په هالېنډ کې حکومتي وکیلانو د پاکستاني کرکټر خالد لطیف دپاره په دې الزام ۱۲ کاله د قېد سزا غوښتنه کړې چې هغه د اسلام مخالف شعله بیان قانون ساز ګيرت وایلډرز د وژنې دپاره د ۲۳۰۰ ډالرو انعام اعلان کړی و.
د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه، د هالېنډ حکومتي وکیلانو خالد لطیف ته د سزا غوښتنه د نهې، سه شنبې، په ورځ د هالېنډ سرښار اېمسټرډېم سره نژدې یو عدالت کې وکړه.
خالد لطیف د سخت امنیت دلاندې عدالت ته نه و حاضر شوی. وېل کېږي چې هغه په پاکستان کې دی.
ای پي وايي سرکاري وکیلانو د خالد لطیف نوم نه و اخیستی خو په یو بیان کې يې وویل چې په کال ۲۰۱۸ کې په انټرنېټ یو وډیو د پاکستان مشهور کرکټر ښښي چې د وایلډرز په قتل د پېسو اعلان کوي.
ای پي وايي په اسلام د سخت تنقید په سر وایلډرز ته د مرګ د خواښونو له امله هغه د کلونو راهسې ۲۴ ګنټې د سختو حفاظتي اقدامات دلاندې ژوند کوي.
وایلډرز ته د مرګ ګواښ د هغه د دې اعلان وروسته ورکړی شو ی و چې هغه وویل د پېغمبر اسلام د خاکو د جوړولو مقابله به کوي. ای پي وايي که څه هم دغه مقابله و نه شوه خو په اسلامي نړۍ کې يې غصه راپارولي وه.
د هالېند د استغاثې یا د سرکاري وکیل محکمې وویلو د لطیف مبینه وډیو په خصوصي توګه ځکه هم زهرجنه وه چې په دغه وخت کې د وایلډرز په ضد سخته غصه او نفرت موجود و.
وایلډرز عدالت ته وویل وویل لطیف ته سزا به د نورو خلکو ته هم دا پېغام ورکړي چې "مونږ دړکې نه منوو."
که څه هم لطیف په عدالت کې موجود نه و خو بیا هم وایلډرز هغه مخاطب کړو او ويې وېل تر څو "زه ساه اخلم ته مې نشې ودرولئ." وایلډرز وویل د هغه په وژلو د لطیف د پېسو اعلان به هغه خاموشه نه کړي.
د خالد لطیف د ګرفتارۍ دپاره نړیوال ورانټ جاري شوی دی او د هالېنډ حکومتي وکیلان وايي د ۲۰۱۸ راهسې لطیف سره د رابطې کوښښونه کوي چې د عیني شاهد په توګه بیان ورکړي او بیا خپله دفاع وکړي او لا يې د پاکستاني چارواکو نه جواب نه دی ترلاسه کړی.
په ۲۰۱۷ کې په خالد لطیف د پاکستان په سپرلیګ کې د مېچ فکسېنګ په الزام د پېنځو کلونو دپاره پابندي لګول شوې ده.
ای پي په خپل رپورټ کې وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ د هالېنډ په عدالت کې اورونه په داسې مهال شوې چې په تېره څه موده کې په سویډن کې د قران په سځول کېدو په اسلامي نړۍ کې قهر راپارېدلی دی. د سوېډن پولیس د رای د ازادۍ په لړ کې د مظاهرې اجازت ورکړی و خو د نفرت راپارولو په الزام يې د یو عراقي پناه اخیستونکي ابتدايي مقدمه درج کړې ده.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي
Forum