لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان مشران وایي په اسلام اباد پریس کلب کې د جرګې اجازه ور نه کړل شوه


د پښتونخوا د وزیرستان یو شمېر مشران له څو ورځو په اسلام اباد کې دي او غوښتل یې چې په پوځي عملیاتو کې د خپلو تباه شویو کورونو د معاوضو لپاره هلته درې ورځنۍ جرګه وکړي خو وایي اجازه نه ده ورکړل شوې.

د جنوبي وزیرستان مشرانو او ګڼ شمېر خلکو نن د پنجشنبې- زیارت په مازدیګر د اسلام اباد پریس کلب مخې ته د خپل کلتوري روایتي اتڼ په وسیله سوله ییز احتجاج کړی او وایي دا په حکومت د خپلو غوښتنو د منلو لپاره د دوی "د کمزورۍ اخري حد دی".

حکومت د جنوبي وزیرستان د خلکو د معاوضو غوښتنې ته تازه جواب نه دی ویلی خو په 2017م کال کې یې چې د دوی لپاره کومې معاوضې اعلان کړې وې ویلي یې وو چې هرې زیانمنې کورنۍ ته به تاوان ورکول کیږي خو دا بهیر به څه وخت اخلي.

د جنوبي وزیرستان مشران وایي دوی اسلام اباد ته په دې تمه تللي وو چې له حکومتي چارواکو سره وویني او د خپلو هغو ړنګو کورونو د معاوضو غوښتنه ترې وکړي چې حکومت څو کاله مخکې لا اعلان کړې دي خو لا ورکړل شوې نه دي.

په دغو مشرانو کې یو جاوید مسید دی، هغه وایي دوی یوه مشاورتي جرګه کوله او د دې لپاره یې د اسلام اباد پریس کلب هال د درو ورځو لپاره نیولی وو او فیس یې هم ورکړی وو خو اوس ورته وایي چې په پریس کلب کې جرګه نه شئ کولای.

جاوید مسید په اسلام اباد کې د وي او اې ډیوه خبریال وقار احمد ته ویلي، د جرګې مقصد یې په جنوبي وزیرستان کې د هغو تاوانونو د معاوضې غوښتلو لپاره یوه تګلاره ټاکل وو چې د ترهګرۍ په ضد جګړې په مهال په پوځي عملیاتو کې ور اوښتي دي:

"موږ غوښتل یوه نماینده جرګه جوړه کړو چې دا مسئلې له حکومت سره په خبرو حل کړو، خو دوی موږ دې ته هم نه پرېږدي، زموږ د جرګې ټاکلې ورځې څلورم، پینځم او شپږم جون وو، په سوشل مېډیا دا هر څه خپاره شوي هم دي‌".

له اسلام اباد پریس کلبه بهر.
له اسلام اباد پریس کلبه بهر.

د اسلام اباد پریس کلب په دې اړه څه نه دي ویلي چې د جنوبي وزیرستان مشرانو ترې د جرګې کولو غوښتنه کړې وه که څنګه، خو وایي دوی ته دا نه وو ویل شوي چې دغه دوه درې سوه کسان به درې ورځې په پریس کلب کې دننه اوسېږي.

د اسلام اباد پریس کلب منتظمینو وي او اې ډیوه ته ویلي، د خپل آیین مطابق دوی چاته دا اجازه نه شي ورکولای چې په سلګونو کسان څو ورځې په پریس کلب کې پاته شي.

پریس کلب وایي دوی ورته د پریس کانفرنس اجازه ورکړې وه خو د جرګې اجازه د اسلام اباد د پولیس انتظامیې له اجازتنامې یا این او سي پرته نه شي ورکولای او وایي له دغو مشرانو سره دغه اجازتنامه هم نه وه.

جاوید مسید وایي دوی پریس کلب ته د جرګې په مهال د بېلابېلو خرڅونو لپاره 450,000 روپۍ هم ورکړې وې او هغه وخت یې انکار ورته نه وو کړی نو وایي که د پریس کلب په آیین کې د جرګې اجازه نه وي دومره زیاتې پیسې یې ولې ترې غوښتې وې.

د وي او اې ډیوه خبریال وقار احمد د پریس کله له مشر سره د خبرو کولو هڅه کړې خو هغه ټیلیفون ته جواب نه دی ویلی، خو پریس کلب وایي دغه پیسې یې بیرته دې خلکو ته ورکړې دي خو دا یې نه دي ویلي چې دا یواځې د پریس کانفرنس فیس وو که یې د جرګې لپاره ځنې اخیستې وې.

د جرګې يو غړی او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ عالمزېب مسيد وایي د اسلام اباد پریس کلب انتظامیې ورته ویلي، دوی ته ویل شوي چې د جرګې "اجازت مه ورکوئ"، خو دا یې ونه ویل چې پریس کلب ته دا خبره چا کړې ده.

عالمزېب مسید پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] په پوسټ کړې وېډیو کې د جنوبي وزیرستان د مشرانو په منځ کې ولاړ لیدل کیږي او وایي کله چې د جرګې اجازه ور نه کړه نو دوی وغوښتل چې له پریس کلبه بهر پر خلاص میدان ناسته وکړي:

"دلته چې موږ کښېناستو دلته هم پولیس او ټولې ریاستي ادارې له وسلو او ډنډو سره راغلې او راته ویې ویل چې موږ تاسې ته دلته هم د کښېناستو اجازه نه شو درکولای، تاسې دلته هم جرګه نه شئ کولای".

د عالمزېب مسید په وینا دوی نه د جګړې لپاره ورغلي‌ او نه بله څه ګډوډي جوړول غواړي خو وایي د جرګې او غونډې یواځینۍ ایجنډا یې دا ده چې په پوځي عملیاتو کې د هغو تاوانونو معاوضه ورکړل شي چې خپله حکومت یې سروې کړې او د معاوضو ورکولو ژمنه یې ورسره کړې ده.

په جنوبي او شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې نه یواځې د خلکو جایدادونو او دوکانونو ته زیان رسېدلی وو، بلکې په لکونو خلک یې د پاکستان نورو سیمو او ځینې افغانستان ته کډه شوي وو چې ډېر لا هم د کډوالۍ‌ ژوند تېروي.

د دغو دواړو ضلعو خلکو په تېرو کلونو کې په وار وار په پېښور او اسلام اباد کې احتجاجونه او پرلتونه کړي او غوښتنه کوي چې حکومت دې ورته د خپلو تباه شویو دوکانونو معاوضې ورکړي.

د پاکستان پوځ په 2009م کال کې په جنوبي وزیرستان کې او په 2014م کال کې یې په شمالي وزیرستان کې د ترهګرو د ځپلو لپاره پوځي عملیات کړي‌ وو، خو اوس بیا په وزیرستان کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوې او ترهګرۍ بیا سر را پورته کړی خو خلک وایي لا د تېرو پوځي عملیاتو له زیانونو نه دي راوتلي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG