لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا کې د کرونا اغیزمنو شمیره ۲۰ میلینو ته ورسیده،‌ برتاینه کې بیړني هسپتالونه بیا خلاص شو


د امریکا جان هاپکنزپوهنتون د تازه شمیرو تر مخه، امریکا کې د کرونا ناروغانو شمیره د ۲۰ میلینو نه زیاته شوې او د مرګونو شمیره ۳ لکه او ۴۷ زره ته رسیدلې. په ګرده نړۍ کې د کرونا اغیزمنو شمیره ۸۳.۸ میلینو ته رسیدلی.‌

د دسمبر په میاشت کې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ اټکل کړی وو، د دسمبر میاشتې اخیره پورې به ۲۰ میلینه امریکایانو ته د کرونا پرضد وېکسین ورکوي، خو په امریکا کې د صحت چارواکي وايي تر اوسه پورې ۲.۸ میلینه کسانو د دغه وېکسینو لومړی خوراک ترلاسه کړی.‌

د امریکا د ناروغیو د مخنیوي او علاج قامي مرکز ترمخه د چارشنبې د ورځې پورې په ګرده امریکا کې د کرونا ۱۲.۴ میلینه خوراکونو تقسیم کړی شوي دي. د یوټا ایالت د رېپبلکن ګوند سېنېټر مټ رومني د جمعې په ورځ د وېکسینو ورکولو په دغه رفتار سختې نیوکې کړي او زیاته کړې یې ده چې د دغه پروسې د تندولو لپاره د وفاقي حکومت لخوا د نورو هڅو ضرورت دی.

د مټ رومني لخوا جاري شوي یو بیان کې ویل شوي: ٫٫ په وفاقي سطح د وېکسینو ورکولو یو مکمل پلان لا نه دی جوړ شوی او ایالتونو ته دغه شان لیږل شوي کوم چې د نه پوهیدو او د نه معاف کولو یو کار دی.٬٬ مټ رومني په حکومت غږ کړی چې ګڼ شمیر طبي کارکونکي دې تیار کړي چې د وېکسینو ورکولو کار پخپله وګوري. او د دغې مقصد لپاره دې ریټاېر شوي صححي کارکونکي، هغه پخواني پوځیان چې د صحت په څانګه کې یې کار کړی او د طب زده کونکي شامل کړي.

په امریکا کې د صحت کارکونکو، د کرونا لګیدو د زیات خطر سره مخامخ او د کرونا مخنوي کې تر ټولو وړاندې کارکونکو کسانو ته د وېکسینو ورکولو کار د وړاندې نه پېل شوی. د سي ډي سي تر مخه د وېکسینو راروان خوراک به د صحت کارکونکو او د ۷۵ کالو نه د زیات عمر کسانو ته ورکړل کیږي، خوځیني ایالتونو بیا د وېکسینو ورکولو جدا معیار ټاکلی.

تیره ورځ د امریکا په کېلیفورنیا ایالت کې د کرونا وایرس د لاسه ۵۸۵ کسان مړه شوي، او دغلته ۴۷ زره ۱۸۹ نوي کېسونه رپورټ شوي. یواځې په دغه ایالت کې د کرونا ناروغانو شمیره ۲.۳ میلینه ته رسیدلی.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمیرو تر مخه په کېلیفورنیا کې د کرونا د لاسه نژدې ۲۶ زره کسان مړه شوي او د زیاتو مرګونو په حساب په نیویارک او ټېکساس پسې په دریم نمبر ایالت دی.

د کېلیفورنیا په سېن ډیاګو کاونټۍ کې د جمعې په ورځ د کرونا واېرس د نوي قسم د څلورو کېسونو پخلی شوی . دغه نوی قسم لومړی په برتانیه کې معلوم کړی شوی چې د لومړي قسم نه زیات په تیزۍ خوریدونکی دی. د امریکا په فلوریډا او کولوراډو کې هم د دغه نوي قسم د کېسونو پخلی شوی.

