افغانستان کې دائتلافي ځواکونو په مرکزي اډه کې دقران پاک دبې حُرمتۍ په ضد دتشدد څخه دډک احتجاج لړۍ په دوهمه ورځ هم دشورو په ورځ روانه ده.
سرچينې وائي دشورو په ورځ دپوليسو او مظاهرينو ترمينځ نښتې هم شوي.
دکابل په خواؤشا سيمو کې مظاهرينو په پوليسو کاڼي وورول او دامريکا په ضد يې شعارونه ورکړل.
دسرچينو له مخې پوليسو دښار مينځ ته د مظاهرينو ننوتلو د مخې نيولو هڅه کوله اوپه دغه موقع ډزو کې درې مظاهرين ژوبل شوي دي.
نړيوال خبري اژانس اى ايف پي دروغتيا دوزارت ديو چارواکي په حواله راپور ورکړى چې دډزو پيښو کې يو عسکر وژل شوي او خواؤشا 20 نور ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي خواؤشا 500ؤ مظاهرينو په کابل کې په يو امريکائي پوځي اډه کاڼي ورولي او په ختيز ښار جلال اباد کې خواؤشا 1000ؤ مظاهرينو لويه لاره تړلې او دامريکا په ضد يې شعارونه ورکړي.
په عين حال کې دتشدد څخه دډک احتجاج له امله په کابل کې امريکائي سفارت خانې خپلې هلې ځلې محدودې کړي.
دسفارت خانې له لوري دشورو په ورځ جاري شوي يو پيغام کې وئيل شوي دي دعملې تگ راتگ ځنډول شوى، په مننې سره دې ټول خپل تحفظ باوري کړي.
دقران پاک دبې حُرمتۍ په ضد دختيز ښار جلال اباد پشمول دافغانستان دنورو برخو څخه هم داحتجاجي مظاهرو اطلاعات ترلاسه شوي.
افغانستان کې دميشتو بين المللي ځواکونو کمانډر امريکائي جنرال جان ايلن دنهې په ورځ خپل يو بيان کې وئيلي وؤ هغه دنيټو دعسکرو لخوا دقران پاک پشمول دمذهبي تحريري موادو په نامناسب انداز کې دضائع کولو داطلاعاتو څخه وروستو ددې دبشپړه پلټنو امر کړى.
جنرال ايلن ادعا کړې وه چې دغه گام قصداً نۀ ؤ شوى، ښاغلي ايلن افغان حکومت او اولس څخه په هر رقم دل ازارۍ بخښنه هم غوښتې وه.
ميمو کمیشن : منصور اعجاز خپل بیان ریکارډ کړې