په پاکستان کې دډينگي وائرس په نوم ناروغي په تندۍ سره په خوريدو ده او دپنجاب څخه وروستو خيبرپښتونخوا صوبه کې هم په دغه ناروغۍ گڼ کسان اخته شوي دي.
دا مهال په خيبرښتونخوا کې دډينگي وائرس په مرض اخته 52 شکمن ناروغان دعلاج لاندې دي چې په هغې کې دلسو ناروغانو په بابله پخلى شوى چې ورته دغه ناروغي لگيدلې ده.
دغه ناروغي د يو سخا ماشي دچک لگولو له امله لگي او تر ټولو زيات يې په پنجاب صوبه کې خلک متاثره کړي دي.
دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښورپه گډون اووۀ ضلعې ډينگي ماشو ځپلي دي.
دغلته د يوې ميرمنې په شمول درې کسان ددغه ناروغۍ له امله مړۀ شوي هم دي.
دروغتيا محکمې ته دځپل شوؤ اوؤ ضلعو دروغتونونو له لوري دورکړل شوې شميرې له مخې په ايبټ اباد کې شپږ ، خيبرتدريسي هسپتال کې اتۀ، حيات اباد ميډيکل کمپليکس کې يو، هري پور کې ديرش، مانسهره کې درې او بټگرام کې دوه کسان دټينگي تبې په څانگو کې داخل کړل شوي ، چې دهغوي دوينې نمونې دصحت قومي ادارې اسلام اباد ته استول شوي دي.
تر دې مهاله په پنجاب کې دډينگي وائرس له امله د شپږو او په خيبرپښتونخوا کې ديو تن دوژل کيدو پخلى شوى دى.
دسرکاري شميرې له مخې تر دې مهاله په لاهور کې 1772 کسان دډينگي په ناروغۍ اخته شوي او يواځې د شورو په ورځ دلاهور سرکاري او غيرسرکاري روغتونونو ته 132 داسې ناروغان رسول شوي چې ډينگي وائرس ورته لگيدلي دي.
دتير يو شواروز په مهال په فيصل اباد کې اتۀ، ملتان او بهاؤلپورکې يو ، يو تن په دغه ناروغۍ اخته شوى دى.
دډينگي وائرس ناروغانو ته دبيړنو تبي مرستو رسولو په غرض دټاکل شوي ريسکيو ډبل ون ، ډبل ټو مشر ډاکټر رضوان نصير خبريالانو ته وئيلي په لاهور کې چې اولس ته کومه حفاظتي عمله خدمات ورکوي هغوي هم په ډينگي ناروغۍ اخته شوي او دحفاظتي مامورينو څخه 76 کسان دا مهال په بيلا بيلو روغتونونو کې دعلاج لاندې دي.
دروغتيائي چارو پوهانو په بيړې سره دډينگي ناروغۍ دخوريدو له امله خلکو ته مشوره ورکړې ده چې که څوک سخته تبه ، دسردرد، دبدن درد، او په سترگه کې درد ولري نو هغه بايد په سمدستي ډول دخپلې وينې ټيسټ وکړي او که چرې دغه ناروغي پکې وموندل شي نو دډاکټر د تجويز څخه پرته دې داينټي بائيوټک دوايانو استعمال څخه ډډه وکړي.
ډاکټران وائي دغسې ناروغانو ته پکار دي چې دسيو او ليمبو جوسونه زيات وڅکي ځکه چې سيو او ليمبو په بدن کې دوينې مقدار زياتوي.
د پنجاب نه وروسته خيبرپښتونخواکې هم ډينگي ناروغي په تندۍ سره خوريږي
1