د پاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان په شوال تحصيل کې د امريکايي بې پائيلټه جاسوسې ډرون الوتکې په بريد کې څلور کسان وژل شوي دي . نن د خالي په ورځ سحر د پاکستان او افغانستان په پوله پرته علاقه کې هم يو ډرون بريد کې نور څلور کسان شوي وو . راپورونه وايي ډرون بريدونو کې وژل شوي کسان جنگيالي وسله وال دي .
د سرچينو ترمخه د ډرون تازه بريد د شمالي وزيرستان د شوال تحصيل په کارغه نومې علاقه کې په يو گاډي شوی ، او دوه ميزائيلي پرې داغلي شوي دي . سرچينې وايي د ډرون په بريد کې د وسله والو طالبانو د ځايي کمانډر مصطفې گاډی په نخښه شوی ، او د هغه څلور ملگري پکې وژل شوي دي .
د راپورونو ترمخه نن د خالي په ورځ سحر د پاکستان او افغانستان په پوله پرته نازيانو علاقه کې هم په يو کور ډرون بريد شوی ، او په هغې کې هم څلور وسله وال وژل شوي دي . سرچينې وايي وژل شوي وسله وال د افغانستان د طالبانو د امارت اسلامي غړي دي .
د خېبرايجنسۍ د پوليټيکل چارواکو په وينا دغه بريد د لنډي کوتل نه ۴۰ کلوميټره لوئيديز پله لرې د تيراه کوکي خېلو سمې سره نزدې په نازيانوعلاقو کې شوی ، او په يو کور دوه ميزائيلې داغل شوي دي . چارواکي وايي دغه علاقه د افغانستان خاوره ده .
د پاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې په تېره يوه اوونۍ کې شپږم ځل دی ، چې نن د شوال په تحصيل کې ډرون بريد شوی دی . له دې وړاندې نورې حملې هم د شوال تحصيل په مخلتفو علاقو کې شوي دي .
په شمالي وزيرستان کې ډرون بريدونه په داسې مهال کيږي ، چې په سيمه کې د پاکستان پوځ د جون د مياشتې راهسې د وسله والو جنگيالو په ضد د ضرب عضب په نوم عمليات پېل کړي ، او لا هم دوام لري .
پاکستان د وړاندې څخه په خپله خاوره د ډرون بريدونو غندنه کوي ، او وايي دغه حملې يي د خودمختارۍ په ضد او سيمه کې د ترهگرۍ په ضد روانې جهگړې دپاره زيانمنې گرځي . خو امريکايي چارواکي بيا وايي د ترهگرو په ضد ډرون بريدونه يوه موثره وسله ده .