لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس: چین کې ۲۵۹ تنه مړه او ۱۲زره په وایرس اخته شوي


د چین د صحت قامي کمېشن ویاند د خالي يا شنبې په ورځ ویلي د کرونا وایرس د لاسه په چین کې د مړو شوو تنانو شمیره ۲۵۸ ته رسیدلی او د دغه واېرس نه متاثره شوو کسانو شمیر ۱۱۷۹۱ ته رسیدلی.

د چین د صحت د قامی کمېشن ویاند مي فېنګ تر مخه په کرونا واېرس اخته کسانو کې د ۱۷۵۹ مریضانو حالت مرګونی یا نازک دی او ۲۰۳ کسان د علاج وروسته د هسپتال نه خوشي کړل شوي.

د نوموړي په وینا د کرونا وایرس نه متاثره شکمن کسانو شمیره ۱۷۹۸۸ او داسې یو لک شپږ دیرش زره نهه سوه اوه اتیا کسان هم معلوم شوي چې د یو بل سره نژدې پاتې شوي دي.

د صحت نړیوالې ادارې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د کرونا وایرس خورېدل د ټولې نړۍ د صحت لپاره ایمرجنسي یا بېړنی حالت ګرځولی او ویلي چې د کرونا وایر مخنیوي لپاره د نړۍ یو منظم ځواب ضرورت دی.

په چین کې د کرونا وایرس خوریدونکې شمیره په کال ۲۰۰۲ کې د سارس د وبا نه سېوا ده. تیر کال د دسمبر په میاشت کې د چین لا خوا د صحت نړیوالی ادارې ته د دې نوی وائرس په اړه د اطلاع ورکولو ورستو لږ تر لږه په درویشتو ملکونو کې د دې وائرس پخلی شوې دې.

د کرونا وایرس نښې څه دي؟

د بي بي سي خبري ادارې د یو رپورټ ترمخه کرونا انفیکشن معلومول او مخه نیول یو ګران کار دی ځکه چې خواشاه په پنځه کې یو تن د کرونا وایرس د سختو علامتونو سره مخ کیږي چې له وجې یې د انفیکشن د علامتونو ښکاره کېدو بغیر خلک دغه وایرس خورولی شي.

د امریکې د ناروغو د مخنیوي مرکز یو ډاکټره، نینسي میسونیر وايي د عام زکام یا یخنۍ او کرونا وایرس علامتونه یو شان دي خو د کرونا وایرس لګیدو خطره هغه خلکو ته زیاته ده چې د چین هوبی صوبې ته یې پخپله سفر کړی وي او یا د هغه خلکو سره نزدې پاتې شوي وي چې د چین هوبې صوبې ته تلي وي.

کرونا وایرس تراوسه کومو ملکونو ته خور شوی؟

برطانیې د جمعې په ورځ د کرونا وایرس نه اغیزمند دوه کسانو پخلی کړی. د برطانیې د صحت مشر ډاکټر کریس ویټي ویلي دواړه اغېزمند کسان د یو کورنۍ سره تعلق لري او دا چې د ملک قامي صحت اداره د دغه تنانو خصوصي علاج کوي.

هندوستان او فلپین هم په خپلو ملکونو کې د کرونا وایرس پخلی کړی. ددې وړاندې آسټریلیا، کینیډا، فن لینډ، جرمني، هانګ کانګ، جاپان، نیپال، سنګاپور، سویلي کوریا، تهايي لینډ، متحده عرب امارات او ویتنام د کرونا وایرس تصدیق کړی وو.

د کرونا وایرس ترټولو اول د چین په ووهان کې راغلی وو چرته چې ددې وایرس نه ترټولو زیات خلک اغېزمند شوي. د کرونا وایرس له وجې ووهان ښار ډېر زیات اغېزمند شوی. چیناي چارواکو د کرونا وایرس نه اغېزمند ښارونو کې خلکو ته ویلي چې په خپلو کورونو کې دننه پاتې شي.

دغلته د عامو خلکو د تګ راتګ ګاډې ودرولی شوي. د چین د صحت قامي کمېشن ویاند مي فینګ د جمعې په ورځ ویلي حکومت یې د دغه وبا کنټرول کولو ته ډېر زیات اهمیت ورکړی او ددې کنټرول کولو لپاره یې سخت ګامونه پورته کړي.نوموړي ویلي د سیمه ییز او نړیوال صحت او د خلکو تحفظ لپاره به د نورو ملکونو سره همکاري کوي.

رپورټونه وايي کرونا وایرس که یوې خوا ته د چین ګڼ شمېر خلک مړه کړل او زرګونه یې اغېزمن کړل خو وایي د دې هېواد په اقتصاد یې هم بدې اغېزې کړي ځکه چې وایي له نړۍ سره یې د تاجرانو تجارتي اړیکي پرې شوي او کرنسي یوآن یې هم را غورځېدلی دی.

که څه هم چینایي چارواکي او رسنۍ وخت په وخت له کرونا وایرسه د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر خپروي، خو ځینې روغتیایي څېړونکي اندېښنه څرګندوي او وایي چې د دې وایرس له کبله د مړیو او اغېزمنو کسانو شمېر تر سرکاري شمېر څو چنده زیات دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG