لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په زور د بېدرکۍ په ضد احتجاج خو حکومت وايي بشري حقونو کې پرمختګ شوی


د انساني حقونو فعالانو وایې پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په ضد د قانون غلط استمال هم دوام لري او په سیالکوټ ښار کې د مذهب د سپکاوي په الزام د سري لنکن وګړي وژنه د دې یو مثال بولي
د انساني حقونو فعالانو وایې پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په ضد د قانون غلط استمال هم دوام لري او په سیالکوټ ښار کې د مذهب د سپکاوي په الزام د سري لنکن وګړي وژنه د دې یو مثال بولي

نن، د ډسمبر په لسمه، په پاکستان کې په زور د بېدرکه شوو خلکو خپلوانو او د بشري حقونو فعالینو په اسلام اباد کې د پارلېمان مخې ته د بشري حقونو نړیواله ورځ په احتجاج کې تېره کړې ده. هم په دې ورځ د پاکستان د انساني حقونو وزیرې شیرین مزاري ويلي چې هېواد یې د انساني حقونو د تحفظ په لړ کې پرمختګ کړی دی.

شیرین مزاري په ټوېټر خپل پېغام کې وویل د انساني حقونو په نړیواله ورځ "مونږ هغه پرمختګ لمانځو چې د ټولو نه زیات د خطر سره مخامخ خلکو د حقونو په تحفظ کې مونږ سږ کال کړی دی."

شیرین مزاري په خپل یو وېډیوي پېغام کې د ماشومانو، ښځو او نرښځانو د حقونو او هغوي لپاره د سرپناه د ځایونو خبره کړې خو په پاکستان کې د مخالفینو يا ناراضو وګړو په زور د بېدرکۍ په لانجمنه موضوع غلې پاتې شوې ده.

د بشري حقونو فعالین او د بېدرکه خلکو خپلوان په زور د بېدرکۍ د پېښو تور د پاکستان په امنیتي ادارو يا پوځ لګوي. د پاکستان پوځ د بېدرکۍ د ځينو پېښو لکه د بشري حقونو فعال ادریس خټک د بېدرکه کولو پېښه منلې خو د ډېرو نورو پېښو په اړه يې خاموشي ښودې او يا يې په دغو پېښو کې د لاس لرلو نه انکار کړی دی.

د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن پخوانۍ مشره او د بشري حقونو فعاله زهره یوسف وي او ای ډيوه ته وايي:

“پاکستان کې اوس هم خلک بېدرکه کېږي. دا کارونه لا روان دي.”

په اسلام اباد کې د بې درکه کسانو د خپلوانو په احتجاج کې شریکې د سوات ګل ناز وي او ای ډیوه ته وویل ورور یې د کال 2013 راهسې بې درکه دی او د هغه په لټون کې د پاکستان تر ټولو لوی عدالت سپریم کورټ ته هم تللي دي خو دا معلومه نه کړی شوه چې هغه ژوندی دی او که نا؟

ګل وویل ورور یې لومړی پولیس ونیولو او بیا ورته وویل شو چې هغه د پوځ سره دی. هغه وايي د بې درکه کسانو د لټولو دپاره د حکومت کمېشن او بیا یې سپریم کورټ هم خپل کېس یوړو خو تر اوسه ورته چا د ورور په اړه حال نه دی ورکړی.

د اسلام اباد په مظاهره کې شریکه د بلوچستان سایره بلوچ وايي ورور او یو بل خپل یې د تېرو دریو کلونو راهسې بې درکه دي. هغې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وي او ای ډیوه ته وویل "زمونږ په کورنو کې کې هېڅ څوک (نارینه) نشته."

په کال 2020 کې په پاکستان کې د انساني حقونو د صورتحال په اړه د انساني حقونو غیر حکومتي ادارې هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان، اېچ ار سي پي، په خپل کلیز رپورټ‌ کې په پاکستان کې د خلکو د بې درکه کېدو، د رای او حرکت د ازادۍ او د صحافیانو په ضد د تشدد په شمول په یو شمېر موضوعاتو ته کتنه کړې او حالات یې د تشویش وړ بللي دي.

د اېچ ار سي پي چارواکي زهره ېوسف وايي په پاکستان کې عدم مساوات سېوا شوی او د اقیلیت او اکثریت بنیادي بشري حقونو کې هم دا عدم مساوات ښکاري، په اقلیتونو، زناناؤ اؤ په ماشومانو باندې تشدد کې اضافه شوې ده اؤ د خلقو په زوره بې درکه کولو لړې هم دوام لري.

ادریس خټک
ادریس خټک

د پاکستان د بشري حقونو وزیرې شیرین مزاري د لسم دسمبر ورځ به مناسبت خپل پېغام کې وویل حکومت کوښښونه کوي چې د خلقو بنیادي بشري حقونه ېقیني کړي ځکه چې مذهب اؤ د پاکستان دستور ولس ته دا حق ورکړی دی او که حکومت د بنیادي بشري حقونو خبره کوي نو په چا احسان نه کوي.

په نېژدیو ورځو کې اروپاي ټولنې هم ویلي په پاکستان کې په اقلیتونو زیاتیدونکی تشدد د تشویش وړ خبره ده.

د انساني حقونو فعالانو وایې پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په ضد د قانون غلط استمال هم دوام لري او په سیالکوټ ښار کې د مذهب د سپکاوي په الزام د سري لنکن وګړي وژنه د دې یو مثال بولي.

په 2020 کې په پاکستان کې د انساني حقونو د صورتحال په اړه خپل رپورټ اېچ ار سي پي په هېواد کې د خلکو د بې درکه کېدو، د رای او د حرکت د ازادۍ ترڅنګ په یو شمېر موضوعاتو رڼا اچولې ده.

د اېچ ار سي پي رپورټ وايي نړیوالې ادارې انټرنېشنل کمېشن اف جیورېسټس د بې کسانو د معلومولو دپاره د پاکستان د حکومت کمېشن غیر موثره بللی خو د دې باوجود د پاکستان حکومت د دغه کمېشن د کار موده درې کاله وغځوله.

اېچ ار سي پي وايي د انساني حقونو فعال ادریس خټک د بې درکه کېدو شپږ میاشتې وروسته، د 2020 د جون د میاشت په 16 نېټه د دفاع وزارت ومنله چې ادریس خټک حکومت نیولی دی او د غدارۍ الزام پې لګول شوی دی.

د 2021 د ډسمبر په میاشت کې په سوشل میډیا دا خبر ولیدل شو چې دپاکستان یو پوځي عدالتادریس خټک ته د څوارلس کالو قید سزا اورولې ده.

دپاکستان دپوځ د مطبوعاتو څانګې ايي ايس پي ار ادريس خټک ته د سزا ورکولو په اړه څه نه دي ويلي خو عسکري سرچينو دا تصدیق کړی چې ادريس خټک ته د قامي رازونو افشا کولو پسر د بند سزا اورؤل شوې ده۔

دپاکستان دسپریم کورټ د وکیلانو د تنظیم صدر ښاغلي لطیف اپریدي ډیوه ته ویلي د ادریس خټک کورنۍ ورته پخلی کړی چې پوځي عدالت هغه ته د څوارلسو کالو دبند سزا اورولې ده.

لطیف اپریدي تېر کال په پېښور هایکورټ کې د ادریس خټک د مقدمې وکالت کولو وویل په ادریس خټک پوځي عدالت کې مقدمه د هیواد دپټو رازونو دافشاء کولو په تور چلول شوې. ښاغلی اپرېدی زیاتوي ادریس خټک دهیواد هیڅ رازونه چاته نه دي ورکړي.

محسن داوړ
محسن داوړ

په پاکستان کې د حرکت په ازادۍ د قدغنونو په لړ کې د اېچ ار سي پي رپورټ وايي د 2020 د اکتوبر په میاشت کې شمالي وزیرستان نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړی او د پشتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ محسن داوړ ته "امنیت ته د خطر" په مبینه الزام کوټې ته د داخلېدو اجازت ور نکړی شو او په ګوادر کې د ځايي اوسېدوونکو په دې رپورټونو تشویش راوپارېدو چې حکومت د ګوادر چاپیره ازغن تار لګول غواړي. د مقامي خلکو تشویش و چې دغه تار به د دوی حرکت مثاتره کړي.

د 2020 په اړه اېچ ار سي پي وايي لږ تر لږه 10 خبریالان ووژل شو او ګڼ شمېر نورو ته دړکې یا ګواښونه ورکړی شوي وو.

اېچ ار سي پي په خپل کلیز رپورت کې واييپه ماشومانو د تشدد اؤ جنسي ‌تشد تر دریو زرو پورې پېښې رپورټ شوي دي اؤ اصل شمیرې به دې نه هم زیات وي.

ګوادر
ګوادر

ډیوه سره خبرو کېد اېچ آر سي پې زهره ېوسف وايي اداره یې کال په پاکستان کې د بشري حقونو سرغړونو پحقله رپورټ جوړوي خو د هغې په قول د بدمرغه دوی دا دعوه نه شي کولې چې دلته حالات ښه شوې دي بلکې د بشري حقونو سره تړلې حالات نور هم خراب شوې دي.

د بشري حقونو د څار نړيوالې ادارې هیومن رایټس واچ، اېچ آر ډبلیو، هم خپل رپورټ کې ویلي وو چې د پاکستان حکومت د بشري حقونو فعالینو، صحافیانو اؤ وکیلانو په ضد ځکه ګامونه اخلي چې دوی په ریاستي فیصلو تنقید کوي.

اېچ آر ډبلیو رپورټ هم وایې په پاکستان کې د بنیادي بشري حقونو سرغړونې دوام لري خو د پاکستان حکومت دغه رپورټونه ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG