لاس رسیدونکی لینک

 
الېکشن کمېشن په عمران خان د فرد جرم لګولو نېټه د دویم اګست پورې ځنډولې
تازه خبر

الېکشن کمېشن په عمران خان د فرد جرم لګولو نېټه د دویم اګست پورې ځنډولې


ويل شوي نن په اسلام اباد هايکورټ کې د تحریک انصاف د مشر ضد د توشه خانې د قضیې سره اړونده خواستونه باندې هم اورېدنه شوې، او فېصله محفوظ کړی شوې ده
ويل شوي نن په اسلام اباد هايکورټ کې د تحریک انصاف د مشر ضد د توشه خانې د قضیې سره اړونده خواستونه باندې هم اورېدنه شوې، او فېصله محفوظ کړی شوې ده

د پاکستان الېکشن کمېشن د سپکاوي په قضيه کې د تحریک انصاف ګوند په مشر او پخواني وزيراعظم عمران خان د فرد جرم لګولو نېټه د دويم اګست پورې ځنډولې ده.

د رپورټونو ترمخه عمران خان نن د الېکشن کمېشن په وړاندې حاضر شوی او د هغه وکیل شعېب شاهين ويلي، د قضيې ريکارډ ورسره نشته د بلې نېټې خواست یې کړی وو.

الېکشن کمېشن د هغه خواست منلی د دويم اګست پورې یې د بلې اورېدنې نېټه ځندولې او په بله اورېدنه یې عمران خان ته بيا په خپله د حاضرېدو ویلي دي.

په عمران خان د الېکشن کمېشن مشر او غړو ته د مطبوعاتو د لارې د ګواښونه تورونه دي او قضیه پرې روانه ده.

عمران خان وړاندې هم په الېکشن کمېشن د طرفدارۍ تورونه لګولي او الېکشن کمېشن یې رد کړی دی.

د وي او اې اردو د خبر ترمخه د اورېدنې وروسته عمران خان جرنلسټانو سره په خبرو کې ویلي، غلطي یې نه ده کړې بخښنه ولې وغواړي.

ويل شوي نن په اسلام اباد هايکورټ کې د تحریک انصاف د مشر ضد د توشه خانې د قضیې سره اړونده خواستونه باندې هم اورېدنه شوې، او فېصله محفوظ کړی شوې ده.

ياد عدالت د سايفر په معامله هم د عمران خان په خواستونو فېصله محفوظ کړې چې د اورېدو وړ دي که نه دي.

نزدې يوه اوونۍ وړاندې د پخواني وزيراعظم د پرنسپل سيکرټري اعظم خان یو مبينه بيان په مطبوعاتو خپور شوی، هغه ويلي وو، "عمران خان د سیاسي ګټو دپاره د سايفر يا بهرنۍ مراسلې ډرامه جوړه کړې او د سايفر د لارې یې د قامي امنيتي ادارو او ولس ترمنځه د کرکې خورولوهڅه کړې ده".

د اعظم خان د مبينه بيان مخې ته راتلو وروسته په ټولنيزو رسنيو د عمران خان يوه ويډيو خپره شوې، هغه ويلي، "اعظم خان يو ايمانداره تن دی څو پورې چې مې د هغه د خلې نه په خپله نه وي اورېدلي زه یې نه منم".

د پاکستان د ځايي ميډيا ترمخه اعظم خان ياد "بيان د مجسټرېټ په وړاندې ريکارډ کړی" وو. او ويلي يې وو "سایفر ته د ملکي ادارو او امريکا غلط نوم ورکړی شوی او عمران خان د منع کولو باجود اسناد د ولس په وړاندې ښکاره کړي وو".

د بيان ترمخه، "عمران خان د خپل حکومت بچ کولو دپاره د سايفر ډرامه جوړه کړې وه".

عمران خان تېر کال د اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، هغه وخت یې تور لګولی وو "د هغه حکومت د امريکې په سازش" لرې کړی شوی وو.

امريکې، د پاکستان پوځ او د پاکستان موجوده حکومت د عمران خان دغه تور څو ځله رد کړی چې ګنې هغه د امریکې په سازش لرې کړی شوی وو.

عمران خان وروسته په يو بيان کې ويلي وو سازش په اصل کې د دلته [پاکستان] نه شوی وو.

او د کورنيو چارو وزیر رانا ثناالله بيا په يو خبري کانفرنس کې ويلي وو ، "عمران خان د ملک او ادارو پرضد سازش کړی او د نهمې مې پېښې هم د دغه سازش کړۍ وه".

هغه زیاته کړې وه، "کلاسيفايډ سيکرټ يا پټ اسناد د ځان سره ساتل او بيا عام کول جرم دی او عمران خان نه يواځې په ښکاره دغه جرم کړی دی بلکې څو پورې چې هغه د ځان سره دغه سايفر اېښودی وي جرم کوي. تر هغې چې نيول شوی نه وي".

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG