وایټ هاوس ته د صدر منتخب ډانلډ ټرمپ ورتګ دا معنا هم لري چې هغه به نوي انتظامیه یا نوی حکومت جوړوي چې د صدر جوبایډن د حکومت نه به بالکل مختلف وي. د ټرمپ چارواکو ویلي د هغه نوی حکومت به د هغې ادارې نه بدل وي چې د کال ۲۰۱۶ صدارتي انتخاب د ګټلو وروسته هغه جوړ کړی و.
ټرمپ به د اینده کال د جنورۍ په شلمه نېټه د اناګورېشن ډی یا د پرانېستې په ورځ د خپلې چوکۍ سوګند پورته کوي. تر دغې نېټې پورې هغه ۷۵ ورځې لري چې خپل حکومت تیار کړي. په دې کې قریباً ۴۰۰۰ حکومتي چوکۍ دې چې ټرمپ به پې خپل سیاسي پلویان ګماري.
د حکومت په دغه عهدو کې د کابينې دغړو او د ګڼ شمېر نورو ادارو د مشرانو تقرري شامله ده. تر ۱۲۰۰ پورې په حکومتي چوکو د چارواکو د تقررۍ منظوري به سېنېټ ورکوي خو د ټرمپ د حکومت دپاره به دا اسان کار وي ځکه چې د هغه ریپبلېکن پارټي اوس په سېنېټ یا د کانګرس په اېوان بالا کې اکثریت لري.
ټرمپ د ځینو کسانو نومونه اخيستي دي چې په ممکنه توګه به د هغه په حکومت کې شامل وی. په دغو نومون کې رابرټ کېنېډي جونیر هم شامل دی. هغه په یو وخت کې خپله هم د صدارت خواهشمند و خو بیا يې ځان د زغل نه بهر کړو. کېنېډي د وېکسینونو مخالف فعال ګڼل کېږي. ټرمپ دا څرګندونه هم کړې چې د ټېسلا موټرو د کمپنۍ او د اېکس، پخواني ټوېټر، مالک ایلان مسک به هم پخپله کابینه کې شاملوي. مسک دا تجویز وړاندې کړی چې هغه د حکومت په اخراجاتو کې د اربونو ډالرو کمی کولی شي.
د قتدار په انتقال کې یوازې حکومتي چارواکي ګمارل شامل نه وي بلکې منتخب صدر ته قریباً هره ورځ استخباراتي معلومات هم ورکول کېږي.
په کال ۲۰۰۸ کې د هغه وخت صدر جارج ډبلیو بش پخپله صدر منتخب براک اوباما ته د امریکې د خفیه عملیاتو په اړه معلومات ورکړي وو. په کال ۲۰۱۶ کې چې ټرمپ د اقتدار ترلاسه کولو تیاری کولو نو د قومي سلامتیا دپاره د اوباما مشیرې سوزن رایس خپل جانشین مایکل فلېن ته معلومات ورکړي وو. په ۲۰۲۰ کې د صدارتي انتخاب نتیجو په ضد په عدالتونو کې د ټرمپ د مقدمو په سبب د اقتدار د منتقلۍ عمل تر څو هفتو پورې ځنډېدلی و او بایډن ته د صدارتي معلوماتو ورکولو لړۍ د نومبر تر دېرشمې نېټې پورې نه وه شروع شوې.
د اقتدار د منتقلۍ په دې موقتي وخت کې ملګري او د کورنۍ غړي د ټرمپ مرسته کوي چې په کې په بنیادي توګه کېنېډي، د صدارت دپاره د ډېموکرېټېک پارټۍ پخوانۍ امیدواره ټلسي ګېبرډ، د ټرمپ دواړه زامن ډانلډ ټرمپ جونېير او اېرېک ټرمپ او د هغه نایب صدر منتخب جی ډي وېنس شامل دي.
په کال ۲۰۱۶ کې صدارتي انتخاب د ګټلو وروسته ټرمپ د هغه د اقتدار ترلاسه کولو د عمل مشري د نیوجرزي ریاست پخواني ګورنر کرېس کرېسټي کوله خو بیا ټرمپ ګرسټي برطرف کړو او دغه ذمه واري يې نایب صدر منتخب مایک پېنس ته ورکړه.
د مخکني صدارت شروع کولو په وخت ټرمپ په خپله کابینه کې د ريپبلېکن پارټۍ ځینې مشران او کاروباري شخصیتونه شامل کړي وو خو هغه بیا د ځینو نه مایوسه شوی او یا يې ورسره اختلافات پېدا شوي وو او یا دواړه خبرې وې. دا ځل ټرمپ لوظ کړی چې د وفادارۍ قدر به کوي چې ښيي هغه به په ممکنه توګه په خپل حکومت کې داسې کسان شاملوي چې نظریات يې د هغه سره سم وي او د ښه د شاهانه ژوند انداز سره موافق وي.
په صدارتي انتخاب کې د هغه د ډېموکرېټېک پارټۍ حریفې کاملا هېرېس برعکس د ټرمپ ټیم د حکومت جنرل سروېسز اېډمېنېسټرېشن، جي اېس ای، سره د انتخاب نه مخکې څه معاهده نه ده دستخط کړې چې په حکومت کې راتګ دپاره به څه ضرورتونه لري؟
د کال ۲۰۲۰ د صدارتي انتخاب وروسته د ټرمپ دعوه چې په ووټونو کې په پراخه کچه د درغلۍ په سبب هغه بېللي ده. په دې سبب بایډن ته د اقتدار انتقال څو هفتې ځنډېدلی و. د ووټونو نتېجې بدلولو دپاره چې د ټرمپ کوښښونه بالاخېرناکامه شول نو هغه په سوشل میډیا اعلان وکړو چې حکومت به يې د اقتدار په انتقال کې مرسته وکړي.
په اینده کې یو حکومت نه بل حکومت ته د اقتدار په انتقال کې د ځنډ مخه نیولو دپاره قانون منظور کړی شو. د پرېزيډېنشل ټرانزيشن امپروومنټ اېکټ اف ۲۰۲۲ دا لازمي کړه چې د اقتدار انتقال به د صدارتي انتخاب نه پينځه ورځې شروع کېږي د دې باوجود چې د بریال په سر لانجه هم وي.
Forum