د خېبرپښتونخوا د نوښار ضلعې اډيشنل ډپټي کمشنره وايي، په ضلع کې يې د سېلاب له امله 25000 کسان د کورونو نه ويستي په کېمپونو کې او ځای په ځای دېره کړي خو اوس دوی د دغو خلکو دپاره په سمدستي ډول خوراکي توکيو او دوايانو ترڅنګ نورو مرستو ته اړتیا لري.
د نوښار ضلعې اډيشنل ډپټي کمشنره قرت العېن وزیر چې په ټولنيزو يې ډېرې ويډيو خپرې شوي هغه پکې ليده شي چې په کورونو ګرځي، اعلانونه کوي خلک په زوره د کورونو نه را اوباسي چې د سېلاب نه يې محفوظ کړي.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې اغلې وزیر وويل، "دوی ضلعې انتظاميې د سېلاب نه وړاندې اقدامات کړي وو خو چې کله ورته معلومه شوه چې سېلاب ورته سېوا کيږي او د دوی د وس نه بهر کيږي نو دوی بيا خلک د کورونو راويستل پېل کړه".
هغې زياته کړه، "نوښار لس لکه ابادي لري او 25000 کسان د سېلاب نه اغېزمن شوي دي، هغې وويل تراوسه پورې ورته د انساني زيان، مرګ ژوبلو خبر نه دی ترلاسه شوی او د مالي تاوان اندازه به د هغې نه وروسته معلوميږي چې اوبه د ابادو نه ووځي".
وزیرې زياته کړه اوس ورته حالات خرابيږي دوی چې څومره محنت کړی وو دوی به کوشش کوي چې خواري يې بې ځايه لاړه نه شي خلکو ته اسانتياوې ورکړي.
هغې وويل، "زما سره په خوراک کې کمي ده د صحت اسانتیاوې کمې دي او نور د ډېرو څيزونو کمی لرو".
دا چې په نوښار کې په دريای کابل باندې دا وخت څومره سېلاب دی؟ اغلې وويل، "په دريای کابل باندې درې لکه 22000 نه زيات کېوسک څپه تېره شوې، پرون چې د سوات نه په دوی کومه څپه راغلې هغه تېره شوې د کومې سره چې په نوښار کې د درې لکه 25000 کيوسک نه اوبه سېوا شوې وې هغه څپه تېره شوې ده".
هغې زياته کړه، "دا وخت هغه اوبه په دريای کابل باندې روانې دي کومې چې په کلو او ابادو کې روانې دي هغه ووځي او په راتلونکو 36 ساعتونو/ ګهنټو کې به د سېلاب زور کم شي".
د قدرتي افتونو په وخت د انتظام د خېبرپښتونخوا ادارې [پي ډي اېم اې] ترمخه د 15 جون نه تراوسه پورې په صوبه کې د بارانونو او سېلابونو په بېلابيلو پېښو کې ټول 242 کسان مړه شوي او 304 ژوبل شوي دي.
د پي ډي اېم اې د رپورټ ترمخه په صوبه کې 43166 کورونه او 18 سکولونه ځينې په مکمله توګه تباه شوي او ځینو ته تاوان اوښتی دی.
بل لور ته د افتونو په وخت د انتظام قومي ادارې [اېن ډي اېم اې] ویلي، د 14 جون راهسې د بارانونو او سېلابونو په پېښو کې ټول 1061 کسان مړه شوي او 1575 کسان ژوبل شوي هم دي.
اېن ډي اېم اې ويلي د 14 جون راهسې بارانونو او سېلابونو په ملک کې 3457 کلوميټره سړکونه او 157 پلونه يې تباه کړي او نهه لکه، 92871 کورونه يې اغېزمن کړي دي چې پکې نزدې اووه لکه کورونه په مکمله توګه تباه شوي دي.
په داسې حال کې چې د خېبرپښتونخوا سوات، چارسده، نوښار، ډېره اسماعيل خان او ټانک سره نورې سيمې بارانونو او سېلابونو سختې ځپلي، نن وزیراعظم شهباز شريف نوښار او چارسدې ته تللی او ويل شوي د سوات سفر به هم کوي.