لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

۱۱ سعودي شهزادګان په احتجاج کولو نیول شوي: رپورټ


د مطبوعاتي رپورټونو تر مخه د سعودي عربستان ۱۱ شهزادګان په شاهي محل کې د مظاهرو کولو په سر نیول شوي.

د عرب اماراتو خبري ادارې ګلف نیوز د یو رپورټ تر مخه دغه شهزادګانو د هغه شاهي فیصلې پرضد احتجاج کوو چې پکې ویل شوي وو دوي به د بجلۍ (برق) او اوبو د مصرف پېسې په خپله ورکوي.

د ګلف نیوز تر مخه دغه شهزادګانو د خپل یو تره ځوي پرضد ورکړی شوې فیصلې په سر د معاوضې یا پیسو غوښتنه هم کوله.

ګلف نیوز د سعودي عربستان د خبري ویب پاڼو٫٫ سبق٬٬ او ٫٫ المرساد٬٬ په حواله وايي دغه شهزادګانو ته وېل شوی چې د دوي دغه ګام د منلو وړ نه دی او دوي زر تر زره د تاریخي قصر ا لحکم یا شاهي محل پریښودو امر شوی. مطبوعاتي رپورټونه زیاتويشهزادګانو د دغې حکم منلو نه انکار کړی دی.

هم نن خپور شوي یو بل رپورټ ترمخه په دغه لړ کې شاهي محافظانو ته یو امر هم شوی وو او اوس دغه شهزادګان په الهیر بندي خانه کې د قضي لپاره نیول شوي.

تیرکال د نومبر په میاشت کې هم ګڼ شمیر سعودي شهزادګان د بډو رشوتونو په تور کې نیول شوي وو اوپه دغو کې بیا د ۲۰۰ نه اختنې پوښتنې شوې وې او تر ۲ زرو نه سېوا شهزادګانو بنک اکاوټونه تړل شوي وو. د دسمبر په ۲۳ نیټه بیا په دغه شهزادګانو کې ځېني مظبوط او طاقتور د سعودي حکومت سره د یوې لوظنامې وروستو خوشي کړی شوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG