لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سازشي نظریې او ګنګس اولس


(بهروز خان)
په پښتونخوا صوبه کې اوسنۍ درې پرله پسې ترهګرې پیښو یو اړخ ته په خلکو کې ویره خوره کړې او د صوبې د حکومت امنیتي ستونزې ېي سوا کړي دي. نو بل لور ته ېي ډیر تپوسونه هم راپورته کړي دی. او هغه سازشي نظریې دا چې په ملاله یوسفزۍ مرګونی برید چا کړی دی؟ دویم پیښور کې په باچا خان هواېي ډګر ځانمرګي برید د اسلامي سوچ دعوه کونکي طالبان څنګه کولی شي؟ چې برید کونکي خارجیان دي او د یو په وجود خو داسې نقش و نګار یا چهاپه ښکاره شویده یا خوېي په غربي دنیا کې د کلب ګډیدونکې ، هم جنس پرسته او یا بیا په جرمونو کې ککړ خلک په خپل وجود جوړوي؟ په دغه پوښتنو راوچتولو دوي هڅه کوي چې رڼې اوبه خړې کړی.
دریمه پیښه په پښتونخوا او په کراچۍ کې د پښتنو په سیمو کې د پولیو څاڅکي ورکو نکو ښځو باندی مرګوني بریدونه روان دي. مطبوعات که ملکي دي یا خارجي په دی ا ړه ېي ډیر لیکل کړي او دغه شان الیکټرانک او سوشل میډیا هم ډیرې پوښتنې رامنځ ته کوي. چې داسې ناوړي کارونه څوک او د څه مقصد لپاره کولی شي.
خو که وکتل شي نو داسي نه ده چې میډیا ټوله د ترهګرۍ پر ضد ده. هغه که روایتي میډیا ده او که سوشل میډیا ، یا خو پکې د ترهګرو په پلوي داسي دلیلون ورکول کیږي چې هیڅ کله به طالبان او یا دا ترهګر نه وو راپاڅیدلي. که چري پاکستان په افغانستان کې د میشته امریکاېي ځواکونو ملاتړ ته چمتو شوي نه وي.
او یا بیا دا چې داسې دلیلونه ورکول کیږي اوغواړي د خلکو شکونه او اندیخنې نورې زیاتې کړي او خلک په دې باور اوکړي دا هر څه یا خو د پاکستان پوځ یعنې ایي ایس اېي د خپل سټراټیجیکي ګټو لپاره په افغانستان او هم په نوره سیمه کې تر سره کوي. او ژوندې مثال ېي د جماعت اسلامې صوباېي امیر پروفیسر ابراهیم د ډیوه ریډیو په یو پروګرام کې دا خبره ده چې واېي ( خبره عام اولس کوې چې وردي واچوي هغه پوځي شي چې وردي اوباسي نو هغه طالب شي او په طالبانو کې پوځیان او په پوځیانو کې طالبان. دا اړیکه شریکه یوه خبره روانه ده.) پروفیسر واېي د پوځ په دې پالیسۍ د سړي سر نه خلاصیږي.
خو د بلې خوا د نواې وقت ګروپ سره تړلې د انګریزۍ ژبې ورځ پانړه دي نیشن کې ‌ذکي خالد لیکي چې په باچا خان هواېي ډګر حمله طالبان نه د امریکه سي اېي ای کړې ده. او لیکي سي اېي ای په لږو پیسو ځانمرګي اغستې شي. چې په آسانه ورته په ازبکو کې په لاس ورځي. نوموړې واېي طالبان او القاعده داسې نه شي کولې چې نقس ونګار شوي مجاهد په خپلو منځو کې اوساتي او لیکونکې په خپل دې دلیل ټینګار کوي. که هر څو هم د طالبانو ویاند احسان الله احسان په جار واېي چې طالبان ددي ټولو بریدونو ذمه داري مني.
د پولیو په څاڅکو ورکونکو بریدونه هم دغه شان د شک په نظر کتلې شي. او دا هم لیدل کیږي چې په سوشل میډیا (فیس بک او ټویټر) داسي تپوسونه کیږي ولې دا ټول بریدونه یواځې د پښتنو په سیمه او پښتنو کیږي؟
دا هم په نظر کې ساتل پکار دي چې دداسې پیښو وروسته د خلکو سوچ او راېي د طالبانو په حقله څومره بدلون مومي. اولس د یرې ترهې ښکار کیږي او که مقابله کول غواړي؟
د صوباېي حکومت ویاند میا افتخار حسین د شورو په ورځ مطبوعاتو ته ویلي د دشمن په چالونو غور کوي ترڅو معلومه کړي هغه د داڅې بریدونو نه څه ګټه پورته کول غواړي. ولی په خلکو ېي غړ کړې د دوي کلک ملاتړ د ترهګرۍ پر ضد د کامیابۍ په لور کوټلې ګام دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG