مصر د خبرو په ترڅ کې په غزه کې د ابتدایي دوې ورځنۍ ډزبندۍ وړاندیز کړی دی چې وایي په نتیجه کې به یې د حماس له ولکې څلور اسرایلي یرغمل شوي کسان د څلورو فلسطیني بندیانو په تبادل کې خوشي کړل شي.
دا وړاندیز د مصر صدر عبدالفتاح السیسي د یکشنبې- اتوار په ورځ په داسې وخت کړی چې یوې خواته د اسرایلي ځواکونو په تازه بریدونو کې په غزه کې 45 فلسطینیان وژل شوي. او بلې خواته په قطر کې د ډزبندۍ په اړه خبرې پیل شوې دي.
په قطر کې په پیل شویو خبرو کې د امریکې د استخباراتي ادارې سي ای اې او د اسرایل د موساد استخباراتي ادارې مشران ګډون کوي چې مقصد یې له څه باندې یو کال راهیسې په غزه کې پیل شوې جګړه ختمول دي.
صدر السیسي په قاهره کې د الجزایر له ولسمشر عبدالمجید طیبون سره ګډې خبري غونډې ته دا هم وویل چې د لنډمهالې ډزبندۍ د عملي کېدو په لسو ورځو کې باید دایمي ډزبندۍ ته د رسېدو لپاره خبرې اترې بیا پیل شي.
اسرایل یا حماس په دې اړه سمدستي څه نه دي ویلي، خو د خبرو اترو د منځګړیتوب له هڅو خبر یوه فلسطیني چارواکي رویټرز خبري ایجنسۍ ته ویلي:
"زه تمه لرم چې حماس به نويو وړاندیزونو ته غوږ ونیسي، خو دا [ډله] پر دې خبره ولاړه ده چې هر ډول تړون باید جګړه پای ته ورسوي او اسراییلي ځواکونه له غزې وباسي".
اسرايل وايي تر هغه وخته پورې جګړه نه شي ختمېدای چې حماس ډله په غزه کې د پوځي ځواک او واکمنې ادارې په توګه په بشپړه توګه نه وي ختمه شوې.
امریکا، قطر او مصر د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو مشري کوي. د امریکې خارجه وزیر اینټني بلېنکن په تېرو ورځو کې په قطر کې له مهمو مرکچیانو سره د منځني ختيځ د ډز بندۍ په اړه خبرې اترې کړې وې.
د مذاکراتو په اړه معلومات لرونکي یوه چارواکي د یکشنبې- اتوار په ورځ رویټرز ته وویل، په دوحه کې به په خبرو اترو کې هڅه کېږي لنډمهالې ډزبندۍ وشي چې د حماس یرغمل کړو ځینو کسانو د خوشي کولو په بدل کې اسرایل فلسطیني بندیان خوشي کړي.
که څه هم د غزې په اړه د منځګړتوب د هڅو معلومات ډېر ښکاره نه دي، خو چارواکي ویلي د دغو خبرو هدف اسرایل او حماس دې ته اړ کول دي چې تر یوې میاشتې کم وخت لپاره د جګړې پر درولو رضا شي، وایي تمه ده چې دا به د اوږدمهاله ډزبندۍ سبب شي.
د یکشنبې- اتوار په ورځ د غزه په شمال کې د اسرایل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه 43 تنه وژل شوي دي. اسرایلي ځواکونه شمال ته ځکه بیرته ور ستانه شوي دي چې وایي د حماس جنګیالي هلته بیا را یو ځای شوي دي.
د 2023م کال د اکتوبر پر اوومه په غزه کې جګړه هغه وخت پیل شوه چې د حماس جنګیالیو د اسرایل په جنوب کې په پراخو بریدونو کې د چارواکو په وینا 1,200 کسان ووژل او تر 250 ډېر یې یرغمل کړل.
د غزې روغتیايي چارواکي وايي، په غزه کې د اسرایل په غچ اخیستونکو هوايي او مځکنیو بریدونو کې تر اوسه پورې د وژل شویو کسانو شمېر 43,000 ته رسېدلی دی.
په شمالي غزه کې "نه زغمونکي" حالات
ملګرو ملتونو ویلي، د غزې په شمالي سیمو کې د فلسطیني ملکي وګړو بد حالت د زغملو وړ نه دی او وایي په روانه جګړه کې "د نړیوالو بشردوستانه قوانینو غوښتنو ته لږ پاملرنه کیږي".
د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک په یوه بیان کې وویل، د ادارې "عمومي مشر [انتونیو ګوتېریش] په شمال کې د خلکو د وژنو، ټپي کېدو او تباهۍ پر بوږنوونکي حالت حیران دی". ښاغلي ډوجاریک ویلي:
"ملکي خلک تر خاورو لاندې بند پاته دي، ناروغان او ټپیان له ژوند ژغورونکې روغتیایي پاملرنې او علاج پرته ستنېږي، کورنۍ خواړه او سرپناه نه لري او د کورنیو د سره جلا کېدو او ډېرو خلکو د نیول کېدو رپوټونه هم دي".
ډوجاریک وویل، اسرایلي چارواکي د خوړو، دارو درملو او نورو اړتیا وړ بشري توکو د رسولو په هڅو کې خنډوه پېښوي او وایي په دې توګه یې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
خو اسرايل وايي ځواکونه يې له نړيوالو قوانينو سره سم عملیات کوي او وايي هغوی د حماس جنګیالي په نخښه کوي. اسرایل بیا خپله خبره تکرار کړې چې وایي حماس ځانونه د ملکي خلکو په منځ کې پټوي او د انساني سپر په توګه یې کاروي، خو حماس دا تور ردوي.
د اسرایل پوځ د یکشنبې- اتوار په ورځ وویل، په تېرو 24 ساعتونو کې یې د جبالیا په سیمه کې تر 40 ډېر وسلوال وژلي، د هغوی مرکزونه یې ویجاړ کړي او په لوی مقدار کې پوځي وسایل یې موندلي دي.
Forum