تېره اوونۍ په پاکستان کې نامعلومه حمله کوونکو دوه خبريالان وژلي، يو مشر خبريال يې وهلی ټکولی، يو خبريال چې په يو ټيوب يې سياسي بحث لرلو نيولی دی او د دې تر څنګ په حکومت نيوکې کېږي چې په سياسي مخالفينو او د نظر په اختلاف لرنکو یې سختي سېوا کړې ده.
په خبريالانو د حملو پيل د جولاي د وړومبۍ نېټې نه وشو کله چې په سند کې د سندهي ژبې د مجلې کارکونکی اشتياق سودهارو په ډزو ووژل شو. د وژل شوي خبريال ښځې د علاقې يو پوليس افسر په دې تورن کړی او ويلي يې دي د هغې خاوند د وژلو حکم ياد پوليس افسر ورکړی و. د وژنې وجه يې نه ده معلومه شوې.
يوه ورځ وروستو خبریال افتخار احمد چې په اردو ورځپاڼه ايکسپرېس کې يې کار کولو د نامعلومه خلکو لخوا په پښتونخوا کې هغه وخت په ډزو ووژل شو چې د کور نه دفتر ته په لاره و.
پوليس وايي پلټنې يې پيل کړي چې د قتل په شا څوک دي.
انټرنيشنل فيډريشن اف جرنلېسټس د وژنو غندنه کړې او د پاکستاني حکومت نه يې غوښتنه کړې چې د ملک د ايين مطابق خبريالانو ته تحفظ ورکړي او اظهار ازادي يقيني کړي.
په يو بيان کې اي ايف جی ويلي “د پاکستان حکومت دې داسې کوټلي ګامونه پورته کړي چې د خبريالانو ژوند او د کار ازادي د قانون سره سم خوندي وساتل شي او بې د څه ويرې خپل کار وکړی شي”.
د جمعې په ورځ مشر خبريال اياز امير په لاهور کې حمله کونکو چې مخونه يې پټ وو وهلی ټکولی. اياز امير په دنيا ټي وي د خپل پروګرام د ختمېدو وروستو کور ته روان و چې ګاډی يې په لار کې ودرول شو.
دوه اويا کلن خبريال د پېښې وروستو ميډيا ته وويل چې حمله کونکو د ده مخ په سوکونو ووهلو او د دفتر په خوا کې په مصروفه سړک يې د ګاډي نه بهر راکښلو.
اياز امير وويل حمله کونکو د ده جامې هم وشلولې او د ده او د ډرايور سېل فونونه يې هم د ځان سره ووړل. د پېښې ذمه واري چا نه ده قبوله کړې.
د حملې نه يوه ورځ وړاندې اياز امير يو سيمنار ته په خپله وينا کې د شهباز شريف په حکومت او طاقتور پوځ په سياست کې د لاس وهنې په سر نيوکې کړې وې.
سيمنار چې مقامي وکيلانو جوړ کړی و ته پخواني وزير اعظم عمران خان هم وينا کړې وه.
وزير اعظم شهباز شريف د پېښې غندنه کړې او د پنجاب چارواکو ته يې امر کړی چې د دې پلټنې وکړي او ذمه واران دې د قانون پنجو ته راوړي.
په يوه بله پېښه کې پوليس د ټي وي کوربه عمران رياض خان په اسلام اباد کې نيولی او د هغه وکيل وايي په ياد خبريال د غدارۍ مقدمه ده.
په يو ټيوب د عمرا رياض د درې ميلين نه زيات سبزکرايبرز دي او ياد خبريال په خپلو بحثونو کې په پوځ نيکې کولې چې ولې په سياست کې لاس وهنه کوي.
پخواني وزير اعظم عمران خان د پېښې غندنه کړې او بل خوا پوليس د ډېرو خبريالانو خلاف د مجرمانه سازشونو کولو په سر مقدمې درج کړي. د شهباز شريف حکومت د خبريالانو خلاف د کريک ډاون نه انکار کړی.
د پاکستان د اليکټرانک ميډيا ريګوليشن اتارټي لخوا هم پرنټ او اليکټرانک ميډيا ادارو ته خبرداری ورکړی چې د ملک د ادارو په خاصه توګه د عدالت او پوځ خلاف دې مواد نه چاپوي او نه خوروي.
پاکستان د خبريالانو د پاره پاکستان د نړۍ په خطرناکو هېوادونو کې شامل ګڼل کېږي.