لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد پولیس ویلي په لکي مروت کې يې څلور ترهګر وژلي


د پولیسو په وېنا په باجوړ کې د راکټ په بريد کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې او په مومندو کې په تحصيل صافو کې د پوليس او اېف سي په ګډه پوسته بريد شوی چارواکي وايي بريد يې په شا تمبولی دی
د پولیسو په وېنا په باجوړ کې د راکټ په بريد کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې او په مومندو کې په تحصيل صافو کې د پوليس او اېف سي په ګډه پوسته بريد شوی چارواکي وايي بريد يې په شا تمبولی دی

د خېبرپښتونخوا په لکي مروت سیمه کې سي ټي ډي پولیس دعوه کړې چې د امنیتي ځواکونو سره په شريکو عملیاتو کې يې څلور ترهګر وژلي دي، بل لور ته په باجوړ کې په یوه ودانۍ راکټ راغورځېدلی، او په مومندو کې په يوه چيک پوسته بريد شوی دی.

د پولیسو په وېنا په باجوړ کې د راکټ په بريد کې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې او په مومندو کې په تحصيل صافو کې د پوليس او اېف سي په ګډه پوسته بريد شوی چارواکي وايي بريد يې په شا تمبولی دی.

تحریک طالبان پاکستان په چيک پوسته د بريد زمه واري منلې وه.

بل لور ته د لکي مروت پولیسو دعوه کړې چې د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد سي ټي ډي پولیسو او امنیتي ځواکونو په شریکه د ترهګرو پرضد عمليات کړي چې پکې څلور ترهګر وژل شوي دي.

په لکي مروت کې دغه عمليات په داسې حال کې شوي چې په درېم ستمبر د لکي مروت په شهباز خېل سیمه کې د پولیسو په ګشتي پارټۍ برید شوی وو او بیا په اووم ستمبر ګنډي چوک سیمه کې د پولیسو چوکۍ ته لاسي بم غورځول شوی وو چې د پولیسو په وینا په دغو پېښو کې د پولیس یو افسر [اې ایس ایي] وژل شوی او شپږ نور ژوبل شوي وو.

د دغو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان په غاړه اخستې وې.

د لکي مروت پولیسو ويلي تيره شپه پوليسو ته د نورنګ تاڼې په حدودو کې په تختي خېل سیمه کې د ترهګرو د شتون اطلاع شوې وه چې د ترهګرۍ پلان جوړوي.

په بيان کې ویل شوي کله چې بيا د علاقې پوليس، د سي ټي ډي اهلکارو او نورو امنیتي ځواکونه دغلته ورسېدل او تر وسلوالو یې ګېره چاپیره کړه نو وسلوالو پرې ډزې پېل کړې.

په بیان کې ویل شوي د ډزو په تبادله کې څلور مهم ترهګر وژل شوي او د دوی د قبضې نه يې خودکارې وسلې ترلاسه کړي دي.

د پولیسو په بیان کې د وژل شويو کسانو پیژندګلو نه ده ښکاره کړی شوې او نه د ډزو په تبادله کې امنیتي ځواکونو ته د نقصان په اړه څه ویل شوي دي.

لکي مروت د خېبر پښتونخوا هغه جنوبي ضلع ده چې پولې یې د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان، بنو او ټانک ضلعې ترڅنګ د پنجاب میانوالي ضلعې سره لګیدلې دي.

په تیرو وختونو کې په لکي مروت کې د ناامنۍ یو شمېر پېښې شوې چې پکې په کال 2010 م په شاحسن خېل سیمه کې د ولي بال د لوبې پرمهال میدان کې ځانمرګی برید شامل دی.

په دغه برید کې تر یو سل نه زيات د ولي بال لوبغاړي او ننداره کونکي وژل شوي او په سلګونو نور ژوبل شوي وو.

د خېبرپښتونخوا په بېلابيلو برخو کې او افغانستان سره په پوله پرتو سيمو کې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

د مې په مياشت کې تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] ډز بندي کړې چې بيا يې د پاکستان د حکومت سره د مذاکراتو په مهال د نامعلومه وخته پورې غځولې خو د دوېم ستمبر نه ټي ټي پي بیا په پوليسو او پوځ د څو بريدونو زمه وارۍ منل پېل کړي دي.

نه خو ټي ټي پي او نه حکومت تراوسه منلې چې مذاکرات يا ډز بندي په رسمي ډول ختمه شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG