د قبایلي سیمې باجوړ ایجنسۍ ناواګۍ سره تعلق لرونکی او د ریاستونو او سرحدي چارو پخواني وزیر انجینېر شوکت الله خان د خیبر پښتونخوا نوی ګورنر په حیث د اتوار په ورځ سوگند پورته کړو.
د گورنر د سوگند پورته کولو دستوره کې د په گڼه شمیره کې خلکو شرکت ووکړو چې پکې د پارلیمان غړي او خارجي سفارتي استازې هم شامل وو.
د سوگند پورته کولو دستورې ته وینا کې او خبرنگارانو سره خبرو اترو کې شوکت الله خان وویل قبائیلي سیمو کې په پرامنه فضا او شفاف ډول انتخابات کول د هغه وړمبۍ ترجیح ده. هغه وویل آئنده ووټونه به قبائیلي سیمو کې په سیاسي بنیادونو کولی شي.
نوي گورنر وویل قبائیلي سیمو کې امن د پاره به ټولې لارې استعمالوي چې پکې حکومتي وسائل او د جرگو مرکو عمل هم شامل دی.
د پاکستان سرکاري ریډیو تر مخه صدر زرداري دغه فیصله د وزیراعظم راجا پرویز اشرف سره د صلاح انجینېر شوکت الله خان د حلقه این اې 43م نه د قامي اسمبلۍ غړی دی او پلار ېي هم دوه ځلې د دغه حلقی نه ایم این اې ټاکل شوی وو. د نوي ګورنر یو ورورعنایت الله موجوده وخت سېنیټر هم دی.
د گورنر د چوکۍ د پاره د صدر زرداري د طرفه نومل کیدو وروستو د وایس آف امریکا ډیوه ریډیو سره په یوه ځانګري مرکه کې نوي ګورنر ویلي دا وړومبی ځل دی چې د قبایلو نه یو سویلین یا اولسي تن د ګورنر په توګه ټاکل کیږي. د انجینېر شوکت وینا وه که څه هم د دوي سره وخت کم دی خو پوره کوشش به کوي چې په ټولو قبایلي سیمو کې د خلکو د ګټو لپاره کار کوي.
د انجینېر شوکت الله خان سره دغه مرکه د ډیوه خبریال عرفان الله جان کړی ده تاسو ېي په لاندیني لنک اوریدې شۍ.