د گل په ورځ په پاکستان کې د لويې اختر لمړۍ ورځ په مذهبي جوش، جذبې اؤ احترام سره نمانځل کيږي اؤ مسلمانان د سنت ابراهيمي دياد تازه کولو دپاره د څاروؤ قرباني ورکوي.
د پاکستان په ځينو قبائيلي سيمو، افغانستان،امريکا ،روس اؤ خليجي هيوادونو کې د اتوار په ورځ په کروړونو مسلمانانود اختر لمړۍ ورځ نمانځلې وه.
د کومې ممکنه بدې پيښې د مخنيوي په غرض په پاکستان کې د اختر په لمړۍ ورځ د هيواد په بيلابيلو برخو کې د عيدگاه گانو دننه د اختر دنمونځ دپاره کلک امنيتي گامونه اخستل شوي وؤ اؤ ځايې په ځايې د پوليسو اؤ رينجرز ځواکونو پهرې ودرؤل شوې وې.
داختر د نمونځ په موقعه د هيواد د امن اؤ سلامتۍ دپاره خصوصې دعاگانې وکړل شوې.
په ډيره موده پس دا لمړى ځل دى چې په پاکستان کې د څلورو واړو صوبو دننه په يوه ورځ اختر شوى دى.
لۀ دې وړاندې زياتره وخت دپاکستان دمياشت ليدنې د مرکزي کميټې اؤ د پيښور د قاسم علي خان جومات د علماؤ تر مينځ د مياشتې د ليدلو په سر د اختلافاتو لۀ امله په خيبر پښتونخوا صوبه اؤ قبائيلي سيمو کې په يوه ورځ اؤ د ملک په نورو برخو کې په بله ورځ اختر نمانځل کيدلو
1