د هندوستان د انتظام لاندې کشمير کې د پارليماني انتخاباتو لپاره هلې ځلې په زور کې دي، او د سياسي ګوندونو مشران په خپلو جلسو جلسونو کې د اولس بنيادي مسلې راوچتولو په ځاېې په جذباتي کشالو ډېر ټېنګار کوي.
د ځايي سياسي ګوندونو نېشنل کانفرنس او پېپلز ډېموکرېټګ پارټۍ مشران په خپل انتخابي مهم کې د پاکستان نوم په پوره زور سره اخلي،څيړونکي وايي د کشمير ځايي ګوندونو لخوا په انتخابي مهم کې د پاکستان او دفعه ۳۷۰ م مسله راوچتلو امکان شته.
د نېشنل کانفرنس صدر او پخوانی وزير اعلا فاروق عبدالله په خپلو انتخابي جلسو کې په دې خبره زور اچوي چې په جمو او کشمير کې د تل پاتې امن د پاره د پاکستان او هندوستان ترمينځ د امن خبرې په ځاېې کول ډېر مهم دی.
نوموړي په يوه تازه جلسه کې د طفېل هوشيارپوري دغه مشهوره جنګي نغمه په لوړ آواز زمزمه کولو سره ټول خلک ګوته په خله کړل، چې وايي:
( اے مردِ مجاہد جاگ ذرا، اب وقتِ شہادت ہے آیا')
"اې مجاهده لږ را پاڅه، د شهادت وخت راغلی دی"
څيړونکي دغه نغمه د جلسې د پلويانو سره سره د عام کشميري مسلمانانو د جذبو د پارولو يوه هڅه بللې.
د ياد وړ ده چې دغه نغمه په کال ۱۹۵۸م کې د چنګېز خان نومې فلم دپاره عناېت حسېن بهټي او دهغه ملګرو ويلې وه، چې د پاکستان يو ملي جنګي نغمه ده، دغه نغمه په ۱۹۶۵م او ۱۹۷۱م کې د هندوستان او پاکستان ترمينځ د جنګونو په وخت په کشمير کې د پاکستان پلوه ډلو د خوښې سندره وه.
د فاروق عبدالله ځوي او د نېشنل کانفرنس مرستيال صدر عمر عبدالله هم په خپلو تقريرونو کې پخپل انداز سره د پاکستان ذکر کوي.
عمر عبدالله د بارهموله د حلقې نه انتخاباتو کې ولاړدی او خپلې انتخابي جلسې ته يې د وېنا په وخت دعوه کړې،
" په تېرو انتخاباتو کې د پاکستاني جرنېلانو خلاف په کاميابې سره جنګېدلی او دا ځل به د ډيلي د طاقت خلاف بريا ترلاسه کوي.
پخوانۍ وزيراعلا او د پي ډي پي صدرې محبوبه مفتي هم په خپلو تقريرونو کې د هندوستان او پاکستان د امن د خبرو وکالت کوي. هغه وايي په جمو او کشمير کې د ريښتوني امن ټېنګولو چابي په هندوستان او پاکستان کې د يو سره نه، بلکه د دواړو سره په ګډه ده،
"فاروق عبدالله او محبوبه مفتي پاکستان پلوه ښکاري"
تېرو ورځو کې د يوې انتخابي جلسې په وخت محبوبه مفتي ويلي وو پاکستان هېڅ کله د پامه نه شي غورځول کېدی، د هندوستان او پاکستان ترمينځ د صولې خبرې بيا عملي کېدلو بغېر په کشمير کې بدامني ودرول ګران دي.
د دغو ګوندونو لخوا بيابيا د پاکستان سره د صولې د خبرو په غوښتنو د هندوستان واکمن بهارتيا جنتا پارټي سختې نيوکې کړي دي،
د جمو او کشمير دپاره د بي جی پي مشر ترون چهګ دغې ته پخپل غبرګون کې ويلي، فاروق عبدالله او محبوبه مفتي د پاکستان پلوۍ ثبوت ورکړی او خپلې نظريي يې ښکاره کړي دي.
ترون چهګ ويلي، "د عبدالله د کورنۍ زړه او مازغه په پاکستان کې دي او پلار او ځوي دواړه چې په جمو او کشمير کې څه وايي په اصل کې د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې آيي اېس آيي مشران خوشحالولو غواړي.
نوموړي په کشميري اولس غږ کړی په خپلو رايو دې د دغو ګوندونو مفکوره بدله کړي او د هغويخلاف دې خپلې راېې ورکړي چې سبق ورته وښايي-
ياده دې وي د بهارت په لاندېني پارليمان لوک سبها د پاره انتخابات په اوه پړاونو کې کېږي، چې تراوسه يې درې مرحلې سرته رسېدلي او څلورمه مرحله به يې په ۱۳مه مۍ کېږي.
څيړونکی ډاکټر ارون کمار وايي په انتخاباتو کې د کشميري سياسي مشرانولخوا د پاکستان نوم اخيستل کومه نوې خبره نه ده، چې داسې دوي خپل پلويان راپاروي، او ووټونه ترې اخلي.
خو نوموړی وايي د اګست ۲۰۱۹ م نه راپدېخوا د کشمير ځمکني حالات بدل شوي چې ځايي سياسي مشرانو له په دې پوهېدل پکار دي.
یادونه:- دا رپوټ له وي او اې اردو ژباړل شوی دی.
Forum