لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کوز دیر نسیم شاه د پاکستان ټېسټ کرکټ نوی ستوری


د اسټریلیا برزبن ښار ګابا کرکټ لوبغالي یا سټیډیم کې د اسټریلیا او پاکستان ترمنځه د لومړۍ ټېسټ په دویمه ورځ نن د کرکټ د پوهانو ټول پام د کوز دیر معیارو په شپاړس کلن نسیم شاه دی.

نن که هغه د اسټریلیا په ګابا لوبغالي یا سټیډیم کې ستوری ښکاري خو دغه ځاې ته د رسیدو وړاندې د جندول معیارو حاجي اباد کلي نسیم شاه لکه د نورو پښتنو ماشومانو د کرکټ سره د مینې په سر نه یواځې د خپل پلار حاجي مظفر شاه سپورې ستغې اوریدلي بلکه د کرکټ دغه شوق د لاسه يې د خپل پلاره وهل ټکول هم خوړلي.

حاجي مظفر شاه د نسیم شاه د کرکټ سره د ماشوموالي راسې د مینې په اړه وي او ای ډیوه ته وايي: ٫٫ د ماشوموالي نه يې د کرکټ سره شوق وو. اکثره به يې په کور کې وېل چې یو ځل به قامي ټیم ته رسم او لویه نامه به ګټم. وايي مونږ ټولو به ورپورې خندل چې تا ته او لوې کرکټر ته.٬٬

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:57 0:00

تیره ورځ د پاکستان پخواني تیز بالر وسیم اکرم په اسټریلیا کې د فاکس سپورټس ټي وي سره په یوه مرکه کې د نسیم شاه په اړه ویلي چې په دومره وړوکي عمر کې نړیوال کرکټ ته راتګ او بیا د اسټریلیا شان لوبډلې پرضد لوبیدل لویه خبره ده. وسیم اکرم تمه څرګند کړې چې د دې نوي ځوانانو د لوبیدو سره د پاکستان کرکټ لوبډله دا استعداد لري چې د اسټریلیا لوبډلې سره سخته مقابله وکړي.

په ۱۶کلنۍ کې خپله لومړۍ لوبه کونکی نسیم شاه دا مهال د کرکټ تر ټولو کم عمره لوبغاړی دی چې نن به د اسټریلیا تکړه بېټسمینانو ته بالینګ کوي.

نسیم شاه څو ورځې وړاندې د اسټریلیا پرضد په تمریناتي یا پرېکټس لوبه کې ۸ اورونه کړي وو. او د دغې وروسته يې په قامي لوبډله کې د اسټریلیا پرضد لوبې لپاره د انتخاب فیصله شوې ده.

Pakistan VS Australia, First test match
Pakistan VS Australia, First test match

د پاکستان لوبډلې کېپتان اظهرعلي ویلي چې د نسیم شاه د غوره کارکردګۍ له سببه يې هغه په لومړۍ لوبه کې اخستی دی. اظهر علي د نورو بالرانو تر څنګ په نسیم شاه پوره ډاډ ښودلی او تمه يې څرګند کړې چې هغه به په اسټریلیا کې ښه لوبه وکړي.

د کرکټ په اړه خبرونو ورکونکې ویب پاڼې کرک انفو تر مخه په نن سباني وخت کې نسیم شاه تر ټولو کم عمره تیز بالر دی.

https://www.espncricinfo.com/series/19240/report/1206142/day/3/australia-a-vs-pakistanis-tour-match-pakistan-in-australia-2019-20

د دې تر څنګ کرک انفو د نسیم شاه په اړه یوه لنډه ویډیو هم خپره کړې چې پکې هغه د خپل ژوند کیسه کوي.

http://www.espncricinfo.com/video/clip?id=28078452

په کوز دیر کې د دوو ځايي کرکټ کلبونو مشر روز امین خان چې نه یواځې د نسیم شاه په ننۍ لوبه کې د کوز دیر میدان مانیال کلي عمران خان کوچ یا استاد هم پاتې دی، وي او ای ډیوه ته په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي تر ۱۴ کلنۍ پورې نسیم شاه په کلي کې په ټېپ بال لوبه کوله.

روزامین وايي: ٫٫ نسیم شاه په بالنګ کې ډیر میړنی وو. هغه د کلي نه لاهور ته تګ او بیا هلته د کوچنګ یا زدکړې وروسته په لږ وخت کې ځان په کرکټ بورډ او خلکو ور وپیژند او نن په قامی لوبډله کې شامل شوی.٬٬

please wait

No media source currently available

0:00 0:00:39 0:00

د اسټریلیا پرضد ننۍ لوبه کې د نسیم شاه تر څنګ د میدان مانیال عمران خان، د خېبر ضلعي لنډي کوتل شاهین شاه افریدي او د صوابۍ یاسر شاه هغه پښتانه بالران دي چې د اسټریلیا غوره بیټسمینانو ته به مخامخ کیږي.

د دې بالرانو تر څنګ د پاکستان کرکټ لوبډلې وکټ کيپر محمد رضوان او مډل ارډر بېټسمین او سپین بالر افتخار احمد هم پښتانه دي. په دغه حساب د پاکستان په ۱۱ کسیزه لوبډله کې ۶ پښانه لوبغاړي دي. خو اوس به کتلی شي چې د پخوانو پښتنو لوبغاړو لکه یونس خان، عمرګل او شاهد اپریدي په رنګ دا اوسني لوبغاړي هم د کرکټ په نړۍ ځان له نامه پیدا کولی شي او که نه؟

XS
SM
MD
LG