لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وایرس او په افغانستان کې د روسې مداخلت په سر د ماسکو اولمپکس بایکاټ

په ۱۹۷۹ کې په افغانستان د روس پوځي یرغل ورسته د هغه وخت د امریکې صدر جمي کارټر د ماسکو اولمپکس د بایکاټ اعلان وکړو او ای پي وايي دا ډول د ماسکو اولمپکس لوبي د دوو حریفو قوتونو ترمنځ وویشل شوې
په ۱۹۷۹ کې په افغانستان د روس پوځي یرغل ورسته د هغه وخت د امریکې صدر جمي کارټر د ماسکو اولمپکس د بایکاټ اعلان وکړو او ای پي وايي دا ډول د ماسکو اولمپکس لوبي د دوو حریفو قوتونو ترمنځ وویشل شوې

د کرونا وایرس خپرېدو له امله سږ کال په جاپان کې کېدونکي اولمپکس مقابلې د یو کال دپاره ځنډول شوي دي. اېسوسي اېتډ پرېس خبري ادارې په دې موقع د اولمپکس مقابلو تاریخ ته کتنه کړې ده او د سوړ جنګ په زمان کې په افغانستان کې د هغه وخت د شوري اتحاد د مداخلت په سر په ماسکو کې اولمپکس مقابلو د بایکاټ ‌ذکر یې کړی دی.

د ۱۹۸۰ د ماسکو اولمپکس مقابلو د بایکاټ مشري امریکې کوله.

په ۱۹۷۹ کې په افغانستان د روس پوځي یرغل ورسته د هغه وخت د امریکې صدر جمي کارټر د ماسکو اولمپکس د بایکاټ اعلان وکړو او ای پي وايي دا ډول د ماسکو اولمپکس لوبي د دوو حریفو قوتونو ترمنځ وویشل شوې.

د ۱۹۸۰ د ماسکو اولمپکس مقابلو د بایکاټ مشري امریکې کوله. په ۱۹۷۹ کې په افغانستان د روس پوځي یرغل ورسته هغه وخت د امریکې صدر جمي کارټر د ماسکو اولمپکس د بایکاټ اعلان وکړو او ای پي وايي دا ډول د ماسکو اولمپکس په لوبي د دوو حریفو قوتونو ترمنځ وویشل شوې

جمي کارټر د باکسنګ مشهور لوبغاړي محمد علي ته ذمه واري وسپارله چې افریقايي ملکونه په بايکاټ قانع کړي. محمد علي د پنځو افریقايي ملکونو سفر وکړو خو ای پي وايي دریو ملکونو بیا هم په ماسکو اولمپکس کې شرکت وکړو.

د امریکې تر څنګ چین، کېنېډا، د هغه وخت مغربي جرمني او د لاطېني امریکې زیاترو ملکونو د ماسکو په اولمپکس کې شرکت ونکړو. ځینو یورپي ملکونو د خپلو قامي بېرغونو پرځای د اولمپکس بېرغ دلاندې د ماسکو په لوبو کې برخه واخیستله او دا ډول یې د بایکاټ شرايطو سره د ځان برابرولو کوښښ وکړو.

د ماسکو د اولمپکس نه څلور کاله پس په ۱۹۸۴ کې روس د امریکې په لاس اېنجلس ښار کې په اولمپکس مقابله کې د شرکت نه ډډه وکړه.

ای پي وايي روسي مطبوعاتو هغه افغان لوبغاړي د اتلانو په څېر پېش کول چې د کابل روس پلوه حکومت ماسکو اولمپکس مقابلو کې شرکت دپاره لیږلي وو او وېل بې دغه لوبغاړي د مرګ دړکو باوجود ماسکو ته راغلي دي.

ای پي وايي ځېنې افغان لوبغاړو ماسکو ته تګ نه غوښتلو او پاکستان ته تللي وو.

ټاکل شوي وه چې د ۲۰۲۰ اولمپکس مقابلې به د جولايي په نهمه نېټه د جاپان په ټوکیو ښار کې شروع کېدې خو به دنیا د کرونا وایرس د خپرېدو له امله د اولمپکس پرانېسته یو کال وځندول شوه.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG