لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان او ISI - يو لک تندلاري د ISI په منګلو کې


"Directorate S," steve coll
"Directorate S," steve coll

دامریکا يو پیژندلي خبریال سټیو کال په خپل یو تازه کتاب ٫٫ډاېریکټریټ اېس٬٬ کې د پاکستان پوځي استخباراتي ادراې ايي اېس ايي ISIپه افغان جګړه کې کردار په اړه مهمې څرګندونې کړي او لیکلي په تیرو ۱۷ کلونو کې په افغانستان کې روانې جګړې یو لک افغانان وژلي.

په دغه کتاب کې نوموړي په افغانستان او پاکستان کې د سي اېی ای پټو جنګونو او په خاصه توګه په افغان جنګ کې د پاکستان استخباراتي ادراې ايي اېس ايي په کردار رڼا اچولې.

د امریکا واشنګټن پوسټ اخبار د دغه کتاب په یوه لنډه پیژندګلو کې لیکلي د دغه کتاب تر ټولو مضبوطه برخه د افغان طالبانو د پاکستان استخباراتي ادراې ٫٫ ايي اېس ايي ٬٬ سره اړیکې دي.

د لیکوال تر مخه پاکستان که څه هم یو جمهوري هیواد دی خو د دغه هیواد قامي امنیت او خارجه پالیسي زورورې استخباراتي ادارې په لاسو کې ساتلې.

د سټیو کال تر مخه ايي اېس اييپه ټول هیواد کې ۲۵۰۰۰ کارکونکي لري او که څوک په دغه هیواد کې خبریال وي او یا سیاست مدار، نو د استخباراتي ادارې کسان هر وخت ستاسو څارنه کوي.

لیکوال لیکلي خارجي هیوادونه تل د پاکستان استخباراتي ادارې مشر (چې تل لوړ رتبه پوځي جنرال وي) د پاکستان یو ستر مشر ګڼي. د پاکستان استخباراتي ادارې تر ټولو خفیه یا پټې ډلې٫٫ډایرېکټریت اېس٬٬ په اړه لیکوال لیکلي، دغه اداره د ٫٫ طالبانو، کشمیري وسلوالو او نورو توندروه اسلامي ډلو٬٬ مرستې کوي.

د سټیو کال تر مخه د ايي اېس اييپه مرسته د افغان طالبانو وسلوال او د دوي غړي د پاکستان خاورې ته د دمې او بیا جنګیدو لپاره وړل کېږي. د لیکوال تر مخه یو شمیر پالیسي جوړونکو دا منلي چې پاکستان کې دغه طالبانو له پناه ځایونو ورکالو، طالبانو ته ماتې ورکال ناممکن کړي.

د پاکستان دغه استخباراتي ادارې ځېني څیړنکاران پخپله دا مني چې افغان طالبان د راتلونکې وخت لپاره تیاریږي چې بیا په نورو سیمو کې وکارول شي، په خاصه توګه په کشمیر کې. د اندازو تر مخه سټیو کال ویلي دا مهال نژدې ۱۰۰۰۰۰ (یولک) وسله وال د ايي اېس اييد نظر لاندې دي.

د پاکستان او افغانستان لپاره د امریکا پخواني صلاحکار رچرډ هالبروک په اړه لیکوال په خپل کتاب کې لیکلي ٫٫ هغه ګڼله چې ايي اېس اييپه افغانستان کې د هندوستان د اثر له وجې دغه سخته پالیسي لرله او غوښتل يې چې په افغانستان کې د هندوستان د زیاتیدونکي اثر مخه اونیسي.٬٬

د امریکا پخواني صدر بارک اوباما رچرډ هالبروک ته په دغه سیمه کې د ستونزو د حل کار حواله کړی وو.

د لیکوال تر مخه دکال ۲۰۰۱ وړاندې د پاکستان استخباراتي ادارې په افغانستان کې په ازاده توګه مداخلت کوو او د افغانستان خاوره يې د هندوستان پرضد د یو سټراټیجیکي حیثیت په توګه کاروله. د لیکوال تر مخه مونږ [امريکا] په افغانستان کې د القاعده د تربېې مرکزونه خو یادو، خو په هندي کشمیر کې جنګیدونکي وسلوالو یو شمیر کیمپونه مو هیر کړي. ايي اېس اييد افغانستان پخواني اولسمشر حامد کرزي حکومت ته د هندوستان د یو ملګري په حیث کتل، او بیا د کال ۲۰۰۳م وروستو چې امریکا خپل پام عراق ته واړوو، د پاکستان استخباراتي ادارې یو وارې بیا په افغانستان کې لاس وهنه پیل کړه چې د هندوستان د اثر مخه ونیسي.

کتاب وايي سل زره افغانان وژل شوي

د سټیو کال د کتاب تر مخه د تیرو۱۷ کالو په جګړه کې یو لک افغانان وژل شوي او طالبان او داعش وسله وال په سرښار کې د عامو خلکو په ظالمانه وژنه د یو بل سره په مقابله دي.

لیکوال په خپل کتاب کې لیکلي چې امریکايي پالیسي جوړونکي په دې خبره باوري دي چې که چرې امریکا د افغانستا نه ووځي، نو په دغه هیواد کې به حالت ډیر زر نور خرابیږي. خو که امریکا په افغانستان کې نوره پاتې کیږي نو حالات به بیا هم سره د نورو ډیرو خرچو یا مصرف خرابیږي.

د سټیو کال تر مخه د دې وړاندې د افغانستان نه د وتلو کوششونو هیڅ مثبت نتیجې نه دي پریښودي. په افغانستان کې د بې باوره امنيتي وضعې په اړه سټیوکال په خپل کتاب کې د کال ۲۰۱۴م یوه قیصه لیکلې او وايي چې کله په افغانستان کې د امریکا د جنګي رول د ختمیدو دستوره ترسره کیده، ګډون کونکو ته وېل شوي وو ٫٫ که چرې راکټي برید ترسره کیږي نو ټول خلک دې په مزکه پریوځي.٬٬

دغه کتاب په امریکا کې په بازارونو کې راغلی، ۷۵۰ پاڼې یا ورقه لري و قیمت يې ۲۳ امریکايي ډالره دی، دغه کتاب ان لاېن په ایمازون هم ترلاسه کیدی شي.

ځانګړې ویډیوګانې

په پاکستان کې کروندګرو د غنمو په سر د احتجاج اعلان کړی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:31 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG