لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د پاکستان د سوړ انتخابي کېمپېن نن اخيري ورځ ده


د روایتي انتخابي ممهمونو برعکس، څېړونکي وايي د پاکستان موجوده انتخابي کېمپېن سوړ و، د انتخابي کېمېپین په مهال، په خصوصي توګه په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې، د تشدد ګڼ شمېر خونړۍ پېښې وشوې،
د روایتي انتخابي ممهمونو برعکس، څېړونکي وايي د پاکستان موجوده انتخابي کېمپېن سوړ و، د انتخابي کېمېپین په مهال، په خصوصي توګه په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې، د تشدد ګڼ شمېر خونړۍ پېښې وشوې،

د پاکستان نوی پارلېمنټ د نوي حکومت غوره کولو دپاره په اتمه فېبرورۍ کېدونکو د عامو انتتخاباتو کېمپېنونه د نهې، سه شنبې، په ورځ سر ته سېږي او یوه تازه سروی ښيي د پاکستانیانو اکثریت په انتخابي عمل باور نه لري او وايي ملک يې په سیاسي توګه بې ثباته دی.

ګېلېپ نومې اداره وايي په سروی کې يې موندلي چې ۷۰ فیصد پاکستانیانو په انتخابي عمل د عدم اعتماد اظهار کړی دی او اقتصادي مشکلات، سیاسي اختلافات او د امن امان نيشتوالی د خپل ملک د ثبات دپاره خطر بلي.

د روایتي انتخابي ممهمونو برعکس، څېړونکي وايي د پاکستان موجوده انتخابي کېمپېن سوړ و، د انتخابي کېمېپین په مهال، په خصوصي توګه په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې، د تشدد ګڼ شمېر خونړۍ پېښې وشوې، لوی جلسې نه لیدل کېدې او د انتخاباتو په اړه دا غېر یقیني هم وه چې ووټونه به وه هم شي او که نا؟

د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، د نهې، سه شنبې، د انتخابي کېمپېن د ختمېدو نه مخکې سیاسي ګوندونو وروستۍ جلسې کولې.

د رپورټ ترمخه، د پاکستان مسلم لیګ (ن) مشر او پخواني پخواني وزیراعظم نوازشریف د خپل سیاسي مرکز لاهور سره نږدې په قصور ښار کې قریباً د ۱۵۰۰۰ پلویانو غونډې ته وویل که څه هم ووټونه بله ورځ دي لیکن مونږ د اوس نه خوشحالي کوو او د مېلې په شان ماحول دی.

ای اېف پي وايي په داسې حال کې چې پخوانی وزیراعظم عمران خان په زندان کې دی او د انتخاباتو دپاره نااهل ټاکل شوی دی، نوازشریف دپاره مېدان صفا دی چې ووټونه وګټي او په څلورم ځل هم وزیراعظم منتخب شي.

رپورټ وايي د پي ټي ايي او د پاکستان پيپلز پارټۍ د بلاول زرداري بهټو د پارټۍ ووټونه په انتخاباتو کې اهم کردار ادا کولی شي خو د سوړ انتخابي کېمپېن او د ووټرانو د عدم دلچسپۍ ښيي چې د ووټونو شرحه به کمه وي.
د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ووټونه نه مخکې انتخابي اميدواران به د نهې، سه شنبې، په نیمه شپه کېمپېنونه وتړي.

د الېکشن کمېشن ترمخه په پاکستان کې د ووټرانو مجموعي شمېره 12 کروړه او څه باندې 85 زره ده چې 5 کروړه او څه باندې 93 لکه په کې ښځينه ووټرانې دي.

ووټران به په داسې انتخاباتو کې د خپلو رایو اظهار کوي چې ای اېف پي وايي د انساني حقونو فعالانو د غلطیو نه ډک بللی.

دا انتخابات په داسې حال کې هم کېږي چې د پاکستان اقتصاد د بحران ښکار دی او په هېواد کې تندلاریتوب کې اضافه شوې ده.

د انتخاباتو په اړه د څېړونکو د تشویش برعکس د پاکستان نګران حکومت ویلي انتخاباتو په شفاف وي هېڅ چاته به اجازه نه ګډوډو کړي.

نګران وزيرداخله ګوهر اعجاز او د اطلاعاتو نګران وزير مرتضاف سولنګي د نهې، سه شنبې، په ورځ په اسلام اباد کې په شریکه خبري غونډې کې د انتخاباتو د تياريانو حال تېر کړو.

ګوهر اعجاز وویل، د يو لک 37,000 نه زيات امنیتي ځواکونه یې د خلکو د امنيت دپاره په ځای کړي دي..
هغه زياته کړه، دا انتخابات به راڼه او بې طرفه وي او د امنيت دپاره چې د کورنيو چارو وزارت څومره اقدامات پورته کولی شو هغه د امنیتي ادارو سره په ګډه پورته کړی شوي او انتخابات به پرامنه وي.

د اطلاعاتو وزیر مرتضا سولنګي وویل الېکشن کمېشن اييني اداره ده، ازادې، سوتره او بې طرفه ټاکنې به کوي او نګران حکومت به یې هر ډول مرسته کوي.

سولنګي زياته کړه، په 2008 او 2013م په انتخاباتو کې امنيتي صورتحال خراب و، پاکستان د ترهګرۍ ضد اوږده جګړه کړې خو د ولس حوصلې نه دي ماتې شوي او څو پېښې پاکستانی عوام نه شي ودرولی.

نوموړي په خلکو غږ کړی په اتمه فرورۍ دې را ووځي او خپل ووټ دې ضرور وکاروي

د ګېلپ ادارې په سروی کې برخه اخیستونکو د لسو څخه د اووه پاکستانیانو د انتخاباتو د شفافیت په اړه د عدم اعتماد اظهار وکړو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG