لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وفاق ته د وزیراعلی ګنډاپور خبرداری: هسې نه د لوډشېډنګ خلاف ولسي غبرګون له قابو ووځي


د خېبر پښتونخوا د حکومت اؤ وفاق تر منځ د بجلۍ په لوډشیډنګ راپورته شوې شخړه هم هغسې دوامداره ده اؤ وزیراعلی علي امین ګنډاپور اندېښنه ښکاره کړې ده چې هسې نه د بجلۍ د لوډشیډنګ په ضد د ولس غبرګون له قابو بهر ووځي.

پېښور کې د بجلۍ د لوډشیډنګ په اړوند راجوړې شوې د اوچتې پایې یوې غونډې ته د وینا په وخت وزیراعلی ګنډاپور ویلي، د بجلۍ ناروا لوډشیډنګ د پښتونخوا د ولس ژوند عذاب کړی دی اؤ صوبه کې د بجلۍ د نااعلانه لوډشیډنګ په ضد ولسي غبرګون کې ورځ تر بلې شدت پېدا کيږي.

وزیراعلی وویل حکومت یې وفاق سره د بجلۍ د تاوان په ختمولو کې کوټلې مرسته کوي اؤ له تېرې یوې میاشتې راپدېخوا د ریکوري یا د واپډا د پېسو بودولو صورتحال زیات ښه شوی دی خو وایي پښتونخوا کې بیا هم د بجلۍ ظالمانه لوډشیډنګ هغسې روان دی. وزیراعلا وویل هغه به په یو صورت هم تر ۱۲ ساعتو زیات لوډشيډنګ ونه مني.

د خېبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د تېرو څو ورځو راهسې د بجلۍ د لوډشیډنګ په ضد د ولسي احتجاجونو لړۍ روانه ده.

په دغه غونډه کې وزیراعلی ته احوال ورکړل شوی دی چې د مې د وړومبۍ نیټې نه تر اوسه د صوبې بیلابیلو برخو کې تر اوسه د بجلۍ د لوډشیډنګ خلاف ۸۱ احتجاجونه شوي دي اؤ په وړومبي ځل ښځې هم دې احتجاجونو ته له کورونو راوتلي دي.

وزیراعلی ته ویل شوي چې د غټ اختر په ورځو کې هم د ۱۲نه نیولې تر ۱۸ساعتو د بجلۍ لوډشیډنګ شوی اؤ دا په داسې حال کې ده چې تېره میاشت د پښتونخوا د حکومت اؤ پولیسو په مرسته واپډا د یو ارب روپیو ریکوري کړې ده.

د بجلۍ د لوډشیډنګ خلاف په دې وروستیو کې په پېښور، مردان، نوښار، صوابۍ، چارسده، کوهاټ، بټګرام، دیر، لکي مروت، هنګو، بنو، ټانک اؤ یو شمیر نورو سیمو کې خلکو احتجاجونه کړي دي.

د واپډا چارواکي وایي زیات لوډشیډنګ یوازې په هغو سیمو کې کیږي چرته چې خلک بجلي پټوي اؤ بیلونه نه جمع کوي.

د بجلۍ د لوډشیډنګ په اړوند د وفاق اؤ پښتونخوا صوبې ترمنځ وروسته له هغې شخړه راپورته شوې چې تېره میاشت وزیراعلی علي امین ګنډاپور پخپل یو ویډيو پېغام کې وویل که د بجلۍ ناروا لوډشیډنګ راکم نه کړل شوی نو دی به پخپله د پیسکو چیف د دفتر واک پخپل لاس کې واخلي اؤ پخپله به د لوډشیډنګ شیډول جاري کړي.

روانه اوونۍ وزیراعلی ګنډا پور په ډیره اسماعیل خان کې یو ګرډ اسټشن ته ورغلو اؤ پخپله یې بنده بجلي چالان کړه اؤ ددې تر څنګ یې پخپل سر د بجلۍ د ۱۲ساعتو د لوډشیډنګ شيډول جاري کړو اؤ وي ویل چې له ۱۲ ساعتو زیات لوډشیډنګ به یوه سیمه کې هم ونه مني.

وزیراعلی ددې تر څنګ دا ګواښ هم وکړو چې که نیشنل ګرډ د پښتونخوا د برخې بجلي کمه کړه نو صوبه به نیشنل ګرډ ته د بجلۍ ورکړه ودروي.

د پاکستان د توانایۍ مرکزي وزیر اویس لغاري هم د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ته روانه اوونۍ خط لیکلی اؤ له هغه یې پښتونخوا کې په پیدا شوي وضعیت قابو موندلو کې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د چهارشنبې- شورو په ورځ ډیره اسماعیل خان کې یو پریس کانفرنس ته وینا کې وزیراعلا علي امین ګنډا پور ویلي هغه د صوبې د پولیسو مشر ته په سپینو ټکو کې ویلي چې د واپډې په وینا به د هیچا خلاف مقدمه نه درج کوي.

د کورنیو چارو وزیر ښاغلي محسن نقوي په وضعیت د قابو موندلو په غرض د شورو یا چهارشنبې په ورځ د وزیراعلا علي امین ګنډا پور سره ټيلي فوني اړیکه نیولي اؤ ورسره په دې خبره اتفاق کړی چې صوبه کې د ۱۲ ساعته لوډشیډنګ په اړه به خپلو کې مذاکرات کوي اؤ مسله به په دوؤ ورځو کې د خبرو له لارې هواروي.

پاکستاني رسنۍ وایي وزیراعلا ګنډا پور د کورنیو چارو وزیر ته صوبه کې د ګرډ اسټېشنو د حفاظت باور ورکړی .

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG