لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یورپ ته د مهاجرینو په تگ د بیړني اقداماتو غوښتنه


د هنگري وزیراعظم ویلي مهاجر د یورپ امنیت، سوکالۍ او شناخت ته خطرات راولاړوي. مهاجرینو د راتگ مخه نیولو دپاره هنگري سریبا سره په خپله پوله په څلور میټره اوچتې ویړې لگولو کار شورو کړی دی
د هنگري وزیراعظم ویلي مهاجر د یورپ امنیت، سوکالۍ او شناخت ته خطرات راولاړوي. مهاجرینو د راتگ مخه نیولو دپاره هنگري سریبا سره په خپله پوله په څلور میټره اوچتې ویړې لگولو کار شورو کړی دی

د برطانيي، فرانس او جرمني د کورنیو چارو وزیرانو غوښتنه کړې چې یورپ ته د زرگونو په شمیره کې د مهاجرینو د تگ مسلې په اړه دې په بیړنۍ توگه اقدامات پورته کړی شي. د مهاجرینو په مسله د یورپ ځېنې هیوادونو ترمېنځ اخلافات هم راولاړ شوي دي.

د اختلافاتو پرته د یورپ حکومتي مشران کډوالو د مسلې د مخنیوي په اړه یو بل سره په صلاح مشورو کې بوخت دي.

د برطانيی، فرانس او جرمني داخله وزیرانو د اتوار یا یکشنبې په ورځ په مشترکه بیان کې د یورپین یونین د مشر نه غوښتنه وکړه چې مهاجرینو په مسله دې په راتلونکو دواو هفتو کې بیړنۍ غونډه راوبلي.

د یورپین یونین مشر لکزیمبورگ ویلي د یورپي هیوادونو د کورنیو چارو او او د انصاف د وزیرانو غونډه به د سپټمبر د میاشت په ١۴ نیټه په برسلز کې کولی شي چې د کډوالو مسلې ته د یورپ مشترکه ردعمل برابر کړي.

د مهاجرینو نړي والې ادارې ارگنائزیشن فار مائیگریشن ویلي سږ کال تر دا وخت ٣٢٠٠٠ مهاجرین بحیره روم دلارې یورپ ته رسیدلې دي. زیاتره مهاجر یونان او د اټلي د ساحلونو دلارې د یورپ خاورې ته رسیدلې دي.

د برطانيي، فرانس او جرمني داخله وزیرانو خپل بیان کې ویلي اټلي او یونان کې مهاجرینو د نوم لیکنې او اندراج داسې نظام دې پرځائې کړی شي چې د پناه حقدار په نخښه کړي او دا هم وښائي چې کوم خلک په محفوظه طریقه بیرته خپلو هیوادونو ته لیږلی کیدی شي.

اي او ایم وايي یورپ ته زیاتره تلونکې خلک د افریقا، منځني ختیز، شام او افغانستان سره تعلق لري.

که د یورپ ځېنې هیوادونو د مهاجرینو هرکلی کړی نو ځېنې نورو ملکونو يي مخالفت کړی.

د هنگري وزیراعظم ویلي مهاجر د یورپ امنیت، سوکالۍ او شناخت ته خطرات راولاړوي. مهاجرینو د راتگ مخه نیولو دپاره هنگري سریبا سره په خپله پوله په څلور میټره اوچتې ویړې لگولو کار شورو کړی دی.

یورپ ته د بحیره روم دلارې د تگ په کوښښونو کې سږ کال د ٢۴٠٠ نه زیات کسان لاهو شوي دي. اود ٧١ مهاجرو مړي په یو ټرک کې په اسټریا کې موندلی شوي..

د ملگرو ملتونو مشر بان کې مون هم د مهاجرینو په مسله خپل تشویش څرگند کړی دی. جمعې په ورځ یو بیان کې بان کې وویل کډوال په خپلو هیوادونو کې د اړي گړي، جنگونو او زورزیاتي نه پناه اخیستلو دپاره د یورپ مخه کوي. هغه په یورپي هیوادونو غږ وکړو چې کډوالو سره دې ښه سلوک وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG