لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا وزیراعلی صوبه کې د ‏‎12‎‏ ساعتونو پورې د بجلۍ د لوډشيډنګ اعلان وکړو


د خېبرپښتونخوا وزيراعلا د بجلۍ د نشتوالي یا لوډ شيډنګ دپاره (په ‏‎24‎‏ ساعتونو کې) د ‏‎12‎‏ ساعتونو يا ګهنټو اعلان کړی، او ويلي يې دي اوس به په ‏يوه علاقه کې هم د ‏‎12‎‏ ساعتونو نه زيات لوډ شيډنګ نه وي.‏

خېبرپښتونخوا صوبه کې په وروستيو کې خلکو سخت شکايتونه کړي چې په سختۍ ګرمۍ او د اختر په ورځو کې هم د څو څو ساعتونو پورې بجلي نه وه.‏

د خېبرپښتونخوا په اېکس اکاونټ د صوبې د وزيراعلا علي امين ګنډا پور يوه ويډيو خپره شوې، په ويډيو غږ بند کړل شوی، خو ورته ليکل شوي، ‏

‏"د خېبرپښتونخوا وزيراعلا علي امين ګنډاپور د بجلۍ بحالو دپاره ګرډ سټېشن ته رسېدلی، وزيراعلا د خپل اعلان ترمخه، د لوډشيډنګ وخت ‏‎12‎‏ ‏ګهنټې وټاکلو، وزيراعلا په خپله د لوډشيډنګ شيډول تيار کړو".‏

په اېکس پوسټ کې زياته کړل شوې، "اوس به يوه علاقه کې هم د ‏‎12‎‏ ساعتونو نه زيات لوډ شيډنګ نه وي، د صوبې ټول پارلیماني غړي دې په خپلو علاقو ‏کې ګرډ سټېشنو ته لاړ شي او د ‏‎12‎‏ ساعتونو د لوډ شيډنګ شيډول دې عملي کړي".‏

وزيراعلا په خپله په بله ويډيو کې ويلي، "زمونږ د صوبې واجبات نه راکول کیږي زمونږ د نېټ هايډل پاور ګټه نه راکول کيږي، زما په حساب یې د بجټ نه ‏زیاتې پېسې جوړیږي، خو د شريکو ګټو د کونسل څخه چې کومې پېسې منظورې شوي هغه خواوشا ‏‎1600‎‏ اربه ته نزدې دي او هغه مونږ ته نه مېلاويږي، ‏مونږ د مرکز سره د واپډا په حواله خبرې شوې، يو پلان مو جوړ کړی وو د تاوان دپاره، چې هلته به د لسو اربه روپو سولر نظام لګولی شي په هغې به وخت ‏لګي".‏

هغه زياته کړې، د مرکز سره یې "د ‏‎15‎‏ ورځو وخت ورکړی خو مرکز ورته د يوې نيمې مياشتې وخت ورکړی چې په دې کې نظام وګوري او مرسته مو ورسره ‏وکړه خو د مېنډېټ د غلا په څېر یې دروغ یې وويل، او هغه ټاکلی وخت ختم شو، نن مې بيا فرض پوره کړو، وفاقي وزیر اوېس لغاري ته مې ټيليفون وکړو ‏او پېغام مې ور واستولو، خو ځواب یې ونه ويلو، د دې مطلب تاسو هم ازاد او مونږ هم ازاد".‏

د مرکزي حکومت لخوا د علي امين ګنډاپور بيان ته تراوسه کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.‏

په ‏‎26‎مه مئ د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي وو، علي امين ګنډاپور د کورنيو چارو وزارت ته ورغلی، د کورنيو چارو مرکزي وزير محسن نقوي او ‏توانايۍ مرکزي ‏وزير اوېس لغاري سره یې ليدلي وو.‏ ‏

ويل شوي وو په ليدنه کې په صوبه کې روانو حالاتو باندې خبرې اترې شوي او صوبه کې د لوډشيډنګ او بجلۍ په اړه نورو مسلو باندې پرمختګ شوی ‏دی.‏

د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو سيمو کې خلک شکايت کوي چې لږ تر لږه ‏‎12‎‏ او زيات نه زيات 18 او 22 ساعتونو پورې بجلي نه وي.‏

د صوبې د مرکزي ښار پېښور د خلکو په وينا، ښار کې د اتو نه تر لسو ساعتونو پورې او چاپېره علاقو کې د ‏‎16‎‏ نه تر 18 ساعتونو پورې بجلي نه وي.‏

دغه رنګ د وزيراعلا د پلارنۍ سيمې ډېره اسماعيل خان اوسېدونکي وايي، دغلته هم په مختلفو فيډرو بېلا بيلو وختونو کې د ‏‎18‎‏ ساعتونو پورې بجلي ‏نه وي.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG