لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ نړیوال جام: هندوستان وېسټ انډيز ته په ۱۲۵ منډو ماتې ورکړه


په لندن او وېلز کې د کرکټ ورلډ کپ په ۳۴مه لوبه کې نن هندوستان په یو اړخیزه لوبه کې وېسټ انډیز ته په ۱۲۵ رنزونو ماتې ورکړه.

هندوستان په خپل لومړي بېټنګ کې ۲۶۸ منډې جوړې کړې په ځواب کې د وېسټ انډېز ټوله لوبډله په ۳۵ اورونو کې په ۱۴۳ منډو جوړولو وسوځیده.

د لوبې ټاس یا پچه هندوستان وګټله او لومړی يې د بېټنګ فیصله وکړه. د هندوستان لوبډله په روان ورلډ کپ کې په غوره لوبډلو کې یوه ګڼل کیږي او بېټنګ او بالنګ دواړه یې تر اوسه شوو لوبو کې ښه ځلیدلي.

د هندوستان اوپنرانو روهت شرما او کی اېل راهول لوبه پېل کړه خو روهت شرما په ۱۸ منډو جوړولو وسوځید. د روهت شرما وروسته کېپتان ویرات کوهلي د کی اېل راهول سره په ګډه د هندوستان سکور ۹۸ ته ورسوو نو کی اېل راهول په ۴۸ رنز جوړولو اوټ شو.

د راهول وروسته وي جی شنکر او کی اېم یادیو ډیر زر د کیمرون روچ لخوا اوټ شول. د دغو دواړه د اوټ کیدو وروسته اېم اېس دهوني او ویرات کوهلي ښه پارټنرشپ وکړو.

د پرله پسې لوبغاړو سوځیدو له وجې د هندوستان لوبغاړو لوبه هم په مزه کړه. په یو وخت کې اټکل کیدو چې هندوستان به د وېسټ انډیز پرضد دغه لوبه کې د ۳۰۰ نه سېوا هدف کیږدي خو د مخالفه لوبډلې لخوا د ښه بالنګ له وجې هندي بېټسمینان زیاتو منډو ته جوړ نه شو.

د هندوستان لخوا ویرات کوهلي تر ټولو زیات ۷۲ رنز جوړ کړل. اېم اېس دهوني په ۵۶ منډو ناټ اوټ پاتې شو. د هندوستان آل راونډر هارتک پانډیا یو وارې بیا د لوبې په اخیره کې ۴۶ قیمتي منډې جوړې کړې او هندوستان هدف ۲۶۸ ته ورسوو.

د وېسټ انډیز بالرانو ګډ وډ بالنګ وکړو، ځینو يې ډیرې لږې منډې ورکړې خو ځینو بیا ډیرې منډې ورکړې. د وېسټ انډیز لخوا کېمرون روچ تر ټولو کامیاب بالنګ وکړو او په ۱۰ اورونو کې يې په ۳۶ منډو ورکولو ۳ هندي لوبغاړي اوټ کړل. کوټریل او جېسن هولډر ۲،۲ وکټې ترلاسه کړې.

د ۲۶۹ منډو په هدف کې د وېسټ انډیز لوبډلې پېل هغه شان نه وو د کوم چې تمه کیدله. کرېس ګېل سره د نوي لوبغاړي اېمبرس اوپننګ هغه شان وه نه چلید.

کرېس ګېل یو وارې بیا ډیر زر اوټ شو چې ورسره په وېسټ انډیز لوبډلې فشار هم سېوا شو. کرېس ګېل ۶ منډې جوړې کړې او محمد شامي اوټ کړو.

د وېسټ انډیز لخوا اېمبرس دا چا چې دا لومړۍ لوبه وه تر ټولو زیاتې ۳۱ منډې جوړې کړې. په نورو لوبغاړو کې پورن ۲۸، هېټماېر ۱۸ او کېمرون روچ ۱۴ منډې جوړې کړې.

د هندوستان بالرانو یو وارې بیا ډیر غوره بالنګ وکړو او د وېسټ انډیز بېټسمېنان يې لوې پارټنرشپ یا ملګرتیا ته پرې نه ښودل.

د هندوستان محمد شامي نن ۴ وکټې واخستې. محمد شامی په ۶.۲ اورونو کې ۱۶ منډېاو جسپرت بهومرا په ۶ اورونو کې ۹ منډې ورکړې. د هندوستان جسپرت بهومرا او چاهال ۲،۲ وکټې او پانډیا او کلدیپ یادیو ۱،۱ وکټ واخستو.

په روان نړیوال جام کې د هندوستان دا شپږمه لوبه وه. هندوستان ۵ لوبې ګټلي او یوه لوبه د باران د لاسه بې نتیجې پاتې شوې. د نن لوبې ګټلو وروسته هندوستان په پواېنټس ټېبل دوهم ځاې ونیو. هندوستان دا مهال ۱۱ پواېنټونه لري او درې نورې لوبې يې پاتې دي.

د دې لوبې بایللو سره د وېسټ انډیز لوبډله د ورلډکپ د سیالیو بهر شوه. وېسټ انډیز ۷ لوبې وکړې ۵ يې وباېللې او یواځې یوه لوبه يې ګټلې او یوه لوبه د باران د لاسه داسې پاتې شوې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG