لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سي ټي ډي: په بلوچستان کې څلور وسله وال وژل شوې


پولیسو دعوه کړ‎ې دغه کسان وسله وال وو او له وژلو پس یې د دوی له قبضې څخه وسله او بارود تر لاسه کړی شوي دي
پولیسو دعوه کړ‎ې دغه کسان وسله وال وو او له وژلو پس یې د دوی له قبضې څخه وسله او بارود تر لاسه کړی شوي دي

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د پولیس د ترهګرۍ ضد څانګې سي ټي ډي دعوه کړې چې څلور ترهګر یې وژل شوي دي او په کراچۍ کې سي ټي ډي د لشکر جهنګوي د څلورو غړو د نیولو دعوه کړې.

د بلوچستان سي ټي ډي مطبوعاتو سره په شريک کړي بيان کې ويلي،"سي ټي ډي نن د زیارت/ پنجشنبې په سهار د څلورو کسانو مړي د تربت ټیچنګ هسپتال ته رسولي دي، ياد شوي کسان د تربت پر پسني سړ‎ک بانک چړ‎ایي سیمه کې پر پولیس له برید ورستو په نښته کې وژل شوي دي".

پولیسو دعوه کړ‎ې دغه کسان وسله وال وو او له وژلو پس یې د دوی له قبضې څخه وسله او بارود تر لاسه کړی شوي دي.

بلوچستان کې سي ټي ډي وخت په وخت دغه رنګ دعوې کوي.

د پاکستان بلوچستان صوبه د اوږدې مودې نه د ناامنۍ سره مخامخ ده.

د روانې مياشتې په سر کې د بلوچستان په ساحلي ښار او د چین پاکستان د اقتصادي راهدارۍ سیپېک په مرکز ګوادر کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو وسلوال برید شوی لږ تر لږه 14 پوځیان پکې وژل شوي وو.

د پاکستان پوځ ویلي وو، "د نومبر په درېیمه د امنیتي ځواکونو دوه ګاډي په ګوادر ضلع کې له پسني څخه اورماړې ته روان وو، ترهګرو په نخښه کړل، په پېښه کې 14 پوځیان وژل شوي" وو.

بلوچستان صوبه کې په وروستیو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي. او خېبرپښتونخوا کې هم د ناامنۍ پېښې دوام لري.

په کراچۍ کې هم سي ټي ډي دعوه کړې د سايټ تاڼې په علاقه کې یې عمليات کړي، او د لاقانونه ګرځول شوې ډلې لشکر جهنګوي سره تعلق لرونکي څلور ملزمان یې نيولي دي.

سي ډي ټي مطبوعاتو ته په شریکه کړې خبر پاڼه کې ویلي، نيول شوو ملزمانو په اورنګي ټاون کې خفيه سیل جوړ کړی وو په هدفي وژنو کې ککړ وو او ويره یې خوره کړې وه.

سي ټي ډي دعوه کړې، په نیول شوو کې د لشکر جهنګوي ياد ترهګر محمد امين عرف منا، عرف منير، عرف چنګاري د وژنو په 27 مقدمو کې نزدې نهه کاله قېد هم تېر کړی دی.

دغه رنګ بل نيول شوي شانواز عرف سليم مکېنک هم د وژنو په څو مقدمو کې نزدې 18 میاشتې بند تېر کړی دی.

سي ټي ډي د نيول شوو ملزمانو څخه د وسلو ترلاسه کېدو ویلي دي.

په سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ کې هم سي ټي ډي وخت په وخت د وسله والو نيولو او مقابلو کې د وژلو دعوې کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG