د خالي په ورځ په پينډۍ کې دپاکستان دپخوانۍ وزيراعظمې او دپيپلز ګوند دوژل شوې مشرې بې نظير بهټو دوژنې دمعاملې داوريدنې په مهال د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت يا (ATC) پلټنيزې ډلې ته امر کړى چې د پاکستان دپخواني پوځي صدر جنرال(ر) پرويز مشرف هيواد ته دبيرته راوستو لپاره دې انټرپول سره تماس ونيسي.
دغه اوريدنه دترهه ګرۍ دمخنيوي په عدالت کې قاضي رانا نثار احمد وکړه.
دکارروايۍ په مهال پلټنيزې ډلې عدالت ته وويل چې دپخواني صدر پرويز مشرف هيواد ته دبيرته راوستو لپاره خواست دکورنيو چارو په وزارت کې جمع کړل شوى دى، خو په دغه حقله دکوم پرمختګ نۀ کيدو په حقله عدالت خبر کړل شو.
له دې وروستو دمقدمې اوريدنه تر 2م اپريل پورې وځنډول شوه.
پرويز مشرف دواکمنۍ په موده 2007م کال ددسمبر په مياشت کې چې کله بې نظير بهټو يوې سياسي جلسې ته دوينا کولو وروستو راستنيده نو په دغه مهال په پينډۍ کې په ډزو او بمي چاؤدنه کې وژل شوې وه.
مشرف دا مهال په لندن کې دى او دهغه وياند بيا بيا وئيلي دي چې پرويز مشرف به په پاکستان کې دکومې مقدمې اوريدنې لپاره پاکستان ته نۀ ځي.
عدالت : حکومت دې مشرف بېرته پاکستان راوستو لپاره انټرپول سره تماس ونېسي
1