لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د دفاع وزير اېش کارټر ناڅاپه افغانستان ته رسیدلی دی


د امریکې د دفاع وزير اېش کارټر ناڅاپه افغانستان ته رسیدلی دی-

ايش کارټر په شرقي ایا لت ننگرهار کې د امريکاېي پوځيانو مرکز ته ورغلی دی او رپورټونو واېي هلته یې ویلي دي ترهگرو ته به ماتې ورکوي- تیره ورځ په مطبوعاتو کې راغلي وو په ننگرهار کې خطرناکه وسله وال گوند داعش د خلافت په نوم یو ریډیو پروگرام شورو کړی دی

ايش کارټر افغانستان ته په داسې وخت کې رسیدلی دی چې په دغه هېواد کې د تششدد پېښې سوا شوی دي- د امریکې د دفاع وزارت پینټاگان واېي د تیر کال په پرتله سهکال د لوړې کچې په حملو کې 27 فیصده اضافه شویده-

صدر براک اوبامه په خپله یوه ورستۍ وینا کې دا فیصله په ډاگه کړې وه چې 9800 سوه امريکایې عسکر به د کال 2016 تر اخره پورې په افغانستان کې وي-

تازه خبرونه واېي ايش کارټر په افغانستان کې د لوړ پوړو امريکاېي کمانډرانو سره ويني- د افغانستان نه ورستي خبرونه دا هم واېي چې په عراق او شام کې متحرکه خطرناکه وسله واله گوند داعش وس په افغانستان کې خطر جوړیږي-

په ورستیو کې ځيني مطبوعاتو کې د داعش لخوا په افغانستان کې د لویو حملو دړکوخبرونه چاپ شوې وې-

د افغانستان حکومتي او عسکري چارواکي واېي د داعش د خطر نه خبر دي او مخه به یې نيسي – تیره ورځ په مطبوعاتو کې راغلي وو داعش وسله گوند د افغانستان په شرقي سيمه ننگرهار کې دډیورنډ ليکي سره خواته خپل یو غیر قانونه ریډیو خپرونې هم شورو کړي دي- په دغه خپرونو کې داعش عام اولس ته د ځان سره د یو ځاېی کیدلو غږ کوي اوواېي په کابل به خپل بیرغ خېژوي-

ايش کارټر د افغانستان نه وړاندې د عراق په سفر ؤ- په عراق کې ښاغلي ايش کارټرعراقي مشرانو ته دتندروه ډلې داعش په ضد دې دهلو ځلو تُندو غږ کړی دی-

دشورو په ورځ دعراق دغيراعلانيه شوي سفر په وخت بغداد کې خبريالانو سره دخبرو په مهال دامريکا ددفاع وزير وويل عراقي قيادت سره ليدنو کې په هغوي دامريکا اؤ ايتلافيانو دا خواهش واضحه کړى چې عراق ته به دداعش په ضد فعاله کردار ادا کول وي.

دايش کارټر ددغه دورې مقصد دداعش په ضد دروان مهم دنور ښه کولو په غرض سيمه کې دامريکا دائتلافيانو سره خبرې اترې کول دي.

ايش کارټر بغداد کې دعراق وزيراعظم حيدرالعبادري اؤ خپل عراقي سيال خالد العبيدي سره ليدنې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG