لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ډېووس غونډه او په نړۍ کې د اقتصادي عدم مساوات په ضد مظاهرې


د سوېټزرلېنډ په برن ښار کې د ورلډ اکنامک فورم خلاف د یوې مظاهرې منظر
د سوېټزرلېنډ په برن ښار کې د ورلډ اکنامک فورم خلاف د یوې مظاهرې منظر

په داسې حال کې چې د سوېټزرلېنډ په ډیووس ښار کې د نړۍ سیاسي رهبران او شتمن کاروباري مشران راغونډ شوي، د نړۍ په بیلا بېلو ښارونو کې زرگونو خلکو مظاهرې کړي او غوښتلي یې دي چې په دنیا کې د اقتصادي عدم مساوات یا د شتمنو او په اقتصادي توگه د کمزورو خلکو ترمنځ د زیاتېدونکي فرق د مخنیوي دپاره دې گامونه پورته کړی شي.

د هرکال په شروع کې په ډېووس کې د "ورلډ اکنامک فورم" نومې غونډه کیږي چې پکې نړیوال مشران، د کاروبارونو شتمن مالکان او چارواکي شرکت کوي او د اقتصاد ترڅنگ د نړۍ په اهمو عصري مسلو خبرې کوي. د ورلډ اکنامک فورم بنیاد په کال ١٩٧١ کې اېښودل شوی و او اوس هرکال د نړۍ مخور خلک په دې غونډه کې گډون کوي.

د افغانستان صدر اشرف غني او د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د ډېووس په غونډه کې شرکت کړی او په ترڅ کې دواړو مشرانو د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ سره هم لیدلي دي.

د ډېووس د غونډې شروع کېدو په لړ کې په افریقا کې د نایروبي نه واخلې تر د نوي دلي، منېلا او لندن پورې د دنیا په بېلا بېلو ښارونو کې مظاهرې وشوې چې پکې د اقتصادي نابرابرۍ د خاتمې دپاره غږونه پورته کړی شول.

په نړۍ کې د اقتصادي عدم مساوات یو مثال د خېر ښېگړې نړیوالې ادارې اکسفېم په خپل رپورټ کې د پاکستان نه ورکړی دی.

د اکسفېم پاکستان څانګې د رپوټ په اړه ویلي، د پاکستان د نېشنل بېنک مشر چې کومې پیسې په یوه کال کې ګټي، د هېواد یو عام کارکوونکي ته د هغومره پیسو ګټلو لپاره 638 کلونه پکار دي.

په نړۍ کې د غربت د ختمولو لپاره کارکوونکې اکسفېم پخپل تازه رپوټ کې وویل په نړۍ کې د غیرمنصفانه نظام له کبله د جنس په بنیاد د کار او دولت په وېش کې فرق زیات شوی او په پاکستان کې هم ښځې په جنسي بنیاد له اقتصادي ګټو او په نوکریو کې له برابرې ونډې بې برخې دي.

اکسفېم وايي په ټوله دنیا کې ٢١٠٠ ارب پتیان دي چې د دنیا د څلور اشاریه شپږ ارب خلکو نه زیات دولت د دوی په لاس کې دی. اداره وايي د شمنو او غریبو خلکو ترمنځ فرق مخ په زیاتېدو دی او د دنیا د ابادۍ نیمايي برخه خلک په غربت کې ژوند کوي.

په کینیا کې د اقتصادي ناهموارۍ په ضد د احتجاج یوه منتظمه اېنتونیو موسانه وي او ای ته وویل دوی ځکه د ارب پتیانو نظام ختمول غواړي چې شتمن خلک په جمهوریت اثر انداز کیږي او دا ډول د عام ولس په ژوند هم اثر غورځوي.

د ورلډ اکنامک فورم باني کلاس شواب دا خبره ردوي چې گنې د فورم په غونډه کې شرکت کوونکي د غرونو د سیاحت په مرکز کې یوازې د بنډار دپاره راټولېږي. هغه وویل په دې غونډه کې د حکومتونو او کاروبارونو مشران یوځای کېږي، د یو بل خبرې اورې او د یو بل سره همکاري کوي.

سږ کال د ډیووس په غونډه کې د نړۍ په موسم کې بدلون او تودوخی اهمه موضوع ده او په دې لړ کې د موسمي بدلون خلاف فعالې گرېټ تنبرگ خبرو ته ډیر پام کېدلو.

که څه هم ډیووس دا تاثر د لېرې کولو کوښښ کوي چې د ورلډ اکنامک فورم غونډه یوازې د شتمنو د ساعت تېري موقع نه ده، څېړونکي وايي د دغه تاثر ختمولو دپاره به لا نور زیار پکار وي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG