لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې د پوليو د مخنيوي ښځینه کارکوونکې وايي هوډ لري چې د ویکسين کار سرته ورسوي


د بلوچستان پيرا ميډيکل سټاف ايسوسي ايشن وايي، په صوبه کې د څلرويشت زره شاوخوا پوليو کارکوونکي د پوليو مخنيوي په پروګرام کې کار کوي. چې په کې څلوېشت سلنه نارينه او شپېته سلنه مېرمنې دي.
د بلوچستان پيرا ميډيکل سټاف ايسوسي ايشن وايي، په صوبه کې د څلرويشت زره شاوخوا پوليو کارکوونکي د پوليو مخنيوي په پروګرام کې کار کوي. چې په کې څلوېشت سلنه نارينه او شپېته سلنه مېرمنې دي.

په بلوچستان کې په پوليو مخنيوي پروګرام کې کارکوونکې مېرمنې وايي چې د امنيتي ننګونو، سخت موسمونو، د اسانتياوو د نشتوالي، د ټولنې د فشار او ډېری نورو ستونزو سربېره هم هوډ لري چې د ویکسين کار په ښه او منظمه توګه سرته ورسوي.

له تېرو پينځلس کلونو راهيسې د بلوچستان په پوليو مخنيوي پروګرام کې د ګرځنده ټيمونو څارنه يا مانيټرنګ کوونکې عايشه وايي، د بلوچستان په سرحدي سيمه ږوب کې د کډوال ماشومانو د ویکسين کولو لپاره خېمو او جوګيو ته ورځي، چې د ماشومانو د ويکسين ترڅنګ ميندو ته د وايرس او ويکسين په اړه مالومات هم ورکړي.

عايشه وي او اې ډيوه ته وايي، ډېری ستونزې دي، چې مېرمنې ورسره د پوليو ويکسين پر وخت مخامخ کېږي. خو د ستونزو سربېره يې هم دې کار ته اوږه ورکړې او په ورين تندي د پوليو ويکسين کار سرته رسوي.

عایشه وايي ٬٬ د پوليو ګرځنده ټيمونه تر روغتيايي مرکز پوري په رسولو کې ستونزه وي. کله د موبايل سګنل نه وي او په تماس نيولو کې ستونزه وي. کله باران وي، کله يخ وي او ياهم کله زياته ګرمي وي. په ګرمي کې د ويکسين د تودوخې کچه برابر ساتل ګران کار وي. ځيني خلک رفيوزل وي، ماشومان پټ کړي، له موږ سره جنجال کوي. ګرځنده ټيمونو ته د کډوالو له سپيو هم خطره وي.،،

د پوليو مخنيوي پروګرام نېشنل سټاپ بلوچستان مشر ډاکټر افتاب کاکړ وايي، چې مېرمنې يا فرنټ لاين کارکوونکې په اصل کې اتلانې دي، چې د بريدونو سربېره يې حوصلې لوړې دي.

د حکومتي شمېرو له مخې په بلوچستان کې په تېرو کلونو کې پر پوليو ټيمونو يو شمېروسله وال بريدونه شوي دي. او تر ټولو خونړی يې د دوه زره شپاړسم کال د کوټې د ويکسين پر مرکز بريد وو، چې په کې د شپږ مېرمنو په ګډون شپاړس پوليو کارکوونکي وژل شوي وو.

ډاکټر افتاب کاکړ وايي ٬٬ د ښه کار کرېډټ تر ټولو زيات فرنټ لاين ورکرز له ځي، چې په کوڅو کې ګرځي، په يخ، ګرمۍ، باران او واورو کې د پوليو ويکسين کار کوي. پر پوليو کارکوونکو بريدونه شوي او وژل شوي دي. خو د دوی حوصلې لوړې دي. د دوی هوډ د ستايلو وړ دی. چې څومره ښه کار شوی دی، د دې تر شا د فرنټ لاين کارکوونکو هڅې دي.،،

د بلوچستان د زرګونه پوليو کارکوونکو له ډلې يوه شبنم هم ده، چې د پوليو وايرس خطرناکو پايلو ته په پام سره تر هر ماشوم پوري د دوو قطرو رسولو هوډ يې کړی دی. هغه د ډېر لږ معاش په بدل کې د ويکسين کار کوي.

شبنم وايي ٬٬ زه د پوليو ټيم غړې په توګه کار کوم. د ماشومانو حفاظت کول زموږ مهمه ذمه واري ده. چې دا وايرس نورو سيمو ته خپور نه شي. کډوال د پوليو وايرس له يوې سيمې بلې ته وړي، ځکه نو د دوی د ماشومانو ويکسين کول ډېر مهم دي. هغه مالومات چې موږ يې د ويکسين په اړه لرو، تر ټولنې ورسوو .،،

د بلوچستان پيرا ميډيکل سټاف ايسوسي ايشن وايي، په صوبه کې د څلرويشت زره شاوخوا پوليو کارکوونکي د پوليو مخنيوي په پروګرام کې کار کوي. چې په کې څلوېشت سلنه نارينه او شپېته سلنه مېرمنې دي. د صوبې په ښاري سيمو کې مېرمنې خو په کليوالو او غرنيو سيمو کې نارينه کارکوونکي ماشومانو ته قطرې ورکوي.

  • 16x9 Image

    رفیع الله مندوخېل

    رفیع الله مندوخېل په بلوچستان کې د وي او اې ډیوه خبریال دی چې د پولیو په اړه رپوټونه جوړوي. ده له بلوچستان پوهنتونه په انګرېزي ادبیاتو کې ماسټري کړې ده او وخت په وخت یې د پاکستان له ګڼ شمېر رسنیو لکه «ډان»، «نوای وقت»، «انډیپینډینټ اردو»، «دي فرنټېر پوسټ» او «پیکټ رېډیو» سره هم کار کړی دی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG