لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس:‌ پاکستان کې شمیره ۱۸۴، یواځې سند ایالت کې ۱۵۰ ته ورسیدله


د پاکستاني‌ مطبوعاتو تر مخه په پاکستان کې د کرونا ناروغانو شمیره تیره شپه ۱۸۴ ته رسیدلې. د پاکستان د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان تر مخه په دغو کې تر ټولو زیاتې د پاکستان سند ایالت کې رپورټ شوي‌ دي.

د سند ایالت وروسته په خېبر پښتونخوا کې د چارواکو په وینا ۱۵،‌ په بلوچستان کې ۱۰،‌ګلګت بلتستان کې ۵،‌ او د ابادۍ په لحاۍ تر ټولو لوې صوبې پنجاب او اسلام اباد کې ۲-۲ پېښې رپورټ شوي.

د پاکستان سند ایالتي حکومت ویاند مرتضا وهاب تیره شپه ناوخته په خپل ټوېټر په سند ایالت کې دذ ۱۴۶ پېښو پخلی کړی. نوموړي په ټوېټر لیکلي چې په دغه ۱۶۴ کې ۱۱۹ هغه شیعه زایرین دي چې د ایران نه راستانه شوي. نوموړي‌ وړاندې ویلي: ٫٫ دغه ۱۱۹ شیعه زایرین دا مهال په سکهر کې ساتل شوي. پاتې نورو کې ۲۶ په کراچۍ او یو په حیدر اباد کې دی.٬٬

په پاکستان کې د کرونا وایرس په ناروغانو کې زیات تره هغه خلک دي چې د ایران نه راستانه شوي. پاکستان کې د کرونا وبا خوریدو په سر د صحت قامي اډاڼې یا نظام په اړه اندېښنې هم سېوا شوي.

که څه هم تر اوسه په پاکستان کې د کرونا وایرس د لاسه د چا د مرګ او یا د یو تن نه بل ته د لږیدو پېښه نه ده رپورت شوې،‌ او د صحت چارواکي ادعا کوي پاکستان کې رپورټ شوي ټول ناروغان د نورو هیوادونو لکه چین،‌ ایران، ‌شام،‌ امریکا، برتانیې او سعودي‌عربستان نه ورغلي.

پاکستان کې زیات تره پېښې بیا د دغه هیواد په سند ایالت کې رپورټ شوي‌ چرته چې ۱۴۶ کسان قرنطین یا ګوښه کړی شوي. په سند ایالت کې دوه تنه د قرنطین کیدو وروسته خپلو کورونو ته لیږل شوي او په سلګونو نور کسان د ایالت په بیلا بیلو سیمو کې په قرنطین مرکزونو کې ساتل شوي.

د پاکستان سند صوبې حکومتي‌ ویاند مرتضا وهاب ویلي په ایالت کې د کرونا ناروغانو لویه شمیره د هغه شیعه زیارت کونکو ده چې د تفتان په لار د ایران نه بلوچستان صوبې ته راستانه شوي.

یو شمیر سیمه ایزو چارواکو دا خبرداری هم ورکړی چې د ایران نه په غیر قانوني لارو ګڼ شمیر کسان دغه ایالت ته راننوتي چې ځان د قرنطین کیدو نه وساتي.‌ د دغه چارواکو د کرونا وایرس د خوریدو اندېښنې هم څرګند کړي.

پاکستان کې د کرونا وایرس د خوریدو مخنیوي لپاره حکومت د ایران او افغانستان سره خپلې زمکنې لارې د اپریل میاشتې پورې تړلي چې د خلکو د تګ راتګ او د سامانونو په لار کرونا وایرس خور نه شي.

پاکستاني‌چارواکو د کرونا وایرس د خوریدو مخنیوي په خاطر د چین سره خپله زمکنۍ لارې پرانستل هم ځنډولي. په چین کې کرونا وایرس تر ټولو لومړی، په زیاته کچه او تر ټولو زیات کسان وژلي او ناروغه کړي‌ او د چین نه دغه وایرس نورو هیوادونو ته خورشوی.

د جمعې په ورځ د پاکستان حکومت په هیواد کې د کرونا وایرس خوریدو مخنیوي لپاره په ټول هیواد کې د تعلیمي‌ ادارو د تړلو اعلان کړی. د دغې تر څنګ ټول نړیوال هوايي سفرونه محدود کړل شوي، د ودونو په دستورو، سنیماګانو او د خلکو په لویو ګڼو ګوڼو پابندي لګول شوې.

د ګل په ورځ‌ اسلام اباد کې د بیجنګ سفیر یاو جنګ د چین سرکاري‌ میډیا ته ویلي چین د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره پاکستان ته ۱۲۰۰۰ د ازموینې یا ټسټ کټونه، ۳ لکه تربوزکونه یا ماسکونه او د کرونا پرضد ځانګړې جامې ورکړي. د دغې تر څنګ چین پاکستان ته د عارضي هسپتالونو جوړولو لپاره ۴ میلینه ډالره هم ورکړي.

چین په تیرو پینځه کلونو کې په پاکستان کې د بیلینونو ډالرو سرمایه کاري کړې چې تر مخه يې په پاکستان کې سړکونه، بندرونه او د توانایۍ پلانټونه لګول شوي. او د دغې مقصد لپاره پاکستان ته په زرګونو چینايان هم کارونه له تللي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG