لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قانون پوهان د خېبرپښتونخوا په نویو ضلعو کې شخړو د هوارولو دپاره د متبادل نظام مخالفت کوي


د پېښور هايي کورټ يو وکيل طارق افغان هم وايي د قبایلي ضلعو په خېبر پښتونخوا کې د ضم کېدو نه مخکې هم په قبایلي سيمو د جرګو په شکل کې د شخړو د هوارولو نظام موجود و خو د هغه په قول خلکو د جرګو نه د انصاف امید نه و
د پېښور هايي کورټ يو وکيل طارق افغان هم وايي د قبایلي ضلعو په خېبر پښتونخوا کې د ضم کېدو نه مخکې هم په قبایلي سيمو د جرګو په شکل کې د شخړو د هوارولو نظام موجود و خو د هغه په قول خلکو د جرګو نه د انصاف امید نه و

د پاکستان صدر عارف علوي د پېښور په ګورنر هاوس کې د صوبې د لوړې کچې افسرانو يوې غونډې ته ویلي د امن او امان د بهترۍ او په عدالتونو د مقدمو بار کمولو په لړ کې به د خېبر پښتونخوا سره ضم شویو قبایلي ضلعو کې د ولس شخړې او مسلې حل کولو دپاره د عدالتونو ترڅنګ آلټرنیټ ډسپیوټ ریزولیوشن یا یو متبادل نظام قایمولی شي.

د صدر د فتر په بیان کې وویل چې د خېبرپښتونخوا په نویو ضلعو کې د مسلو د هواري د متبادل نظام په اړه دغه خبره عارف علوي حکومتي چارواکو ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ وکړه.

په پېښور کې مېشته صحافي ذوالفقار علي چې خپله هم د پخوانۍ قبایلي سيمو سره تعلق لري، مسلو د هوارولو د مجوزه متبادل نظام په اړه وايي د پاکستان په عدالتي يا د انصاف په نظام د عامو خلکو په خاصه توګه د قبایلي سيمو د خلکو اعتماد ختم شوی دی. قباېلي علاقې د خېبر پښتونخوا سره ضم شوي دي خو اوس هم هلته يو خلا ښکاري.

ذوالفقار علي وايي "مونږ ګورو چې په سپریم کورټ او هایي کورټ کې د خلکو په لکونو کېسونه د ځنډ ښکار دي. خلک په کلونو انتظار کوي او فېصلې نه کيږي. دانصاف نظام نه څوک مطمن نه دي. او چې کله دا نظام قبایلي سيمو ته لاړو نو د هغه ځای لپاره دا يو نوی نظام دی او هغلته ورته د دې ځای نه زياتې ستونزې دي."

ذوالفقار علي وايي د پخوانۍ فاټا په خېبرپښتونخوا کې د ضم کېدو وروسته د پاکستان صدر سره څه اختیار نشته چې په دغو سیمو کې بل نظام قایم کړي. هغه وغوښتل چې حکومت ته د قباېلي ضلعو د خېبر پښتونخوا سره د انضمام حېثيت منل پکار دي او هغلته حکومتي ادارې مضبوطول پکار دي. "يوه خلا جوړه شوې ده، د هغې پوره کولو لپاره سرکار سره هم دغه يو طريقه ده چې د شخړو د هواري لپاره هلته جرګې مضبوطې کړي. خو هلته عدالتي نظام هم دی او جرګې هم دي نو ډېره ګډوډي شان ده."

د قبایلي سيمې يو وکیل اعجاز مومند وايي کله چې الټرنېټ ډسپيوټ ريزلوشن يا د شخړو د هوارۍ د متبادل نظام قانوني مسوده د صوبايي اسمبلۍ نه پاس کېده نو دوی ویلي وو چې د دې هيڅ قانوني او ائیني حېثيت نشته.

اعجاز مومند وویل د متبادل نظام ټول غړي به د ډپټي کمشنر په سرپرستۍ کې کار کوي او ټول اختيار به د هغه سره دی.

اعجاز مومند ويي د په ای ډي ار کې چې د ټولو نه مهمه خبره ده هغه دا ده چې ای ډي ار کومه فېصله وکړی په هغې اپیل نه شي کېدلی او په مخکې عدالت کې د دې فېصلې پر ضد اپيل نه شي کېدلی او نه پرې څوک هایي کورټ يا سپريم کورټ ته تلی شې." په دغه سيمو کې اوس ارټيکل ۲۴۷ ختم شوی او د پاکستان ائين هغلته غزېدلی دی خو اوس يې پکې يو داسې څيز راوستو چې هغې هغه قانون واپس ځوړند کړو."

اعجاز مومند اېډوکېټ وايي په ضم شویو ضلعو کې تر اوسه پورې يوه مسله هم ای ډي ار ته نه ده استولی شوې. په عدالتونو کې په زرګونو کېسونه دي خو تر اوسه يو فريق هم دا نه دي وېلي چې خپله فېصله په ای ډي ار کول غواړي

اعجاز مومند د خېبرپښتونخوا په نویو ضلعو کې د ای دي ار نظام د صوبايي حکومت "ډېره لویه ناکامي" بلي او وايي دغه نظام په سیمه کې موجوده عدالتي نظام بېرته ناکامول غواړي. "هلته چې د ملکانو په شکل کې کوم مشران وو هغه به د پولېټکل اېجنټ د اختيار او فشار لاندې وو، په هغوي باندې د خلکو اوس هم اعتماد نشته چې په هغوي خپله فېصله وکړي."

اعجاز مومند غواړي چې حکومت دې په پخوانۍ فاټا کې جوړ عدالتونه مضبوط کړي "او چې کوم عدالتونه نيمګړي دي هغه پوره کړی شي."

د پېښور هايي کورټ يو وکيل طارق افغان هم وايي د قبایلي ضلعو په خېبر پښتونخوا کې د ضم کېدو نه مخکې هم په قبایلي سيمو د جرګو په شکل کې د شخړو د هوارولو نظام موجود و خو د هغه په قول خلکو د جرګو نه د انصاف امید نه و.

طارق افغان زیاته کړه چې که د ای ډي ار نظام دومره ښه وي نو د خېبر پښتونخوا نه علاوه دې د ملک په نورو لویو ښارنو لکه کراچۍ او لاهور کې دې هم نافذ کړی شي."دوي يواځې د قباېلي ضلعو لپاره دغه لاره ښوخوي."

طارق افغان وايي په پخوانیو قبایلي سیمو کې دې د نور ملک په شان عدالتي نظام ځای په ځای کړی شي."د يو وکيل په هېڅ زه دا واېم چې د دې پر ځای چې عدالتي نظام ته په مقابله کې د شخړو د هواري لپاره يو متوازن نظام ودر وو، عدالتونه او عدالتي نظام مضبوطول پکار دي."

د پاکستان د جوړوېدو نه پس قباېلي سيمې چې ورته ډېره موده علاقه غېر وېل کېدلو د کال 2018 د می په مياشت کې د پاکستان ائین کې د 25 ترميم د لاندې د خېبر پښتونخوا سره ضم شوي دي. پوهان وايي پکار ده چې په دغه سيمو کې حکومتي ادارې زر تر زره مضبوطې کړی شي.


هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG