ورستيو څو کلونو کې دغه سختي برقرار نه ده ساتل شوې.

سږ کال د مسلمانانو روژه د يهودیانو د پاس اور او د عيسايانو د څو مقدسو ورځو سره په يو ځای راغلې ده چې دې عبادتخانو ته پکې په زرګونو خلک ورځي.

تازه پېښو يو وار بيا د حماس او اسرايل تر منځ د تشدد نوې ويرې خورې کړي چې لکه بيا د تېر کال په رنګ د يولس ورځو د تشدد لړۍ بيرته رانه وړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG