د اسرايل او حماس تر منځ د ډزبندۍ تړون به د امریکې د منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د سوګند تر مراسمو یوه ورځ مخکې پیل شي او د دواړو تر منځ د خبرو یو منځګړی هېواد مصر وایي، اسرايل به ډزبندۍ په لومړي پړاو کې د 33 یرغمل شویو کسانو په بدل کې تر 1,890 زیات فلسطیني بندیان خوشي کړي.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت د شنبې- خالي په ورځ ویلي، فلسطیني بندیان به د ډزبندۍ د لومړي پړاو په 42 ورځنۍ موده کې دننه خوشي. کړل شي چې له ټاکل شوي وخت سره سم د یکشنبې- اتوار په سهار اته نیمې به بجې پیل شي.
د خبرو اترو بل منځګړي هېواد قطر ویلي، په لومړي پړاو کې به په غزه کې د حماس ډلې له بنده 33 یرغمل شوي اسرايلي وګړي خوشې شي چې ښځې، ماشومان او تر پنځوس کلنۍ پورته سړي پکې شامل دي.
د امریکې منتخب صدر ډانلډ ټرمپ به د تړون د عملي کېدو په سبا د جنوري په 20 د خپل دویم ځل صدارت لوړه کوي او له هغه وروسته به په غزه کې د تړون د درېواړو پړاوونو د عملي کېدو چاره د ده اداره تر سره کوي.
د اسرايل د انصاف وزارت له دې وړاندې ویلي وو چې د یکشنبې- اتوار په ورځ له څلور بجې وروسته به له دوی سره په قید کې د 737 فلسطیني بندیانو خوشي کول پیل کړي.
وزارت د 95 هغو فلسطینیانو د نومونو فهرست خپور کړی دی چې خوشي کول به یې نن پیل شي، په دوی کې 69 ښځې، 16 سړي او 10 ماشومان شامل دي.
که څه هم د اسرایل د وزیراعظم بنیامین نتنیاهو دفتر په یوه بیان کې د کابینې پرېکړه اعلان کړې ده او وایي د تړون عملي کېدل به د یکشنبې- اتوار په ورځ هله پیل شي چې د خپلو 33 خوشي کېدونکو یرغملو کسانو فهرست ته تر لاسه کړي.
بلې خواته وزیراعظم نتنیاهو د شنبې- خالي په ورځ دا خبرداری هم ورکړی چې "که اړتیا پېښه شوه" اسراییل به د امریکا په ملاتړ د جګړې "د بیا پیل کولو" حق لري. هغه ژمنه وکړه چې په فلسطیني خاوره کې ټول یرغمل شوي کسان به بیرته خپلو کورونو ته راولي.
د 2023م کال د اکتوبر په اوومه چې پر اسرايل باندې د حماس د برید په وخت کوم 251 کسان یرغمل کړی شوي وو په هغوی کې 94 تنه یې لا هم په غزه کې دي. د اسرايل پوځ وايي په هغوی کې 34 تنه وژل شوي دي.
دا به په غزه پټۍ کې د روانې 15 میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې دویمه ډزبندي وي چې په نتیجه کې یې تر 50,000 زیات کسان ووژل شول، تر یو لک زیات ټپیان شول او غزه یې په کنډواله بدله کړه.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت په خپل یو بیان کې د قطر د منځګړیتوب مننه کړې او د جګړې په ختمولو کې یې د امریکې د منتخب صدر ټرمپ په مشرۍ د نوې ادارې او د ولسمشر جو بایډن د مهم رول تر سره کولو ستاینه کړې ده.
د فلسطین صدر محمود عباس ویلي، فلسطیني اداره د جګړې له پای ته رسېدو وروسته په بشپړه توګه د غزې د ذمه وارۍ اخیستو ته چمتو ده.
د ډزبندۍ د تړون له عملي کېدو وړاندې د غزې یو شمېر اوسېدونکو بیرته خپلو کورونو ته ستنېدل پیل کړي دي او ټاکل شوې له تړون سره سم د ورځې به 600 لارۍ بشري مرستې غزې ته ورسیږي.
یادونه:- د رپوټ مواد له اې ایف پي او رویټرز خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.
Forum