لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دوه نیم سوو نه زیات مهاجر په بحیره روم کې ژغورل شوي خو لا هم سرګردانه دي


یو جهاز چې د هسپانیې جهنډه ورباندې رپیږي او کار یې بشري مرستې دي، په تېرو څو ورځو کې یې په بحیره روم کې دوه سوه و پنځه شپېته (۲۶۵) مهاجر له اوبو ژغورلي، خو اوس داسې یو بندر لټوي چې هلته دا ژغورل شوي مهاجرین ښکته کړي.

دا مهاجرین په دوه جوپو کې موندل شوي دي. د اوپن آرمز (پرانېستې غېږ) خیریه تنظیم په یو ټویټ کې ویلي چې دا جهاز د دوی پورې اړه لري او د خالي/شنبې په ورځ یې شپږ نيوي (۹۶) کسان په داسې حال کې وژغورل چې د لرګو نه جوړې یوې وړوکې بېړۍ کې د بحیره روم په بین الاقوامي اوبو کې لالهانده و او د نجات واسکټونه یې هم نه درلودل.

خیریه تنظیم دا هم ویلي چې په دغو مهاجرو کې اکثره یې د افریقې د ارېتریا هېواد سره تعلق لري چې دوه ښځې او اوولس (۱۷) ماشومان هم پکې شامل دي.

د دې نه دوه ورځې وړاندې په یوه بله پېښه کې د همدې اوپن آرمز (پرانیستې غېږ) تنظیم جهاز، یو کم یو سل و اویا (۱۶۹) تنه نور مهاجرین چې د لیبیا له سواحلو نه یې حرکت کړی و، هم په بحیره روم کې وژغورل. لیبیا هغه ځای دی چې یورپ ته د ناقانونه مهاجرو د تګ دپاره زیاتره انساني ټرافېکران یا قاچاقبران هلته اوسیږي.

دا قاچاقبران د خلکو نه پېسې اخلي او بیا هغوی په وړو بېړیو کې چې یا د رابړ، یا د پلاسټیک، او یا د لرګو نه جوړې شوي، په هغو کې کښینوي او د بحیره روم په اوبو کې یې یورپ خوا ته لېږي چې دا یو ډېر خطرناک سفر دی او ګڼ شمېر خلک په همدې لاره کې غرق شوي او له منځه تللي دي.

اېټلي او د یورپي اتحاد بل غړی هېواد، مالټا، اکثره د خیریه تنظیمونو جهازونو ته چې دغه ډول مهاجرو ته یې نجات ورکړی وي، اجازت نه ورکوي چې د دوی په بنادرو کې لنګر واچوي او مهاجر کښته کړي. تر اوسه نو معلومه نده چې د اوپن آرمز خیریه تنظیم جهاز به له دغو ۲۶۵ ژغورل شویو مهاجرو سره بالاخره په کوم ملک کې لنګر واچوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG