د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت د زیارت پنجشنبې، په ورځ وویل د اسرایل او حماس په جنګ کې په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېره 31341 ته رسېدلې ده.
وزارت په یو بیان کې وویل په وژل شویو کسانو کې هغه 69 کسان هم شامل دي چې په تېرو 24 ګنټو کې وژل شوي دي. وزارت زیاته کړه چې په غزه کې د جنګ دلاسه 73134 زخمیان شوي هم دي.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس خلاف پوځي عملیات شروع کړي دي. د حماس په حمله کې په اسرایل کې 1200 کسان وژل شوي تر 250 پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو. قریباً 100 یرغمالان د اسرایل د قېد نه د یو شمېر فلسطینیانو د ازادۍ په بدل کې خوشي کړی شوي هم دي د یرغمالانو خو یو شمېر یرغمل کسان اوس هم د حماس په ولکه کې دي.
اسرایل د یرغمالانو د ازادۍ غوښتنه کوي او اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو ویلي حماس د ختمولو پورې به د اسرایل پوځي عملیات دوام لري.
په غزه کې د مرګ ژوبلې د تازه شمېرو په اړه د صحت وزارت د بیان نه یوه ورځ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنټني بلېنکن وویل، چې اسرایل باید په غزه کې د حماس پرضد جګړه کې د ملکي فلسطینیانو تحفظ ته ترجیڅ ورکړي.
بلېنکن له خپلو نړیوالو سیالانو سره له انلاین غونډې وروسته د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل، "مونږ د اسرایلو حکومت ته ګورو چې دا باوري کړي چې دا یو لومړیتوب دی، ملکیان وژغوري، خلکو ته د اړتیا وړ مرستې ورسوي."
دغه لوړ پوړي امریکايي سفارتکار د ویډیو کانفرانس له لیارې د قبرس، برتانیې، متحده عرب اماراتو، قطر او اروپايي اتحاد له وزیرانو او له ملګروملتونو سره غزې ته د سمندر له لیارې د مرستو لپاره په یو دهلیز باندې خبرې وکړې.
د امریکا پوځ مدیترانیې ته یوه کښتۍ استولې چې د غزې سره د سمندر په غاړو کې د مرستو د رسېدو لپاره یو موقتي بندر جوړ کړي خو وايي، چې دغه بندر به په دوو میاشتو کې بشپړ شي.
د فلسطین لپاره د ملګروملتونو ادارې د شورو یا چهارشنبی په ورځ وویل، چې د دوی لږ تر لږه یو تن هغه مهال ووژل شو او ۲۲ نور ژوبل شول کله چې اسرایلي ځواکونو د رفع په جنوبي برخو کې د خوړو د ویش په یو مرکز باندې برید وکړ.
بلېنکن وویل، دا پېښه د دې اړتیا څرګندوي چې له مرستندویه کارکونکو څخه باید په دوامداره توګه شخړې لېرې وساتل شي.
د ژغورنې د نړیوالې ادارې یا آی ار سي مرستیال مشر سیارن ډونلي خبریالانو ته وویل، د هوا له لیارې د خوراکي توکو غورځول، "خوندي نه دي، ګران دي، بې اغیزې دي او د هغو خلکو لپاره بې عزتي ده چې پر مځکه یې د ترلاسه کولو لپاره ټېل ماټېل ویني."
هغه وویل، "دا د نړۍ په بحرانونو کې د مرستندویه ادارو لپاره وروستۍ لاره ده او دا باید په غزه کې د ادارو لپاره لومړۍ لاره نه وي."
Forum