په برتانیه کې د کرونا تازه حال:

په برتانیه کې د صحت چارواکو د کرونا دویم قسم د ناروغانو د شمیرو زیاتیدو وروسته یو وارې بیا د بیړني حال هسپتالونه بیرته پرانیزي. دغه هسپتالونه د کرونا وبا لومړۍ څپې وروسته په دغه هیواد کې پرانستل شوي وو. د برتانیې د صحت قامي مرکز ویلي، د لندن په ناېټ اېنګل هسپتال کې د صحت چارواکي بیا د کار پېلولو تیارۍ نیسي.

برتانیه کې د نوي کال په لومړۍ ورځ د کرونا ۵۳ زره ۲۸۵ نوي کېسونه رپورټ شوي. که څه هم دغه شمیره د زیارت یا پنجشنبې د ورځې کمه ده خو د تیرو ۴ ورځو راهسې په برتانیه کې د کرونا د ۵۰ زرو نه زیات نوي کېسونه رپورټ کیږي. دغه شمیر څو اونۍ وړاندې ددې نه نیم په نیمه کمه وه. د برتانیې چارواکي وايي د کرونا نوی قسم د لاسه د ناروغانو په شمیره کې زیاتوالی راغلی.

د امریکا نیویارک ټاېمز اخبار تیره ورځ په یو رپورټ کې ویلي، د کرونا دغه نوی قسم دا مهال دنړۍ په ۳۳ هیوادونو کې معلوم شوی او د نړۍ ۴۰ هیوادونو د برتانیې نه د مسافرو په راتګ بندیز لګولی.

په دغه بندیزونو لګونکي هیوادونو کې ترکي تازه هیواد دی چرته چې د دغه نوي قسم د ۱۵ نوو کېسونو د رپورټ کیدو وروسته د برتانیې نه په راتلونکي ماسفرو بندیز لګول شوی. ترکي‌ویلي دغه ټول ۱۵ ناروغان د برتانیې نه ترکي ته راغلي.

فرانس بیا د هیواد په ۱۵ سیمو کې د کرونا خوریدو مخنیوي په خاطر د کرفیو لګولو اعلان کړی. په غربي یورپ کې په فرانس کې تر ټولو زیات کېسونه رپورټ شوي دي چرته چې ۲.۶ میلینو نه زیات کسان د کرونا وایرسه ناروغه دي.

د نړۍ د نورو هیوادونو حال:

اېیرلېنډ ویلي په دغه هیواد کې نژدې ۹۰۰۰ د کرونا ناروغان په نژدیو ورځو کې د حسابولو پاتې شوي وو چې د دغې وروسته په دغه هیواد کې د ناروغانو د معلومولو په نظام پوښتنې راپورته شوي. د جمعې په ورځ په دغه هیواد کې ۱۷۵۴ نوي کېسونه رپورټ شوي چې دغلته ریکارډ لویه شمیره ده.

په اټلي کې بیا د جمعې په ورځ ۴۶۲ نور کسان د کرونا نه مړه شوي، د کرونا وایرسه اټلي په اروپا کې تر ټولو زیات مرګونه لري چرته چې د جان هاپکنز پوهنتونو د شمیرو تر مخه ۷۴ زره ۶۰۰ نه زیات کسان مړه شوي.

په چین کې بیا چارواکو په دوو هوايي ډګرونو یا اېیرپورټونو نه سفر کونکو مسافرو لازمي کړې چې د سفر وړاندې به د کرونا منفي ټسټ ښايي. په چین کې دغه ګام وروسته د هغې پورته شوی چې په دغه هیواد کې د کرونا وبا د خوریدو شرح کمه خو دوامداره ده. په چین کې د جمعې په ورځ د کرونا ۱۹ نوې پېښې رپورټ شوي چې پکې ۱۰ د بهر نه چین ته ورغلي دي.

هندوستان کې د کرونا ناروغانو شمیره د ۱۰.۲ میلینو نه اوختې او د یو لک او ۴۸ زرو نه زیات کسان ترې مړه شوي. په برازیل کې ۷.۶ میلینه کسان ناروغه او ۱ لک ۹۵ زرو نه زیات مړه شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG