لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس نه ۳۵۰۰ تنه مړه او د یو لک نه سېوا اغیزمن شوي


د چین ووهان صوبې نه په ګرده نړۍ کې خور شوي کرونا وایرس د لاسه د خالي په ورځ د ناروغه شوو خلکو شمیره د یو لک نه سېوا شوه او د نړۍ به بیلا بیلو هوادونو کې د یاد وایرس د لاسه د مړو شوو کسانو شمیره ۳۵۰۰ ته ورسیدله.

د کرونا وایرس نه اغیزمنو خلکو شمیره په داسې حال کې ورځ تر بله په سېوا کیدو ده چې د صحت نړیوالې ادارې په هیوادونو غږ کړی چې د کرونا خوریدو مخنیوی دې خپل لومړی کار وګرځوي او د دغه وایرس نه ناروغه شوي تنان دې معلوم، معاینه او بیا د نورو خلکو نه جدا وساتي.

د جمعې په ورځ ایراني چارواکو په هیواد کې د ۱۰۰۰ نوو پېښو پخلی کړی دی. په ایران کې د کرونا وایرس نه د مړو تنانو شمیره ۱۲۴ ته رسیدلې. ایران د کرونا د پېښو په اساس د نړۍ دریم هغه هیواد دی چرته چې تر ټولو زیاتې پېښې رپورټ شوي.

په ایران کې تر دې دمه د کرونا نه ناروغه شوو تنانو شمیره ۴۷۰۰ ده. په ایران کې د زیاتیدونکو پېښو وروسته ګاونډي هیوادونو پاکستان او افغانستان د ایران سره خپلې پولې تړلي دي.

د عیسایانو مذهبي ښار وېټېکن، کېمرون، توګو، سلواکیا او سربیا هم د جمعې په ورځ د کرونا وایرس د لومړیو پېښو پخلی کړی.

د امریکا فلوریډا ریاست چارواکو ویلي په ریاست کې د کرونا وایرس د لاسه دوه کسان مړه شوي څوک چې په وروستیو ورځو کې په نړیوال سفر تللي وو. فلوریډا ریاست کې د دوه کسانو د مړینې سره امریکا کې د کرونا وایرس نه د مړو کسانو شمېره ۱۷ ته رسېدلې.

د امریکا په پینځه ایالتونو میري لېنډ، کېلیفورنیا، فلوریډا، واشنګټن او هوايې ایالتونو کې د کرونا مخنیوي د پاره بیړنی حالت هم اعلان شوی. تیره ورځ د امریکا پینسلوینیا، انډیانا، مېنيسوټا او نبراسکا ایالتونو کې هم د لومړي کیسونو پخلی شوی دی.

د فلوریډا ریاست چارواکو ویلي دوي په بروورډ کاونټۍ کې د دوه نورو کسانو پېژندګلو کړې چې په ممکنه توګه ورته کرونا وایرس لګېدلی.

اخوا امریکاي چارواکي وايي د کیلي فورنیا د سمندر په غاړه ولاړه د سیلګرو سمندري جهاز کې ۲۱ کسانو ته کورونا وایرس لګیدلی. ددې سره امریکا کې د کورونا وایرس نه د متاثره شوو کسانو شمېره د ۳۳۰ ته اووختې. د جمعې په ورځ د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د کورونا وایرس خورېدومخنیوي لپاره د کانګریس لخوا منظور کړو د ۸.۳ ارب ډالرو بېړني امداد بل لاس لیک کړی.

دکورونا وایرس نه تراوسه پورې په ټوله نړۍ کې د ۳۵۰۰ نه زیات خلک مړه شوي او د یو لاک ۱۴ سوه نه زیات خلک یې متاثره کړي.

د صحت نړیوالې ادارې یا ډبلیو اېچ او تر مخه د چین نه بهر په نړۍ کې د کرونا وایرس د خوریدو اوسط ۱۷ ځله سېوا دی. د چین په هوبې صوبه کې بیا چارواکو ویلي په تیرو ۲۴و ساعتو کې د ووهان ښار نه علاوه په نوره صوبه کې د کرونا یوه پېښه هم نه ده ریکارډ شوې. د د سمبر په میاشت کې د کرونا وایرس د خوریدو وروسته دا لومړی ځل دی چې په هوبی صوبه کې څه پېښه نه ده ریکارډ شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG