لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کرونا وایرس خورېدل: د بلوچستان حکومت له نېوکو سره مخ دی


په بلوچستان کې ډاکټران، تاجران او د مدني ټولني فعالان وایي حکومت د خبرداریو او احتجاجونو سربېره هم د کرونا وایرس د مخنیوي لپاره د خلکو د پوهاوي او نور اړونده ګامونه نه دي پورته کړي او ویره یې څرګنده کړې چې ښایې یو غټ ناورین رامنځ ته شي.

د ځوان ډاکټرانو د اتحادیې ویاند ډاکټر رحیم بابر، وي او اې ډیوه ته ویلي د کوټي ښار په دوو غټو حکومتي روغتونونو کې ډاکټرانو او روغتیایي مامورینو ته ماسکونه، دستکلې، د پاکوالي سېنېټایزري او د ځان ساتني سامانونه نه دي ورکړي.

د ډاکټر بابر په وینا یوازي درې سوه ماسکونه ورکول شو او په دغه روغتونونو کې 1500 ډاکټران کار کوي. دده په وینا د کرونا وایرس د مالومولو لپاره تهرمل ګن نومې آلې هم نشته او حکومت د عملي ګامونو پورته کولو پر ځای د بیانونو له لارې ډرامې کوي.

په بلوچستان کې د ناروغیو د مخنیوي د ادارې مشر جان عنایت د ډاکټرانو ادعاوي سمي و بللې او وایې د کرونا وایرس له خورېدو سره سم په ټوله نړۍ کې د ماسکونو، د لاس پاکولو سېنېټایزرو او د ژغورنې د نورو سامانونو کمی رامنځ ته شوی دی، خو حکومت بیا هم له نورو هېوادونو څخه دغه سامانونه راغوښتي دي او ژر به روغتونونو ته ورسول شي.

ډاکټر عنایت وویل حکومت له ایران او افغانستان سره د پولو له تړلو سره سم په کوټه او تفتان کې قرنطینې جوړي کړي دي چېري چې مشکوک مریضان تر څوارلس ورځو پورې له ساتنې ورسته د هغوی سیمو ته لېږل کیږي.

د روغتیا په چارو کې د پاکستان د وزیراعظم سلاکار ډاکټر ظفر مرزا وايی هلته په 94 کسانو کې د کرونا وایرس شتون تایید شوی، خو د سیند صوبې د روغتسا اداره وایي یوازي په دغه صوبه کې د کرونا د تایید شوو پېښو شمېر 103 ته رسېدلی او زیاتره هغه خلک دي چې له ایرانه بیرته ورغلي دي.

په بلوچستان کې د تایید شوو پېښو شمېر 8 ښودل شوی دی او د روغتیا چارواکې ادعا کوي که دغه وایرس نور خورېږي نو حکومت ورته اماده دی البته د امادګی د څرنګوالی په اړه څه نه وايي.

په بلوچستان کې د تاجرانو د سازمان مشر عبدالرحیم کاکړ ډیوه ته وویل په عادي خلکو کې وېره خوره ده او هر څوک هڅه کوي چې زیات خوراکي شیان زخیره کړي خو وایې حکومت باید د منفي تبلیغاتو پر ځای خلکو ته ډاډ ورکړي او د خوراکي موادو د کمښت لېري کولو لپاره اقدام وکړي.

د یوې غیر دولتي ادارې مشر او مدني فعال ودود جمال بړېڅي وویل خلک په ویره کې دي خو په دې نه پوهېږي چې ځان څنګه له کرونا وایرس څخه وساتي. هغه وویل په داسې حال چې حکومت پخپله څه نکوي نو غېر دولتي ادارو په رضاکارانه ډول د خلکو د پوهاوي کار پر غاړه اخستی چې د صوبې وګړي له کرونا وایرس څخه و ژغوري.

حکومت وایې له پاکستان څخه تر پنځه زره زیات کسان د زیارتونو لپاره ګاونډي ایران ته تللې وو چې بیرته راروان دي او د کرونا زیاتره پېښي هم په هغه خلکو کې تایید شوي چې له خارجي هیوادونو څخه ورغلي دي.

په ایران کې تر 850 زیات کسان له کرونا وایرس څخه مړه شوي چې پکې 12 سیاستوال هم شامل دي او تر 14000 زیات کسانو کې د کرونا وایرس تایید شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG