امریکا ويلي د ایران صدر ابراهیم رییسي او همسفرو ته یې د هيليکاپټر د پېښې وروسته ايران واشنګټن ته د مرستې خواست کړی وو خو د لاجسټک مسلو له امله یې د تهران د مرستې خواست قبول نه کړی شو.
دغه خبره د امريکې د بهرنيو چارو د وزارت ویاند مېتهيو میلر د دوشنبې- ګل په ورځ په خبري غونډه کې يوې پوښتنې ته په ځواب کې کړې ده.
هغه ویلي، امريکې د ايران په حکومت په ډاګه کړې چې په دغه سخت وخت کې به یې ورسره مرسته ضرور کوله خو په غټه کچه د لاجسټک مسلو له امله یې امریکا مرسته ونه کړی شوه.
نوموړي نه دي ویلي چې کوم ډول لاجسټک مسلې وې د کوم له امله یې چې د ايران د مرستې خواست نه دی منلی.
د ایران صدر ابراهيم رېيسي او بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان سره نورو چارواکو د اتوار/ يکشنبې په ورځ د هيلي کاپټر په پېښه کې مړه شوي وو، تهران تراوسه د پېښې کوم علت نه دی ښودلی.
د امریکا په ګډون د نړۍ څو هيوادونو د هيلي کاپټر پېښه کې د ايران د صدر په مړينه د خفګان څرګندونه کړې ده.
ابراهيم رېيسي او نور چارواکي د امریکا جوړ هيلي کاپټر (بېل 212) کې سواره وو او د اتوار په ورځ د ازربايجان سره پولې ته نزدې علاقه کې بيرته ستنېدل، هيلي کاپټر د پېښې ښکار شوی، د موسم د خرابۍ او غرييزې لرې پرتې علاقې له امله ویل شوي، په بله ورځ د هيلي کاپټر ملبه او مړي موندل شوي وو.
د ایران حکومت په رسمي توګه نه دي ویلي خو د بهرنيو چارو پخواني وزير یې جواد ظریف تور لګولی د هيلي کاپټر د پېښې زمه واره امریکا ده.
د ایران سرکاري ټي وي سره په خبرو کې هغه ویلي، د امریکا د بنديزونو له امله د تهران اېوي اېشن يا هوا بازۍ صنعت نوې الې يا پرزې نه شي ترلاسه کولی، د کوم له امله چې د اتوار په ورځ د هيلي کاپټر پېښه شوې ده.
د امریکې د دفاع وزیر لايډ اسټين د ايران لخوا د تورونو په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ويلي، د پېښې سره د امریکې هيڅ تعلق نشته، هغه ویلي، د پېښې په اړه کومه اندازه نه شي لګولی.
نوموړي دغه اندېښنې هم رد کړي، چې ګنې د هيلي کاپټر د پېښې به په منځني ختيځ د دې کومې اغېزې وي.
( د دې خبر ځينې معلومات د رویټرز څخه اخستل شوي)
Forum