یورپين یونین د نهې، سه شنبې، په ورځ د فلسطیني مسلح ډلې حماس د مشر یحیا السنوار نوم په اووم اکتوبر په اسرایل د حملې په سر د ترهګرو د بندېزونو په تور فهرست کې شامل کړو.
په السنوار الزام دی چې په اووم اکتوبر په اسرایل د حملې په سازش کې شامل و.
د یورپين یونین د اقدام په نتیجه به د تنظیم په 27 غړو ملکونو کې د السنوار اثاثې منجمد شي او د یورپين شهریان به د هغه سره هېڅ قسم لېن دېن نه شي کولی.
یورپين یونین حماس مخکې راهسې ترهګرتنظیم ټاکلی دی. امریکې، برطانیې او ځینو نورو ملکونو هم حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې 1200 کسان وژل شوي او حماس تر 250 پورې کسان یرغمال نیولي وو. ځینې یرغمالان ازاد کړی شوي دي خو یو شمېر لا اوس هم د حماس په ولکه کې دی. اسرایل وايي حماس دې ټول کسان ازاد کړي.
د حماس د حملې په جواب کې اسرایل د ډلې خلاف په غزه کې پوځي عملیات شروع کړي دي.
د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېره 24285 ته رسېدلې ده او 60000 نور کسان زخمیان دي. وزارت د وژل شویو کسانو په شمېره کې دا تفریق نه کوي چې په دې څومره وسله او او څومره ملکي کسان دي.
د اسرایل خارجه وزیر اسرایل کاټز د السنوار په اړه د یورپين یونین د اقدام هرکلی وکړو.
کاټز په یو بیان کې وویل د یورپين یونین فېصله د اسرایل د سفارتي کوښښونو نتیجه ده چې هدف یې د حماس قانونیت او هر ډول ملاتړ ختمول دي. هغه وویل " بدۍ" د ختمولو دپاره به کوښښونه دوامداره ساتي "که په غزه کې وي او که هرځای دا سر راوچتوي."
د اووم اکتوبر راهسې 61 کلن السنوار نه دی لیدل شوی.
د اووم اکتوبر د حملو وروسته اسرایل السنوار "ګرځېدونکی مړ سړی" وبللو.
په 2015 کې امریکې د السنوار نوم د ټولو زیات مطلوبو نړیوالو ترهګرو په فهرست کې شامل کړو. د هغه تر څنګ د حماس د مسلح څانګې د مشر محمد ضایف نوم په دغه فهرست کې شامل کړی شو.
د السنوار په ضد د یورپین یونین د اقدام په اړه د ای اېف پي خبري ادارې په رپورټ کې داسې څه نه دي وېل شوي چې ایا حماس او یا خپله السنوار څه دریځ ښکاره کړی او که نا؟
هم د نهې، سه شنبې، په ورځ اسرایلي ځواکونو د غزه په شمالي او جنوبي برخو کې بمباري کړې. د تازه بمبارۍ نه یوه ورځ مخکې د اسرایل د دفاع وزیر ویلي وو د حماس خلاف د جنګ سخت پړاو به زر سر ته ورسېږي.
د اسرایل ډیفېنس فورسز یا دفاعي ځواکونو وویل د نهې، سه شنبې، په ورځ بمبارۍ کې د غزه په الشاطي او خان یونس سیمو کې وسله وال په هدف شوي دي.
اسرایلي پوځ وویل په لسګونو وسله وال وژل شوي او قریباً 100 د راکټو تنصیبات موندل شوي دي.
تېره شپه اسرایلي ځواکونو په جنوبي لبنان کې د حزب الله د ټېنک ضد لانچر وویشتلو، چې د اسرایل د سرحد نه بهر تازه حمله ده او دا تشویش یې زیات کړی چې د اسرایل او حماس جنګ به نورې سېمې ته وغځېږي.
په سوېټزرلېنډ کې د قطر وزیراعظم د اسرایل او فلسطینیانو شخړې دایمي حل دپاره د دوو ریاستونو په قیام ټینګار وکړو دې خبرې یې پاملرنه وکړه چې د اسرایل او حماس جنګ پراخېدلی شي.
شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني په دېوس کې د ورلډ اکنامک فورم غونډې په موقع وویل پوځي حملې په بحیره احمر په سمندري جهازونو د هوثي باغیانو حملې نه شي بندولی. هغه ضرورت د دې خبرې دی چې په غزه کې د جنګ بنیادي مسلې ته توجه وکړی شي.
هغه وویل په موجوده وخت کې چې په سیمه کې څه دي د دې له امله تاوتریخوالی هر خوا ته خورېدلی شي.
د ګل، دوشنبې، په ورځ خبریالانو سره د خبرو په مهال د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګېلېنټ د ډز بندۍ امکان رد کړو او ويې وېل اسرایل به پوځي عملیات نه ودروي ځکه چې حماس د پوځي فشار نه بغېر نور یرغمالان نه ازادوي.
ګلېنېټ وویل په جنوبي غزه کې د جنګ شدید پړاو به زر سر ته ورسېږي او اسرایلي پوځ د غزه په شمالي برخه کې سخت ځمکني عملیات ختم کړي دي.
بلخوا حماس وویل دوه اسرایلي یرغمالان چې ډلې په اووم اکتوبر په اسرایل حمله کې نیولي وو مړه شوي دي.
حماس د ګل، دوشنبې، په ورځ یو وډیو جاري کړو چې په کې د دوو کسانو مړي لیدل کېږي چې ډلې یرغمالان وبلل. وډیو سره شایع شوي بیان کې حماس وویل یرغمال کسان اسرایلي پوځ وژلي دي. د اسرایل د پوځ ترجمان ډېنییل هېګري تردید وکړو چې یرغمالان اسرایلي پوځ وژلي دي. هغه وویل حماس دروغ وايي.
د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیوګوټېرېس د ګل، دوشنبې، په ورځ د انساني خوا خوږۍ په بنیاد د سمدستي ډز بندۍ غوښتنه تکرار کړه. هغه وویل د ډز بندۍ له امله به فلسطینیانو ته امداد په رسووولو او د یرغمالانو په ازادولو کې مرسته وشي.
د نومبر په میاشت کې په جنګ کې د عارضي وقفې په مهال فلسطیني وسله والو د 100 نه زیات یرغمالان او اسرایل 240 فلسطینیان د قېد نه ازاد کړل.
Forum