لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اروپايي طاقتونه په اېشیا کې د چین په مقابله کې خپله موجودګي پراخوي


وي او ای نیوز

جرمني، فرانس او برتانیه پلان لري چې د هند سمندر په سیمه کې خپل پوځي توان نور وروغځوي.

د څیړونوکو په آند ددې ګام مقصد دا دی چې په سیمه کې د چین د سوا کیدونکي اثر مقابله او د امربکا او جاپان ملاتړ وکړی شي.

جرمني سږکال د هند سمندري سیمې ته د کال په اخر کې خپله سمندري بیړې ورشغوي.

برتانیه اراده لري چې د خپلو سمندري ځواکونو د حملې کونکې ډلې سي اېس جي سره د کوین الېزېبت بیړۍ هم ورواستوي خو لا نیټه نه ده په ډاګه چې دويي به دا کار کله وکړي.

فرانس به د جاچان او امریکا سره د مۍ په مېاشت کې په جنوب غربي سیمه کې په ګډه تمرینات کوي.

درې واړو هیوادونو په دې حقله ملګرو ملتونو ته شریک خبر ورکړی دی.

کالم لیکونکی او د چاینا په هینان صوبه کې د چین د جنوب غربي سمندر د قامي انسټي ټیوټ پوهان مارک ولنسیا د جنوبي چین په مارنېنګ پوسټ کې لیکي:

“دا د لویو سمندرونو د آذادۍ غیر منظمه تمرینات د څار وړ دي”

د کورونا وبا نه وړاندې شوې د نظر پوښتنو په بنسټ د سټراټیجیک او نړیوالو څېړنو یو رپورټ کې راغلي دي:

“ په جنوبي اېشېا کې چین دا وخت د امریکا په پرتله بشپړه سیاسي اثر لري، او په تېرو لسو کلونو کې یې د امریکا نه طاقت سوا شوی دی”

په جنوبي اېشیا کې د اقتصادي او سیاسي طاقت په توګه په راتلونکو لسو کلونو کې د چین زور د امریکا په مقابل کې لا نور سیوا کیدونکی دی.

ځېړونکي وايي د جرمني، فرانس او برتانیه د هند سمندرونو ته ورکشېدل به د امریکا او جاپان په سیمه کې د توان توله سمه وساتي.

په امریکا کې د جرمن مارشل فنډ د اېشېا پروګرام موقتي ډایریکټر شاری هوسفرډ وايي اروپايي ملکونو واشنګټن ته د ملګرتیا پیغام ورکوي:

“دويي غواړي امریکا ته اووايي چې د نړیوال استحکام لپاره د واشنګټن د هلو ځلو ملګري دي، د کوم لپاره چې چین یو چیلنج جوړېږي”

د چین د دفاع وزارت ویاند تان کېفي د برتانیه د ایچ اېم اېس کوین الزبیت بېړۍ په ځای کولو په ځواب کې ویلي دي:

“چین ځواکونه به د قامي خپلواکۍ ، امنیت او د پرمختګ حاجت د ساتلو په خاطر اړونده تیارۍ نیسي چې په جنوبي چین سمندر کې د استحکام او امن وضع ټینګه وساتل شي”

(په دې لیک کې وي او ای منډرین څانګې اډریانا ژنګ هم برخه کړیده)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG